ایران ښايي د ملګرو ملتونو له اټومي څارونکې ادارې سره همکاري وځنډوي - دا ولې مهمه ده

د IAEA عمومي رییس رافیل ګروسي (دویم کیڼ اړخ ته) په ویانا کې د اتریش له چانسلرې سره ولیدل چې په ایران کې د وروستیو پېښو له کبله د اندېښنو په اړه بحث وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د IAEA عمومي رییس رافیل ګروسي (دویم کیڼ اړخ ته) په ویانا کې د اتریش له چانسلرې سره ولیدل چې په ایران کې د وروستیو پېښو له کبله د اندېښنو په اړه بحث وکړي.
    • Author, بي‌بي‌سي‌ نیوز، فارسي

د ایران پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې به د ملګرو ملتونو له اټومي څارونکې ادارې (IAEA) سره همکاري ځنډوي، د دې اقدام دلیل د ایران د اټومي بنسټونو پر ضد د امریکا او اسرائيلو وروستي هوايي بریدونه بلل شوي دي.

دا اقدام له IAEA سره کړکېچ لا زیاتوي او ښايي د ایران د اټومي پروګرام د نړیوال څار لپاره یوه لویه خلا رامنځ ته کړي.

یاده لایحه به - چې د چهارشنبې په ورځ تصویب شوه - د IAEA د کارکوونکو تفتیشونه، څارنې (نظارت) او راپور ورکول له خنډ سره مخامخ کړي.

که څه هم دا لایحه لا هم د ایران د ملي امنیت د عالي شورا وروستي تائید ته اړتیا لري، خو دا د تهران د اټومي پروګرام په سیاست کې د پام وړ بدلون نښه ده.

د پارلمان د یوې کمېټې ویاند ابراهیم رضایي وویل دا اقدام د ایران د حاکمیت د ټینګولو او د هغه څه پر ضد د غبرګون په توګه ترسره کېږي چې نوموړي یې "سیاسي شوې اداره" وبلله.

خو دا لایحه د ایران لپاره د یوې معاملې وسیله هم کېدای شي، په ځانګړې توګه ځکه چې له لوېدیځ سره د نوې ډيپلوماټیکې اړیکې نښې ښکاري او ولسمشر پزشکيان هم له امریکا سره د اټومي خبرو د بیا پیل تمایل ښودلی دی.

ولې اوس؟

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د ۱۲ ورځو هوايي جګړه کې د امریکا او اسرائيلي ځواکونو د ایران څو اټومي تاسیسات، لکه فردو، نطنز او اصفهان په نښه کړل.

ایران هم د اسرائیل او د قطر پر یوه امریکايي اډه د توغندیز په توغولو غبرګون وښود.

د ایران د پارلمان دا اقدام په پراخ ډول د دغو بریدونو او همداراز د IAEA د یوې وروستۍ پرېکړې پر ضد سیاسي غبرګون ګڼل شوی، هغه پرېکړه چې ایران یې د اټومي نه خپرېدو تړون څخه په سرغړونې تورن کړ.

یاده پرېکړه یوازې یوه ورځ له هغه مخکې شوې وه چې اسرائيلو هوايي بریدونه پیل کړل او د ایران لوړپوړي چارواکي باور لري چې دې پرېکړې بریدونو ته لاره هواره کړه.

IAEA په ایران کې څه کوي؟

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مفتشین (دویم-درېیم لاس) او ایراني تخنیکران په ۲۰۱۴ کال کې د نطنز اټومي تاسیساتو کې

د عکس سرچینه، IRNA/AFP via Getty

د عکس تشریح، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مفتشین (دویم-درېیم لاس) او ایراني تخنیکران په ۲۰۱۴ کال کې د نطنز اټومي تاسیساتو کې

IAEA له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهیسې د ایران د اټومي پروګرام څارنه کوي.

په ۲۰۱۵ کې، ایران له شپږو نړیوالو قدرتونو (امریکا، برېتانیا، فرانسه، چین، روسیه او جرمني) سره یوه اوږدمهاله هوکړه وکړه چې له مخې به ایران خپل یورانیم محدودو غني کولو ته وړاندې کوي او د بندیزونو لیرې کولو په بدل کې به پراخ نړیوال تفتیشونه مني.

خو په ۲۰۱۸ کې، ډونلډ ټرمپ امریکا له دې هوکړې وایستله او بندیزونه یې بیا ولګول. له هغه وروسته ایران هم ورو ورو د هوکړې ځینې برخې له پامه وغورځولې:

  • د یورانیمو غنمو کچه یې لوړه کړه
  • د نړیوالو پلټونکو لاسرسی یې محدود کړ
  • او ان د IAEA ځینې څارونکې کمرې یې بندې کړې

که څه هم IAEA لا هم بنسټیز تفتیشونه جاري وساتل، خو دا کار یې د لږو وسایلو او محدودو معلوماتو سره کاوه، ځکه ایران د اټومي نه خپرېدو د نړیوال تړون (NPT) غړی پاتې شوی دی.

تر جګړې مخکې، IAEA پلټونکي لا هم په ایران کې وو. وروستی تائید شوی راپور ښيي چې ایران له ۴۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر یورانیم تر ۶۰٪ خالصوالي پورې غني کړی، دا کچه که څه هم د وسلو د جوړولو له پله لږه ده، خو له فني لحاظه تر هغه ډېره نژدې ده او له ملکي استفادې لوړه ده.

د ۲۰۲۵ د جون پر ۱۲مه، د IAEA بورډ پرېکړه وکړه چې ایران یې د NPT د ژمنو په نه پوره کولو تورن کړ، لکه:

  • مهمو تاسیساتو ته د لاسرسي نه ورکول
  • د اعلان نه شوو ځایونو کې د یورانیمو د نښو نه توضیح
  • او د څارنې کچې کمول

له ۳۵ غړو هېوادونو څخه ۱۹ - په کې امریکا، برېتانیا، فرانسه او جرمني شامل وو - د دې پرېکړې ملاتړ وکړ. درېیو هېوادونو – روسیه، چین او بورکینا فاسو – یې مخالفت وکړ.

ایران دا اقدام "سیاسي" وباله او یوازې یوه ورځ وروسته اسرائيلي بریدونه د ایران پر څو اټومي تاسیساتو پیل شول.

نو، ایا دوه‌ګونی معیار شته؟

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د زاپوریزیا اټومي بټۍ کې د جګړې پر مهال اور ولګېد، چې نړیواله اندېښنه یې راوپاروله.

د عکس سرچینه، Anadolu/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د زاپوریزیا اټومي بټۍ کې د جګړې پر مهال اور ولګېد، چې نړیواله اندېښنه یې راوپاروله.

ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان (IAEA) له هغه چلند ناخوښ دی، چې دوی یې نابرابر او دوه‌مخی بولي.

په ۲۰۲۲ کال کې چې کله روسي ځواکونو د اوکرایین زاپورېژیا اټومي بټۍ ونیوله، د IAEA عمومي مشر رافایل ګروسي ژر خبرداری ورکړ او مسکو یې تورن کړ چې "له اور سره لوبې کوي."

خو د وروستیو بریدونو پر مهال، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو وشول، ګروسي نه د اسرايیلو نوم واخیست او نه د امریکا، بلکې یوازې یې عمومي خبرداری ورکړ چې هېڅ یوه خوا باید اټومي تاسیساتو هدف ونه ګرځوي.

ګروسي روانه اونۍ په یوه مرکه کې له CNN سره د خپل دې دریځ داسې ننګه وکړه:

"زما دنده دا نه ده چې پړه پر یو لور واچوم، بلکې د خوندیتوب تدابیر وساتم او د پېښو مخه ونیسم. ما تل خبرداری ورکړی چې هېڅ اټومي مرکز باید د برید هدف نه وي."

د ایران او اسرايیلو ترمنځ له اوربند وروسته، ګروسي د خبرو وړاندیز کړی.

هغه پر اېکس لیکلي : "له IAEA سره د همکارۍ بیا پیلول د یو بریالي ډیپلوماټیک توافق لپاره اړین دی."

"ما وړاندیز کړی چې له بهرنیو چارو وزیر عراقچي سره ژر تر ژره ووینم."

IAEA ویلي، د جګړې پر مهال یې پلټونکي لا هم په ایران کې موجود وو، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې د تایید کارونه ځنډولي وو. اوس وایي چمتو دي چې بېرته سایټونو ته ستانه شي.

د IAEA د بېړنۍ ستنېدنې غوښتنه

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په جدي توګه غواړي چې مفتشین یې بېرته د ایران د اټومي تاسیساتو په تېره اصفهان کې فعالیت پیل کړي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په جدي توګه غواړي چې مفتشین یې بېرته د ایران د اټومي تاسیساتو په تېره اصفهان کې فعالیت پیل کړي

د چهارشنبې په ورځ په اتریش کې، د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي وویل "زما لومړیتوب دا دی" چې د IAEA پلټونکي بېرته د ایران اټومي تاسیساتو ته واستول شي – په ځانګړې توګه هغه درې غني‌کوونکي مرکزونه چې د جون پر ۱۳مه د هوايي بریدونو هدف وګرځېدل.

هدف دا دی چې د بریدونو زیان وارزوي او د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو وضعیت تائید کړي.

کله چې له ګروسي وپوښتل شول د ایران د ۶۰٪ غني شوي یورانیم برخلیک څه شو، هغه وویل چې تهران ورته د جون پر ۱۳مه یو لیک استولی و، چې پکې لیکل شوي:

  • ایران به "ځانګړي اقدامات" وکړي چې اټومي مواد او تجهیزات خوندي وساتي.
  • خو ګروسي زیاته کړه چې لیک ډېر مبهم و او توضیحات یې نه وو ورکړي.

هغه وویل: "هغوی وضاحت ورنه کړ چې دا اقدامات څه دي، خو څرګنده ده چې مقصد دا و. موږ اټکل کولی شو چې مواد لا هم هلته شته."

په بله مانا، د IAEA مشر باور لري چې د ایران غني شوي یورانیم احتمالاً له بریدونو خوندي پاتې شوي دي.

په یوه جلا غونډه کې چې د IAEA د مشرانو بورډ وکړه، ګروسي تائید کړه چې د فردو او نطنز په اټومي مرکزونو کې:

  • په سیمه ییزه کچه راډیواکټیو او کیمیاوي خپرونې شوي دي
  • خو د سایټونو له سرحدونو بهر کومه وړانګه نه ده ثبت شوې

هغه جدي خبرداری ورکړ:

"پر اټومي تاسیساتو برید باید هېڅکله ونه‌شي، ځکه دا د وړانګې د فاجعې جدي خطر لري."

که ایران له IAEA سره هر ډول همکاري بنده کړي، نو نړیواله ټولنه به له یوه خورا حساس اټومي پروګرامه د ریښتیني وخت څارنې وسه له لاسه ورکړي.

لوېدیځ ډیپلوماټان خبرداری ورکوي چې دا به تر ټولو جدي کړکېچ وي چې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې نظام ته له ۲۰۰۳ راهیسې پېښېږي – هغه کال چې شمالي کوریا له IAEA ووتله.

راتلونکی اوس پر دوو مهمو پرېکړو پورې تړلی دی: ایا ایراني چارواکي به دغه قانون عملي کړي؟ او ایا د ګروسي هڅې به تر هغه وړاندې چې د څارنې سیستم په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي، د ډیپلوماټیک باور بیارغونه وکړای شي؟