پاکستان په خیبر قبایلي سیمه کې د داعش ضد عملیات پیل کړل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان امنیتي ځواکونه خیبر څلور د ردالفساد عملیاتو برخه بولي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د پاکستاني پوځ ویاند وايي، چې د قبایلي سیمې خیبر په راجګل کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد د خیبر څلور عملیات پیل کړل.

راجګل خورا سخته سیمه ده، چې ۲۵۰ کیلومتر مربع براخه ده او له ۱۲ تر ۱۴ زرو فوټو لوړ غرونه لري.

د پاکستان پوځي چارواکي دا عمليات په دغه هېواد کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اغېز غځېدا مخنيوي لپاره مهم بللي.

پاکستاني چارواکو تل دا خبره رد کړې چې گواکې اسلامي دولت نومې ډلې دې په دغه هېواد کې دننه ځالې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه تېرو دوو کلونو په پاکستان کې د ځینې بريدونو پړه همدې ډلې په غاړه اخيستې.

خو اوس پاکستانى پوځ وايي په خيبر ايجنسۍ کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې د اورپکو پر وړاندې پراخ عمليات پيل کړي.

د پوځ وياند تورنجنرال غفور وايي، په دې وروستيو کې اسلامې دولت نومې ډلې ډيورنډ کرښې سره نژدې د خېبر ايجنسۍ په راجګل کې خپل شتون پراخ کړى.

له افغان حکومت غوښتنه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تورنجنرال غفور له افغان حکومت هیله لرِي چې د عملیاتو له سیمې سره د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته دوی هم د وسلوالو د تښتېدلو مخنیوی وکړي.

جنرال غفور وايي دا به غوره وي چې افغان حکومت د عملياتو سيمې ته نژدې د ډيورند کرښې افغان غاړې ته د اوښتونکو اورپکو مخنيوى وکړي:

"اوسمهال هغه مرسته چې دوى(افغان حکومت) یې موږ سره کولى شي دا ده چې زموږ د عملياتو د سيمې په بله غاړه کې ځواکونه ځاى پر ځاى کړي، په دې توگه د هغو ترهگرو مخنيوى وکړي چې افغانستان ته تښتي. دا د گډو عملياتو په مفهوم دي. دا په دې مانا نه ده چې نور ځواکونه دې زموږ خاورې ته واوړي، هېڅکله نه. تراوسه ټول عمليات په خپله پاکستاني ځواکونو کړي."

د خېبر څلور په نوم دغه عمليات د پاکستان په لر او بر کې د ردالفساد په نامه د روانو عملياتو برخه ده.

د رد الفساد په نامه عملیات تېره فبروري وروسته له هغه پيل شول چې په پاکستان کې اورپکو يو لړ بريدونه وکړل.

دې عملیاتو سخت غبرګونونه هم وپارول او منتقدينو يې ادعا کوله چې په کې تر ډېره پښتانه او افغانان په نښه کېږي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان تل په خپله خاوره کې د اسلامي دولت ډلې شتون رداوه، خو اوس وايي، دا ډله د رېښو غځولو هڅه کوي.