د ایران پر اټومي تاسیساتو د بمبارۍ خطرونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ربېکا مورال، الیسن فرانسېس، وېکټوریا ګېل
- دنده, د بی بي سي علمي څانګې خبریالان
اسرائیل د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي، خو تر ډېره یې پام د یورانیمو د غني کولو پر ځمکلاندې مرکزونو ورټول و.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په وینا، د ایران مرکز کې د نطنز تاسیسات په جدي ډول زیانمن شوي دي.
د یورانیمو د غني کولو یو بل مرکز چې «فردو» نومېږي د غره په داسې ژورو کې جوړ شوی چې د له منځه وړلو لپاره یې تر ځمکې لاندې د پیاوړو ویجاړوونکو بمونو کارولو ته اړتیا ده. دا هغه وسله ده چې دمګړۍ د امریکا د وسلو په زېرمه کې شته.
د فردو بمبارۍ خطرونه څه دي؟
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پر اټومي بنسټونو دغه بریدونه د "ژورې اندېښنې" وړ بللي دي.
د دوشنبې په ورځ، د یادې ادارې مشر رافایل ګروسي وویل: "که پوځي جګړه زور واخلي، دا به د راډیواکتیف یا وړانګو د خپرېدو امکان لوړ کړي، چې د خلکو او چاپېریال لپاره به جدي پایلې ولري."
د یورانیمو د غني کولو مرکزونه د یو ډول ځانګړو یورانیمو یا ایزوتوپ د تولید لپاره کارول کېږي.
پروفیسر پېډي رېګن چې د بریتانیا د سرې پوهنتون استاد او د فزیک ملي لابراتوار څانګې څېړونکی دی وايي: "تاسو له کانه دوه ډوله یورانیم راباسئ، یو یې د ۲۳۸ یوراینم دي چې ۹۹.۳٪ یورانیم لري او بل یې بیا ۰.۷٪ یورانیم دي چې په ۱۵۰ اټومونو کې یو اټوم لري. دا ۲۳۵ یورانیم دي او دا هغه څه دي چې تاسو ورته په خپله اټومي بټۍ کې اړتیا لرئ. "
د انرژۍ چاودنه
په حقیقت کې د اټومي یورانیمو غني کول د ۲۳۵ یورانیمو د کچې د زیاتوالي په مانا دی.
پروفیسور رېګن زیاتوي: "د دې کار لپاره هغه یورانیم چې د ګاز په بڼه اوښتي سانتریفیوژ یا هغه ماشین ته اچول کېږي او په کې څرخېږي چې یورانیم سره بېلوي.
د ۲۳۸ یورانیم د ۲۳۵ هغو پرتله درانده دي نو د سانتریفیوژ ماشین کې له څرخېدو سره بیا له یو بله بېلېږي او دا کار څو ځله د دې لپاره تکرارېږي چې د یورانیمو د پاکېدو یا غني کېدو کچه لوړه کړي."
په عام ډول اټومي بټۍ د داسې کابو شوي اټومي غبرګون د رامنځته کولو لپاره، چې د اړتیا وړانرژي تولید کړي د شاوخوا ۳ نه تر ۵ سلنه غني شويو یورانیمو ته اړتیا لري.
خو که موخه د اټومي وسلو جوړول وي، نو د ۲۳۵ یورانیمو خورا لوړې کچې ته اړتیا ده، مانا ۹۰ سلنه یورانیم.
په اصل کې هر څومره چې یورانیم ډېرغني کېږي، هومره د اټومونو د چاودنې د انرژۍ کچه لوړېږي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې(IAEA) له مخې، ایران تر ۶۰٪ یورانیم غني کړي او دا ښيي چې د وسلو د جوړولو کچې ته نږدې شوی دی.
که چېرې دغه مواد په سم ډول ساتل شوي وي او یو توغندی د غني شویو یورانیمو زېرمه په نښه کړي نو نشي کولی د فوکوشیما یا چرنوبېل په څېر د "اټومي ناورین" د رامنځته کېدو لامل شي.
خو په اصل کې که سره پرتله شي نو یو یې هم دومره خطرناک نه دی چې چاودنه یې کومه جدي چاپېریالي ککړتیا رامنځته کړي."
هغه زیاتوي: "موږ تر ډېره د هغه څه په اړه اندېښمن یوو چې د اټومي وېش محصول یې بولي. دا هغه مواد دي چې یورانیم په کې په بټۍ کې او یا هم د چاودنې پر مهال سره یو ځای کېږي. لکه د سیزیم راډیواکټیف، د سټرونسیوم راډیواکټیف او د ید راډیواکټیف او دا هماغه مواد دي چې چاپېریالي ککړتیا رامنځته کوي."
په ورته وخت کې، کله چې نه د یورانیمو د غني کېدو مرکزونو کې کوم ډول اټومي غبرګون پېښېږي او نه هم پر توغندي د نښه کېدو پر وخت کوم غبرګون نه رامنځته کېږي نو پر دغو مرکزونو برید د راډیواکټيف یا وړانګو د خپرېدو د خطر لامل هم نه کېږي.
خو ښايي د بم چاودنې له کبله د غني شویو یورانیمو د زېرمې په شاوخوا سیمه کې یورانیم خپور شي.
سیمهییز خطر
د نطنز تر بمبارۍ وروسته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د چاودنې په سیمه کې د راډیواکټیف ککړتیا نښې نښانې وموندلې، خو ویې ویل چې له سیمې بهر د راډیواکټيف کچه نه ده بدله شوې او لا هم په عادي ډول پاتې ده.
پروفیسور کلیر کورکیل چې د برېسټول پوهنتون د راډیواکتیف پاتې شونو سمبالولو چارو متخصصه ده وايي: "د یورانیمو په اړه... په اصل کې یې وړانګې ډېرو لیرې سیمو ته نه خپرېږي."
خو په ورته وخت کې یې ویلي، هغو کسانو ته چې سیمې ته نږدې دي د تنفس یا خوراک له لارې یو خطر شته.
پروفبسور کورکیل ویلي: ''خلک غواړي له ناروغۍ مخینوی وکړي او هېڅوک نه غواړي د یورانیمو کوچنۍ ټوټې تنفس کړي او یا یې وخوري، ځکه د یورانیمو دا ذرې کولی شي په حجرو، سږو یا معده کې ایسارې شي، او ورو ورو د راډیواکټیف پر بڼې واوړي، او دا بیا د انسان بدن ته د تاوان رسولو لامل کېږي.''
د راډیواکټيف ککړتیا سربېره، له کیمیاوي موادو سره نږدېکت هم د هغو کسانو لپاره ستونزمن تمامېدی شي چې سیمې ته نږدې وي.
پروفیسور سایمن مېډلبرګ چې په بنګور پوهنتون کې د هستوي موادو متخصص دی وایي: "که سانتریفیوژنونه یا د یورانیمو د بېلېدو ماشین د یورانیمو د هیګزا فلوراید په نامه ګاز خوشی کړي، یو جدي کیمیاوي خطر به رامنځته شي."
هغه زیاتوي: "که دا ګاز له لندبل سره یو ځای شي، ښايي داسې پیاوړي اسید یا زهري مواد جوړ کړي، چې په ریښتیا هم سوځوونکي او هم ویجاړوونکي وي."
خو په ورته وخت کې دی ټینګار کوي چې ''د دې کار خطر به د سیمې نږدې چاپېریال پورې محدود وي.''
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي د دوی د پېښو او بیړنیو حالاتو څانګه شپه او ورځ فعالیت کوي او ورسره به د ایران د اټومي بنسټونو د وضعیت او په مرکزونو کې د وړانګو د اغېز څار ته دوام ورکړي.








