ناټو د اوکرایین غړیتوب لپاره د 'نه بدلېدونکې لارې' ژمنه وکړه

ناټو په واشنګټن کې د دغه پوځي اتحاد د سرمشریزې په دویمه ورځ تائید کړه چې دوی به د هغه څه ملاتړ وکړي چې د غړیتوب لپاره یې د اوکرایین "نه بدلېدونکې لاره" بللې ده.

د دې ټلوالې د ۳۲ غړو هېوادونو سرمشریزې که له یوې خوا ټینګار وکړ چې ځان د جګړې لوری نه جوړوي، خو بل خوا یې اوکرایین ته د څلوېښت مېلیاردو ډالرو په اندازه د نوې پوځي مرستې اعلان وکړ.

د ناټو تلونکي سرمنشي 'یانس سټولټنبرګ' له اوکرایین سره د روزنې او لوجیستیک په برخه کې ملاتړ لپاره نور ګامونه هم اعلان کړل او ویې ویل چې یوازې د لوېدیزو هېوادونو لخوا د کیېف لپاره معتبر او دوامداره ملاتړ به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قانع کړي چې نشي برلاسه کېدی.

هغه وویل "ناټو په غړو هېوادونو کې د اوکرايني ځواکونو روزنه او اسانچاري همغږې کوي، دا اوکرایین ته د مرستو ورکړه پلانوي او تنظیموي او دغه راز ورته وسایل هم لېږي او رغوي. موږ به د اوکرایین وسله والو ځواکونو د پراختیا اوږدمهال ملاتړ هم وکړو. خو دا به ناټو د جګړې یو اړخ نه کړي بلکې له اوکرایین سره به مرسته وکړي چې د ځان د دفاع حق عملي کړي."

د ناټو د غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پوځي مرستې او روزنې همغږۍ لپاره په یوه نوي مرکز سلا شوي چې دا به د دې ټلوالې او اوکرایین ترمنځ اړیکي لا ژور کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د غړو هېوادونو او اوکرایین ترمنځ دا ډول ژمنې په ناټو کې د اوکرایین غړيتوب ته د "پله" رول ولوبوي.

ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تائید کړه چې اېف-۱۶ جنګي‌ جېټ الوتکې د ډنمارک او نیدرلنډز له لارې اوکراییني‌ ځواکونو ته پر لاره دي.

دا به لومړی ځل وي چې اوکرایین دغه پرمختللې الوتکې تر لاسه کوي، هغه څه چې کیېف يې له دې وړاندې بیا بیا غوښتنه کړې.

ښاغلي بلېنکن ویلي چې دا الوتکې به همدا روان اوړی وکارېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم دې سرمشریزې ته وربلل شوی و.

هغه پر امریکايي چارواکو او سیاستوالیو سربېره د برېتانیا له نوي لومړي وزیر کيير سټارمر او همدا راز د ناټو د غړو له نورو مشرانو سره لیدلي دي.

کيير سټارمر ولسمشر زېلېنسکي ته ویلي چې په لندن کې د حکومت له بدلېدو سره سره به اوکرایین ته د دوی په ملاتړ کې کوم بدلون رانشي.

د ناټو مشرانو هیله لرله چې د دې اونۍ سرمشریزه به داسې فرصت شي چې اوکرایین ته په یوه خوله ملاتړ برابر کړي.

که څه هم د اوکرایین تمه ښايي دا وه چې په ناټو کې به غړيتوب لپاره روښانه عمومي نښې ورکړل شي.

د ناټو د سږنۍ سرمشریزې بحثونه د روسیې او چین تر منځ د مخ پر ودې اړیکو له اړخه پر هغه ګواښ هم تمرکز دي، چې ناټو يې د روسیې جګړې ته تېل ورکول ګڼي.

هاخوا روسیه هم د ناټو د سږ کال سرمشریزه چې د دغه سازمان له ۷۵یمې کلیزې سره برابره شوې، په غور څاري.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف بي بي سي ته ویلي وو چې دا ټلواله په ډاګه وايي چې غواړي د جګړې په ډګر کې روسیې ته ستراتیژیکه ماته ورکړي.