امريکا د شپږ زره بهرنيو محصلينو ويزې لغوه کړې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت بي بي سي ته ويلي چې د امریکا له قوانينو د سرغړونې او د ويزو له مودې د زيات وخت پاتې کېدو له کبله له شپږ زره ډېرو نړيوالو محصلينو ويزې لغوه شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې د دې سرغړونو ډېری برخه فزيکي بريد، د نشې په حالت کې موټر چلول، غلا او د "ترهګرۍ ملاتړ" شامل دي.
دا ګام داسې مهال اخيستل کېږي چې د ټرمپ اداره د کډوالۍ او نړيوالو زده کوونکو پر وړاندې خپلو سختو پاليسيو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي شاخوا ۴۰۰۰ ويزې د امریکا قوانينو د سرغړونې له کبله لغوه شوې دي.
د کډوالۍ د قانون د درېیمې مادې له مخې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ويزې د ترهګريز فعاليت له کبله لغوه شې دي.
د سږ کال په پيل کې د ټرمپ ادارې د نړيوالو زده کوونکو لپاره د انټرويو مهالوېش بند کړ. په جون مياشت کې کله چې دا پروسه بېرته پيل شوه له ټولو وغوښتل شول چې د لا زياتې څېړنې په موخه د خپلو ټولنيزو رسنيو حسابونه عام کړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې پلټنه کې به د "امریکا د وګړو، کلتور، حکومت، ادارو يا بنسټيزو اصولو" پر ضد نښي وګوري.
همدا ډول د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ته لارښوونه شوې وه چې د هغو اشخاصو څارنه وکړي چې د بهرنيو ترهګرو ملاتړ کوي، مرسته ورسره کوي، پلوي يې کوي يا د ملي امنيت لپاره نور ګواښونه جوړوي او يا هم د "يهود ضد ځورونې يا تاوتریخوالي مرتکب کېږي."
که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي ډول دا نه دي تشریح کړي چې "د ترهګرۍ ملاتړ" څه معنی لري خو د ټرمپ ادارې ځینې زده کوونکي چې د فلسطینيانو ملاتړ او د غزې جګړې پر ضد يې لاريون کړی و له دې امله په نښه کړي وو چې ادعا يې کوله د "یهودانو ضد" چلند یې څرګند کړی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير په مې میاشت کې ويلي وو چې چې اټکل کوي له جنورۍ مياشتې راهيسې د محصلينو زرګونه ويزې لغوه شوې دی.
نوموړي د مې پر ۲۰ مه وويل، "زه د وروستي شمېر په اړه خبر نه یم... موږ به د هغو کسانو ويزې لغوه کړو چې دلته د مېلمنو په توګه راغلي خو زموږ د لوړو زدکړو مرکزونه ګډوډوي".
ډېموکراتانو د ټرمپ ادارې د دې هڅې مخالفت کړی دی.
د بهرنيو محصلينو د شمېر په اړه د يوې ادارې اوپن ډورز په وينا په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ تعليمي کال کې له ۲۱۰ هېوادونو څخه له ۱۰۱ ميلون ډېر محصلين په امريکايي پوهنتونونو کې شامل شوي وو.
د روان کال د مې په مياشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې دغه هېواد د چینايي زدکوونکو د ویزو لغوه کول پيلوي.
ښاغلي روبیو پرخپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې د هغو زدکوونکو او محصلانو ویزې به هم ناچله اعلان شي چې د چین کمونیستي ګوند سره اړیکې لري او یا چې په ځینو ډېرو مهمو برخو کې پر زدکړو بوخت دي.
ده همدا راز ویلي چې په راتلونکي کې به د هغو کسانو غوښتنلیکونه په دقت څارل کېږي چې له چین او هانګ کانګه امریکا ته د ورتلو ویزې غواړي.
د شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۲۸۰ زره چینايي زدکوونکي په امریکا کې پر زدکړو بوخت وو. د دغه هېواد پوهنتونونو ته د نوملیکنه کوونکو نړیوالو محصلانو په ډله کې ډېر شمېر یې د چينايي زدکوونکو و چې په دې وروستیو کې کمی پکې تر سترګو شوی دی.











