جنرال باجوه: ځینې ادارې او خلک پاکستان کې ګډوډي غواړي

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وايي،ځینې خلک او بهرنۍ څارګرې ادارې د پاکستان بې ټیکاوي یا ګډوډي غواړي، ځکه پر پوځ نیوکې کوي.

د نوموړي په خبره، دا خلک پوځ د خپلو هیلو په لار کې خنډ بولي.

جنرال باجوه دا خبرې د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په راجګل دره کې د وژل شوي پوځي چارواکي ارسلان عالم له مور پلار سره لیدنه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې پوځ د ملي ګټو لپاره خپله دنده تر سره کوي او په ټولو ستونزو کې له ملت سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

که څه هم په دې خبرو کې جنرال باجوه کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو پاکستاني چارواکي تر ډېره دا ډول نیوکې پر هند کوي.

دوی وايي، د هند استخباراتي اداره را په بلوچستان او نورو سیمو کې وسلوال د پاکستان پرضد پاروي.

خو نوی ډېلی پر اسلام اباد تور لګوي چې خپله خاوره کې یې داسې وسلوالو ډلو ته پنا ور کړې او ملاتړ یې کوي چې په هند په تېره هندي کشمیر کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

کله کله دوی دا هم وايي، چې افغان خاوره هم داسې وسلوال په تېره جماعت الاحرار ډله فعاله ده او قبایلي سیمو کې بریدونه کوي.

خو افغان حکومت دا ډول څرګندونې ردوي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان حکومت له څو کلونو راهیسې قبایلي سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات کوي.

د پاکستان پوځ په راجګل دره کې د خیبر څلور په نوم عملیاتو بشپړولو سره له دې سیمې د توندلارو د بشړ پاکولو خبره کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې یې ۵۲ وسلوال وژلي او څلور تسلیم شوي دي.