په قطر کې د غزې اوربند خبرې داسې حال کې پیل شوې، چې نتنیاهو واشنګټن ته ځي

نتنیاهو

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیل او حماس پلاويو په قطر کې د اوربند په تړاو د خبرو یو غیرمستقیم پړاو په داسې حال کې پیل کړی، چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته ځي.

نتنیاهو وايي، فکر کوي چې د دوشنبې پر ورځ به یې له ولسمشر ټرمپ سره ناسته د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو او د غزې اوربند هڅو پرمختګ کې مرسته وکړي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال سباستین عشیر په خپل رپوټ کې د بنیامن نتنیاهو له قوله وايي، خپل پلاوي ته یې څرګنده لارښوونه کړې، چې د هغو شرایطو په چوکاټ کې چې اسرائیل منلي، د اوربند هوکړه وکړي.

حماس ویلي، دوی د اوربند وروستي وړاندیز ته په مثبته جذبه ځواب ویلی، خو داسې ښکاري چې د اوربند یوې هوکړې ته رسېدو کې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ واټن شته چې باید له منځه یووړل شي.

داسې ښکاري چې حماس لا هم پر هغو شرایطو ټینګار کوي چې مخکې یې هم درلودل، په ځانګړې توګه د هر ډول اوربند له پای ته رسېدو وروسته د شخړو ختمېدو تضمین او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتلو غوښتنه.

نتنیاهو حکومت مخکې دغه غوښتنې رد کړې وې.

دغه راز د اسرائیل په دریځ کې هم ډېرو بدلون نه ښکاري. نتنیاهو امریکا ته د تګ پر مهال وویل چې لا هم د ده په خبره دریو موخو ته ژمن دی: "د ټولو مړو او ژوندیو یرغمل شویو کسانو خوشي کېدل او بېرته ستنېدل او د مړیو سپارل، د حماس وړتیاوو له منځه وړل او دا ډاډ ترلاسه کول چې غزه به بیا د اسرائیل لپاره ګواښ نه جوړوي."

قطري او مصري مرکچیان به ځکه له سخت ماموریت سره مخامخ وي، چې دا ډول خنډونه اوربند پخوانیو هڅو له ناکامۍ سره هم تړلي وو، چې په مارچ میاشت کې پای ته رسېدلې وې.

له هغه راهیسې اسرائیل پر حماس بیا سخت بریدونه پیل کړي، او په ورته مهال یې غزې ته د مرستو پر داخلېدو د ۱۱ اونیو لپاره محدودیتونه لګولي وو، چې دا وروستیو کې یو څه نرم شوي دي.

د نتنیاهو دفتر څه ویلي؟

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، که څه هم حماس د منځګړو هېوادونو قطر، امریکا او مصر له خوا وړاندې شوې طرحه کې 'نه منونکي' بدلونونه غوښتې، خو اسرائیلو دا بلنه منلې او د قطر په ناسته کې ګډون کوي.

حماس د جمعې په شپه وویل، دوی ۶۰ ورځني اوربند ته 'مثبت ځواب' ورکړی او خبرو ته چمتو دي.

فلسطیني چارواکي ویلي چې له خبرو اترو وړاندې د حماس یو شرط دا دی، چې که د اوربند په اړه خبرې ناکامې هم شي، جګړه به بېرته نه پیلېږي او د همدې ضمانت یې غوښتی.

په غزه کې، د حماس تر ولکې لاندې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله ۸۰ تنه وژل شوي چې جسدونه یې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د شنبې په ورځ، خان یونس ښار ته څېرمه د یوه روغتون د راپور له مخې، په المواسي سیمه کې پر خیمو د بمبار له امله ۷ کسان وژل شوي چې یو ډاکټر او د هغه درې ماشومان په کې شامل دي.

له بلې خوا، په غزه کې د بشري مرستو یوې لانجمنې ادارې چې د امریکا او اسرائیلو پر مالي ملاتړ چلېږي، ویلي چې دوه امریکايي کارکوونکي یې د خان یونس سیمې پر مرکز د لاسي بم په برید کې ټپیان شوي دي.

اسرائیل او امریکا د دې برید پړه پر حماس اچولې خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شنبې ناوخته، د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر په یوه وینا کې وویل،

"هغه بدلونونه چې حماس یې د اوربند په وړاندیز کې غواړي، اسرائیل یې نه مني."

وینا زیاته کړه،

"د وضعیت د ارزونې له مخې، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو امر کړی چې د (نا مخامخ) خبرو بلنه ومنل شي او د خپلو اسیرانو د ستنولو هڅې دوام ومومي. د قطر وړاندیز مو د همدې لپاره منلی دی. د مذاکراتو ډله به سبا سفر وکړي."

له دې مخکې، یو اسرائیلي چارواکي ځايي رسنیو ته ویلي وو، "د حماس په غبرګون کې څه شته."

له وضعیته داسې ښکاري چې منځګړي به د دوحې په نامستقیمو خبرو کې د پاتې اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره ډېره خواري وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې له نږدې څاري او هغه په دې وروستیو ورځو کې د یوې هوکړې د کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ، مخکې له دې چې د حماس د غبرګون په اړه معلومات ترلاسه کړي، ویلي وو، دا 'ښه' ده چې حماس مثبت ځواب ورکړی. همدا راز یې وویل، "راتلونکې اوونۍ د غزې د هوکړې امکان شته."

ټاکل شوې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو سره وویني. تمه ده هغه د یو لوی پرمختګ د هوکړې اعلان وکړي.

د سیاسي مشرانو د لانجمنو خبرو ترڅنګ، د اسرائیلي او فلسطیني اسیرانو کورنۍ هم یو ځل بیا له اندېښنو سره انتظار باسي.

د شنبې په شپه، په تل‌ابيب کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو. دوی د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د تلپاتې اوربند غوښتنه کوله.

له ویناوالو یو هم یحیی یهود و چې لور یې اربېل یهود د تېر اوربند پر مهال خوشې شوې وه. هغه اوربند هم ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې کړی و خو اسرائیلو مات کړ.

هغه وویل، "ولسمشر ټرمپ، مننه چې زموږ اربېل مو بېرته راوسته. موږ ټول عمر ستاسو پوروړي یوو. مه درېږه، مهرباني وکړه یو وار بیا هماغسې وکړه."

د وړاندیز له مخې، داسې ښکاري چې منځګړي به د دې ضمانت ورکوي چې له لومړۍ ورځې به جدي خبرې پیلېږي او که اړتیا شوه، اوربند به غځول کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د سه‌ شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر وویل چې اسرائیلو د ۶۰ ورځني اوربند لپاره اړین شرطونه منلي او په دې موده کې به دواړه خواوې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

تمه دا ده چې دا وار به د حماس له خوا د ۱۰ ژوندي اسرائیلي زندانیان په تدریجي ډول خوشي کړی شي. ترڅنګ به یې د ۱۸ نورو اسیرانو جسدونه هم ور وسپارل شي او په بدل کې به یې فلسطیني بندیان خوشې کېږي.

لا هم شاوخوا ۵۰ یرغمل په غزه کې ساتل کېږي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه ‌یې ژوندي ښودل کېږي.

د دغه اوربند یو وړاندیز دا هم دی چې د ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې به سمدستي غزې ته پوره مرستې ولیږدوي.

یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي، د جمعې په ورځ بی ‌بي‌ سي ته ویلي، حماس غوښتنه کړې چې مرستې باید یوازې د ملګرو ملتونو او د هغوی د شریکانو له خوا ووېشل شي او د غزې د بشري مرستو په نوم نورې مرستندویه ادارې دې سمدستي وتړل شي.

د دغه چارواکي په وینا، حماس له سیمې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کړې ده.

تمه ده د امریکا له لوري په وړاندیز شوي اوربند کې، د غزې له ځینو برخو د اسرائیلي ځواکونو وتل هم شامل وي. خو د دغه چارواکي په خبره، حماس غواړي ځواکونه یې هغه سیمو ته بېرته وګرځي چې د تېر اوربند له ماتېدو مخکې په کې وو.

د هغه په خبره، حماس له امریکا دا ضمانت غوښتی چې که اوربند تلپاتې هم نه‌ شي، اسرائیل به هوايي او ځمکني بریدونه نه پیلوي.

د وړاندیز له مخې، داسې ښکاري چې منځګړي به د دې ضمانت ورکوي چې له لومړۍ ورځې به جدي خبرې پیلېږي او که اړتیا شوه، اوربند به غځول کېږي.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر پر جګړې ټینګار کړی او ویلي یې دي، تر هغه د جګړې پای ته رسېدل ناشوني دي، ترڅو ټول یرغمل خوشې شوي نه وي او د حماس نظامي او اداري وړتیا‌وې له منځه وړل شوي نه وي.

د نتنیاهو د کابینې یو توندلاري غړي هم د دغه وړاندیز مخالفت کړی.

د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګویر د شنبې په ورځ وویل،

"د اسیرانو د بېرته راوستلو یوازینۍ لاره دا ده چې غزه په بشپړ ډول ونیول شي، د اصطلاحاتي او بشري مرستو بهیر بشپړ ودرول شي او فلسطیني وګړي مهاجرت ته وهڅول شي."

اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې د برید په غبرګون کې پر غزې بریدونه پیل کړل، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ تنه اسیران شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه راهیسې لږ تر لږه ۵۷،۳۳۸ کسان په غزه کې وژل شوي دي.