تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د ناټو ادعا رد کړې چې ګواکې روسیې سره مرسته کوي د اوکرايين جګړه دوامداره وساتي
د ناټو سازمان ۷۵یمه سرمشریزه چې په واشنګټن کې روانه ده، ډېر تمرکز یې پر اوکرایین دی خو هلته د جګړې په غځېدا کې د چین رول ته هم اشاره شوې ده. هغه څه چې د بېجینګ توند غبرګون یې را پارولی دی.
د ناټو سازمان د خپلې سرمشریزې په دویمه ورځ خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چین د اوکراین په جګړه کې د روسیې پر "پرېکنده ځواکمنوونکي" بدل شوی دی.
د ناټو د دغو څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیان ژیان له ناټو غوښتي، د نورو له تورنولو لاس واخلي.
ښاغلي ژیان ویلي، "موږ له ناټو غواړو د دې پر ځای چې پړه پر نورو واچوي، د کړکېچ اصلي لاملونو او خپلو کړنو ته انعکاس ورکړي. د نړیوالې ټولنې عادلانه غږ ته دې په دقت سره غوږ ونیسي او د وضعیت د ارامولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي."
ښاغلي ژیان زیاته کړې چې په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې اعلامیه د اسیا - ارام سمندر سیمه کې د لانجو په تړاو "له مبالغې، د سړې جګړې له ذهنیت، جګړهییزو بیانونو او د چین په اړه یې محتوا له تعصب، سپکاوي او پارولو څخه ډکه وه چې موږ یې په کلکه غندو او مخالفت یې کوو."
امریکا اوکرايين ته جنګي جېټ الوتکې ورکوي
د ناټو سازمان په ګډه اعلامیه کې چې د دغه سازمان د مشر ین سټولتنبرګ له خوا وړاندې شوه، راغلي چې غړو هېوادونو یې راتلونکی کال لږ تر لږه له اوکرایین سره د څلوېښت میلیارد ډالرو پوځي تجهیزاتو مرستې ژمنه کړې ده.
ښاغلي سټولتنبرګ همدا رنګه اوکرایین سره د ځواکونو د روزنې او لوجیستکي برخو کې هم خپل ملاتړ ته اشاره وکړه خو ټینګار یې وکړ چې ناټو سازمان به د اوکرایین د جګړې اړخ نه کړي.
هغه زیاته کړه، د لوېدیځو هېوادونو دوامداره ملاتړ به ولسمشر پوتین قانع کړي چې برلاسی کېدای نه شي.
ښاغلي سټولتنبرګ وویل، "موږ په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې ناټو د اوکرایین د لا رانږدې کولو لپاره نور ګامونه واخلي. لکه څنګه چې اوکرایین اړینو اصلاحاتو ته ادامه ور کوي، موږ به یې په ناټو سازمان کې د غړیتوب د نه بدلېدونکې لارې ملاتړ وکړو. اوس چې موږ څه کوو دا تضمینوي چې اوکرایین به په مناسب وخت کې له ځنډ پرته له ناټو سره یو ځای شي."
د ناټو د غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پوځي مرستې او روزنې همغږۍ لپاره د یوه نوي مرکز په جوړولو سلا شوي چې دا به د دې ټلوالې او اوکرایین ترمنځ اړیکې لا ژورې کړي.
اعلامیه کاږي، د ناټو د غړو هېوادونو او اوکرایین ترمنځ دا ډول ژمنې به په ناټو کې د اوکرایین غړيتوب ته د "پله" رول ولوبوي.
د اوکرایین ولسمشر "ولودیمیر زېلېنسکي" هم دې سرمشریزې ته وربلل شوی و.
ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم تایید کړه چې اېف-۱۶ جنګي جېټ الوتکې د ډنمارک او نیدرلنډز له لارې اوکراییني ځواکونو ته پر لاره دي.
دا به لومړی ځل وي چې اوکرایین دغه پرمختللې الوتکې تر لاسه کوي، هغه څه چې "کیېف" يې له دې وړاندې بیا بیا غوښتنه کړې.
ښاغلي بلېنکن ویلي چې دا الوتکې به همدا روان اوړی وکارېږي.