د کډوالۍ نړیوال سازمان: په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغانان په زور له پاکستانه ایستل شوي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) وايي، په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغانان په زور له پاکستانه ایستل شوي دي. ای‌او‌اېم ویلي، دا کورنۍ په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنېږي چې "هېڅ" نه لري او "بېړنیو" مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې خپل مخ دې بلې خوا ته نه اړوي. دا کورنۍ صبر نه شي کولی."

د ای‌او‌اېم اجرائيوي مرستیاله موتیا ازورا ماسکن وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته ورستنېږي او په وینا یې، "په دوی کې له ګڼو سره یې ډېر لږ څه ورسره وي او نه پوهېږي چې په راتلونکي کې به څه ورپېښېږي. "

اغلې ماسکن زیاتوي چې د روانې اپرېل میاشتې له څلورمې نېټې راهیسې افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی چې تر ډېره ماشومان او مېرمنې دي او "دوی ستړي، وېرېدلي او خورا زیانمنونکي دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د ای‌او‌اېم د اټکل له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له کبله به یو اعشاریه شپږ میلیونه بې اسناده افغان کډوال او په پاکستان کې د افغانستان د تابعیت کارت (اې‌‌سي‌سي) لرونکي کسان اغېزمن شي.

د یادولو ده چې دغه سازمان وړمه ورځ (اپرېل ۱۵مه) ویلي وو چې له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستنې له نوې څپې سره یې شاوخوا یو میلیون راستنېدونکو افغانانو ته مرستې برابرې کړې دي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې دا مرستې هغو افغانانو ته چمتو شوې چې له پاکستان او ایرانه راستانه شوي او شمېر یې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې په چټکۍ سره لوړ شوی دی.

په کابل کې د 'جې‌سي‌سي' غونډه

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، پرون (چهارشنبه) په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمېټې یا 'جې‌سي‌سي' په نامه په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ مشترکه غونډه شوې. طالبان وايي، په دې ناسته کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اسانتیاوو رامنځ ته کېدو په اړه خبرې کېږي.

دا د JCC اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځل په اسلام اباد او یو ځل به کابل کې ترسره کېږي. په دې کې به د ډیورنډ "فرضي کرښې" په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو په رامنځته کېدو خبرې وشي.

د ارشیف انځور

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad

څو ورځې وړاندې، د طالبانو حکومت ویلي وو، چې له راستنېدونکو کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او یا ترې د سامانونو او د کورنیو د غړو د ایسارولو ستونزې يې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان سفارت له چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني سره له افغان کډوالو سره د پاکستاني ادارو د چلند په اړه خبرې کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خپل وینا پاڼه کې ښاغلي متقي "د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله او د دې وضعیت د تغیر غوښتنه یې وکړه."

له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي یو شمېر کډوال وايي، هغه کډوال چې د کورنیو غړي یا د کور سامان ترې ګرځول شوي وي د بیا ستنېدو پر مهال د ملګرو ملتونو له هغه ملاتړه هم بې برخې کېږي چې راستنېدونکو کورنیو ته یې ورکوي. له بي بي سي سره خبرو کې یوه ستانه شوي افغان ویلي "کله چې ته د کور سامان ونه لرې، څوک باور نه کوي چې زه دې له کډوالۍ راغلی یم او بیا هغه پیسې او امکانات نه راکوي."

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورځ تر بلې چټکېږي، چې په لړ کې یې د اپرېل له لومړۍ تر ۱۲ نېټې له ۳۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي. یوازې د اپرېل پر ۱۲مه ۶۵۴۳ کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي.

خلیلزاد له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو کې د داعش لېږد په اړه اندېښنه ښودلې

زلمی خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خلیلزاد له دې څرګندونو دوې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر لندن کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو افغانستان ته غوره مشوره دا ده چې هغوی دې "ژر تر ژره جنګیالي ډلې مهار کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي".

کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان له سفر سره همهاله، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې ښايي پاکستان د کډوالو د ایستلو تر چتر لاندې د (اسلامي دولت) نومې 'داعش' ډلې ترهګر افغانستان ته ولېږي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۱۶مه) پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي: "باخبره خلک وايي، دوی دا اندېښنه لري چې ښايي د پاکستان اداره د افغان کډوالو له ایستلو افغانستان ته د (داعش) ترهګرو د لېږد لپاره ګټه واخلي. زه هم همدا اندېښنه لرم."

د خلیلزاد له دې څرګندونو دوې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر لندن کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو افغانستان ته غوره مشوره دا ده چې هغوی دې "ژر تر ژره جنګیالي ډلې مهار کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي".

نوموړي ادعا کړې وه چې د پاکستان تحریک طالبان، داعش (خراسان) او نورې ترهګرې ډلې له افغانستانه پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

پاکستاني چارواکو او افغانستان کې د طالبانو حکومت تل په خپله خاوره کې د داعش حضور رد کړی دی.

د طالبانو ویندویانو تل ویلي چې پاکستان دې پخپله خاوره کې د امنیتي ټیکاو نه راتلو او د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان نه اچوي.

پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې له پیله زرګونه افغان کډوال ایستلي او دا لړۍ لا هم دوام لري. دغه هېواد د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ هم پیل کړې چې د افغان سټیزن کارډ یا اې‌سي‌سي کارډونه لري.

د ۲۰۲۳ کال نومبر کې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړی و، چې شاوخوا اته سوه زره افغان کډوال پخپله خوښه یا د اسلام اباد لخوا په زور ایستل شوي وو.

د روان کال فبرورۍ مياشت کې د پاکستان مرکزي حکومت کابينې يوه غونډه کې پرېکړه کړې چي د اپرېل له لومړۍ نېټې به افغان سېټېزن کارت لرونکي او د جولاي له لومړۍ به (پروف اف رجسټريشن) یا د ثبت کارت لرونکي هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

له ایرانه د افغانانو راستنېدنه

د کډوالو په چارو کې دغه سازمان وايي، "په ټولیز ډول، د ۲۰۲۳ له سپتمبر د ۲۰۲۵ تر اپرېله له پاکستان او ایرانه له ۲،۴۳ میلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال راستانه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کډوالو په چارو کې دغه سازمان وايي، "په ټولیز ډول، د ۲۰۲۳ له سپتمبر د ۲۰۲۵ تر اپرېله له پاکستان او ایرانه له ۲،۴۳ میلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال راستانه شوي

په ورته وخت کې ای‌اواېم وايي، له ایرانه راستنېدنې هم د ۲۰۲۳ کال په پای کې لوړې پاتې شوې او تر ۲۰۲۴ پورې یې دوام درلود. د ایران چارواکو هم اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې به د کډوالو ایستل لا زیات کړي.

د کډوالو په چارو کې دغه سازمان وايي، "په ټولیز ډول، د ۲۰۲۳ له سپتمبر د ۲۰۲۵ تر اپرېله له پاکستان او ایرانه له ۲،۴۳ میلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال راستانه شوي چې په دوی کې له نیمایي ډېر -۵۴ سلنه - جبراً ایستل شوي. ای‌اواېم له ۱٬۰۰۳٬۵۶۳ دغو راستنېدونکو سره د عاجلو بشري اړتیاوو پر بنسټ مرسته کړې ده".

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د کډوالو نړیوال سازمان د مشرې مِي‌هاینګ پارک له خولې ویل شوي: "یو میلیون کسانو ته د مرستې رسېدل د ای‌اواېم او زموږ د همکارو ادارو ظرفیت څرګندوي او همدا راز زموږ پر دې ژمنتیا ټینګار کوي چې له هغو افغانانو سره مرسته وکړو چې بېرته داسې هېواد ته راستنېږي چې هلته ډېر لږ امکانات یا هېڅ هم نه لري".

هغې زیاته کړې ده: "له پاکستانه د راستنېدو د نوې پراخې څپې په پیل سره، د داخل هېواد اړتیاوې - هم په سرحدونو کې او هم د بېرته راستنېدو په سیمو کې - په چټکۍ لوړېږي".

ای‌اواېم او د دې همکارې ادارې په پای کې یو ځل بیا له ټولو هېوادونو غوښتي تر هغو د افغانانو جبري ایستل ودرول شي، چې د داوطلبانه او خوندي بېرته ستنیدو لپاره لازم شرایط ورته برابرېږي.