د هند غوره لیګ د ۲۰۲۶ سیالیو کې کوم افغان لوبغاړي لوبېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ څلور لوبغاړی راشد خان، عظمت الله عمرزی، اې اېم غضنفر او نور احمد لکڼوال د هند کرېکټ غوره لیګ (پرېمير لیګ) د ۲۰۲۶ کال سياليو لپاره خپلو لوبډلو ساتلي دي
خو پنځه نور افغان لوبغاړي کریم جنت، مجيب الرحمان ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل او فضل الحق فاروقي خپلو لوبډلو نه دي ساتلي. دوی ښايي ځانونه بولۍ ته وړاندې کړي.
د افغانستان سپېنر يا ورو توپ اچوونکی راشد خان چې دا مهال د کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوریزو بالرانو درجه بندۍ کې دویم ځای لري او له ۲۰۱۷ کال راهيسې یې تر دې مهال د هند غوره لیګ ټولې ۱۵۸ وېکټې اخيستې د ګوجرات ټايټنز لوبډلې ساتلی دی.
د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال چې له ۲۰۲۳ کال راهيسې د هند غوره لیګ کې لوبېږي د چنای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره یې ټولې ۴۸ وېکټې اخيستې او له همدې لوبډلې سره پاتې شوی دی. د هند غوره لیګ د تېر کال سياليو کې یې د ۲۴ وېکټو په اخيستو سره له ورون چکرورتي وروسته دويم ځای خپل کړی و.
د افغانستان الرونډر عظمت الله عمرزی بيا د پنجاب کېنګز لوبډلې ساتلی. نوموړی له تېرو دوو کلونو راهيسې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي او تر دې مهاله یې ۱۲ وېکټې اخيستې او ۹۹ منډې یې کړې دي.
د هند غوره ليګ لپاره د لوبغاړو بولۍ د روان کال د ډسمبر پر ۱۶ په ابوظبي کې ترسره کېږي. ټول ۷۷ ځايونه خالي دي چې په دې کې ۳۱ د بهرنيو لوبغاړو لپاره هم دي.
د ۲۰۲۶ کال د هند غوره ليګ د پيل نېټه لا نه ده اعلان شوې. تېر کال د رويل چلنجرز بنګلورو دغه سيالي ګټلې او د پنجاب سوپر کېنګز لوبډلې دويم ځای خپل کړی و.
د ۲۰۲۶ کال هند غوره لیګ لپاره ساتل شوی افغان لوبغاړي
ګوجرات ټايټنز: راشد خان
پنجاب کېنګز: عظمت الله عمرزی
چنای سوپر کېنګز: نور احمد لکڼوال
ممبی انډينز: اې اېم غنضفر
د ۲۰۲۶ کال هند غوره ليګ ته د ټولو ساتل شويو لوبغاړو نوملړ

د عکس سرچینه، Getty Images
چنای سوپر کېنګز: مهېندار سېنګ دهوني، روتراج ګايکواډ، سنجو سمسن (تبادله کړی)، نېتن اېلېس، نور احمد لکڼوال، ډېوالډ برېوېس
دېلي کپېټلز: کولديپ يادو، کې اېل راهول، اکسر پټېل، ټرېسټن سټبز، مچل سټارک
ګوجرات ټايټنز: راشد خان، شبمن ګېل، محمد سراج، واشنګټن سوندر، کګيسو رباډا، ګلېن فېلېپس
کولکته نايټ رايډرز: ورون چکراورتي، رومن پاول، سونيل نارين
لکنو سوپر چاينټس: رېشب پنت، محمد شامي (تبادله کړی)، اېډن مارکرم، نېکولاس پورن، متيو بريټزکي، مېچل مارش
ممبی انډينز: سوریا کومار يادو، جسپريت بومرا، هاردېک پانډيا، روهېت شرما، تېلک ورما، شاردول ټاکور (تبادله کړی)، مېچل سټنر، شرفېن رترفورډ (تبادله کړی)، کوربن باش، ټرېنټ بولټ، راين ريکلټن
پنجاب کېنګز: شرياس ايير، ارشديپ سېنګ، پربسېمران سېنګ، مېچ اوين، عظمت الله عمرزی، لاکي فرګوسن، زيور باټلېټ، مارکو ينسن، مارکوس سټاينېس
راجستان رايلز: يشاسوي جېسوال، روېندرا جډېجا (تبادله کړی)، دهرو جوېل، ويابهور سوريونشي، کوېنا ماپاکا، شېمرن هېټماير، لهون پرېټرويس، نانډرې برګر
رويل چلېنجرز بنګلور: وېراټ کوهلي، رجت پټېدار، بهونېشور کومار، ټېم ډېوېډ، نوان توشارا، جاش هېزل ووډ، رونايو شېپرډ
سنرايزر حيدراباد: ابيشېک شرما، اېشان کېشن، هرشل پټېل، ټرېوېس هېډ، کمېنډو مېنډېس، ايشان ملېنګا، پټ کمېنس، هېنرېک کلاسن
د ۲۰۲۶ کال له ای پي اېل وړاندې پرېښودل شوي لوبغاړي
چنای سوپر کېنګز: ډېون کانوای، رچن روېندرا، ديپک هوډا
ډېلي کپيټلز: فاف ډوپلسي، جېګ فرېزر
ګوجرات ټايټنز: داسون شناکا، جېرالډ کوټزي، کريم جنت
کولکته نايټ رايډرز: انډرې رسل، انرېچ نوکيا، معين علي، کوېنټن ډي کاک، رحمان الله ګوربز، پېنسر جانسن، وېنکټېش ایير
لکنو سوپر چاينټس: ډېوېډ مېلر، روي بشنوی، اکاش ديپ، شمار جوزېف
ممبی انډینز: بيون جېکبز، کرن شرما، ليزاډ وېليمز، مجيب الرحمان ځدراڼ، رېس ټوپلي
پنجاب کېنګز: ګلېن مکسوېل، جاس اېنګلېس، ارون هارډي، کايل جېميسن
راجستان رويلز: فضل الحق فاروقي، مهېش تېکشنا، ونېنډو هسرنګا
رويل چلېنجرز بنلګورو: ليم لېونګسټن، لونګي اېنګېډي، مینک اګروال
سنرايزر حيدر اباد: ويان مولډر، اډم زمپا، راهول چهار




