د ناټو سرمشریزه؛ ځینو اروپايي غړو یې د روسیې مقابلې لپاره نوي ګامونه اعلان کړل

په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په درېیمه او وروستۍ ورځ اروپايي هېوادونو په دې لویه وچه کې د روسیې د مخکې تګ مقابلې لپاره یو شمېر ګامونه اعلان کړل.

فرانسې، جرمني، ایټالیا او پولنډ وویل داسې ځمکني کروز توغندي به جوړ کړي چې له پنځه سوه کيلومترو ډېر واټن وويشتی شي.

رومانیا، بلغاریا او یونان داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له پولو يې د ځواکونو او وسلو د چټک خوځېدو لاره هواره کړي.

د اوکرايين ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي په سیمه کې حالت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې وباله او یو ځل بیا یې د هوايي دفاعي سیستمونو ته د خپل هېواد اړتیا یاده کړه.

هغه د ناټو له سرمنشي سره په ګډه خبري غونډه کې له خپلو لویدیزو متحدو هېوادونو وغوښتل چې اوکرایین ته د ورکړو وسلو پر کارولو لګولي محدودیتونه لېرې کړي.

ښاغلي زېلېنسکي وایي چې اوکرایین د جګړې ګټلو لپاره اړ دی چې په روسیه کې اهداف په نښه کړي.

نوموړي وویل "که موږ غواړو بریالي شو، که غواړو وپایېږو او خپل هېواد وساتو او دفاع يې وکړو نو د ټولو محدودیتونو لېرې کېدو ته اړتیا لرو. ما په دې اړه له خپلو همکارانو سره خبرې وکړې لکه د برېتانیا له مشر، د امریکا له ولسمشر او وزیر او ټولو سره".

د امریکا ولسمشر بیا په یوه خبري غونډه کې وویل چې اوکرایین ته یې دا اجازه ورکړې چې په لنډمهال کې امریکایي وسلې په روسیه کې هم پر اهدافو د برید لپاره وکاروي، خو لازمه ده چې په دې برخه کې تکتیکي پرېکړې وشي.

دا پرمختګونه داسې مهال دي، چې مسکو بیا اوکرایین ته د نورو پوځي مرستو ورکړې ته توند غبرګون ښودلی او دا يې د روسیې ملي امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

واشنګټن کې د ناټو دا سرمشریزه چې د دغې پوځي ټلوالې له ۷۵ کلیزې سره برابره وه، د جو بایډن په کوربتوب جوړه شوې وه.

خو په دې غونډو کې پر ولسمشر بایډن له دې امله هم تمرکز ډېر و چې دی د خپلو دیموکراتانو لخوا هم تر فشار لاندې دی چې د عمر او روغتیا په اړه د اندېښنو په خاطر د ولسمشرۍ له سیالۍ څنګ ته شي.

له نوموړي په وروستۍ خبري ناسته کې هم لفظي تېروتنې وشوې او په دريځ يې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ولسمشر پوتین معرفي کړ.

هغه وویل "او اوس غواړم د اوکرایین ولسمشر ته چې جرأت او اراده لري بلنه ورکړم. ښاغلو او اغلو ولسمشر پوتین (چکچک) ولسمشر پوتین تاسو به ولسمشر پوتین ته ما ته ورکړئ – ولسمشر زېلېنسکي. په هر حال، زه د ولسمشر پوتین پر ماتولو ډېر متمرکز یم او په اړه يې اندېښمن یم".

په خپله خبري غونډه کې يې هم یو ځای په تېروتنې سره خپله مرستیاله کماله هرېس ټرامپ وبلله.

یو اتیا کلن بایډن دا اوس د ولسمشرۍ ټاکنو کې د کمپاین په منډو ترړو بوخت دی او څه موده وړاندې د ولسمشرۍ له بل نوماند ډونالډ ټرامپ سره په لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې کمزوری برېښیدلی او له هغې راهیسې پرې فشارونه لا ډېرېږي چې له سیالۍ څنګ ته شي.

خو له دې ټولو سره سره هغه روښانه کړه چې له سیالۍ نه وځي.

نوموړي تازه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې روغتیا یې ښه ده او تر ټولو غوره نوماند دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته ماته ورکړي.