ایا اوکرایین کې د اروپايي ځواکونو حضور د سولې له ټینګښت سره مرسته کولی شي؟

په داسې حال کې چې روسیه او امریکا په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو خبرې پیلوي، اروپايي مشران د دې د ډاډمنولو پر لارو چارو غږېږي چې هر ډول اوربند د دوامداره سولې لامل وګرځي.

خو پوځي شنونکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دې لړ کې سوله ساتی ماموریت تر هغو ټولو ماموریتونو ډېر ننګوونکی زبادېدای شي چې اروپايي ځواکونه ورسره په تېرو درېیو لسیزو کې مخامخ شوي دي.

تر هغې وروسته چې ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره یو نیم ساعته تیلیفوني خبرې وکړې او بیا یې وویل چې غواړي له نوموړي سره "احتمالآ په سعودي عربستان کې" وګوري، په کیېف او د امریکا په اروپایي متحدانو کې دا اندېښنې زیاتې شوې چې که د دوی له ښکېلتیا پرته کومه هوکړه کېږي، نو دا نويو جګړو یا د اروپا په لویه وچه کې راتلونکو شخړو ته لار هوارولی شي.‌

د بریتانیا لومړي وزیر سر کېیر سټارمر د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې "بریتانیا چمتو او لېواله ده" چې د سولې د یوه تړون د برخې په توګه اوکرایین ته خپل سرتېري واستوي چې د دغه هېواد د امنیت په ډاډمنېدو کې مرسته وکړي. دا نظر لومړی ځل یو کال مخکې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون شریک کړی و.

خو ښاغلي سټارمر د دوشنبې پر ورځ پاریس کې له خپلو اروپايي سیالانو سره تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته، چې د رپوټونو له مخې د دغه وړاندیز په تړاو پکې اختلافات راپورته شول، ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول تړون به "د متحدو ایالتونو ملاتړ" ته اړتیا ولري چې روسیه پر اوکرایین د نورو بریدونو له پیلولو راوګرځوي.

امریکا بیا له وړاندې اوکرایین ته د خپلو سرتېرو د لېږلو احتمال رد کړی او ټینګار کوي چې د دغه هېواد د امنیت د تضمین مسوولیت د اروپا پر غاړه دی. دې دا شکونه راپورته کړي چې ایا د امریکا له ښکېلتیا پرته د سوله ساتنې ماموریت دوام کولی شي که څنګه.

د بریتانیا د پوځي استخباراتو یوه پخواني افسر ډاکتر فرانک لېډویج چې په بوسنیا او کوسوو کې یې د ناټو په سوله ساتو ماموریتونو کې برخه اخیستې، بي‌بي‌سي ته ویلي، "دا مې حیرانوي چې [سوله‌ساتي ماموریت لپاره به] دا شمېر [سرتېري] له کومه راځي. بریتانیا یوه لوا استولی او هلته ساتلی شي، چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان به وي."

نوموړی زیاتوي: "موږ په بوسنیا کې، چې د اوکرایین شاوخوا لسمه برخه ده، ۶۰ زره سوله ساتي درلودل، چې د امریکایانو یوه لویه قطعه او پر درنو وسلو د سمبالو بریتانویانو یوه لویه ډله پکې شامله وه. د بریتانیا پوځ د هغه وخت پرتله نیمایي او پر وسله هم هغسې سمبال نه دی. "

ډاکتر لېډویج وايي، د سوله ساتو ځواکونو اندازې او تر هر څه مهمه د متحدو ایالتونو ساتنې د تېرو ماموریتونو بریالیتوب تضمین کړ.

نوموړی پخوانۍ یوګوسلاویا کې خپل ماموریت ته په اشارې زیاتوي‌ "هغوی، زموږ په ټولو سوله ساتو ماموریتونو کې له موږ وېرېدل او موږ له هېڅ شي وېره نه درلوده. موږ ډاډمن وو چې امریکایان مو ملاتړ کوي."

دی خبرداری ورکوي چې: "دا به له هغو ډېر خطرناک او له دوښمنۍ ډک چاپېریال وي چې موږ ورسره په بوسنیا او کوسوو کې مخامخ شوي یو. زما په ګومان ان له عراق یا افغانستانه هم."

فرانک لېډویج وايي، "موږ باید له دې پرته چې د ډرونونو پر وړاندې خوندیتوب لپاره د ښکېلتیا پیاوړي اصول ولرو او د ګومارل کېدونکو ځواکونو شمېر زموږ د سرتېرو خوندي ساتلو لپاره کافي نه وي، هلته سرتېري ځای پر ځای نه کړو. "

خو یو شمېر شننونکي، له دغو اندېښنو سره سره، ګام اخیستو لپاره د بریتانیا لیوالتیا ته د یوه پراخ اروپايي ګډون د محرک او کتلست په سترګه ګوري. په مسکو کې د برتانیا سفارت پخوانی پوځي اتشه جان فورمین پر دې باور دی چې د برتانیا مشرتابه کولی شي نور وهڅوي چې تعقیب یې کړي.

دی وايي: "بریتانیا ښايي تر ۱۰۰۰۰ پورې سرتېري اوکرایین ته واستوي. موږ باید دا ژمنه وکړو چې کمزوري اروپايي هېوادونه پکې برخه واخلي. "

دا روښانه نه ده چې له بریتانیا او فرانسې ورهاخوا به د ناټو نور کوم اروپايي غړي په سوله ساتو ځواکونو کې ګډون وکړي.

د جرمني چانسلر اولاف شولز د پاریس تر سرمشریزې وروسته وویل چې "اوس په بشپړه توګه له وخته مخکې او کاملآ غلط وخت دی چې دا بحث وشي."

خو د وخت په اړه د شولز نه لېوالتیا ښايي په جرمني کې د یکشنبې ورځې له راتلونکو ټاکنو او همدا راز تر دې دمه د سولې مذاکراتو له نامالوم حالته سرچینه اخلي.

ترکیې چې د ناټو د یوه غړي په توګه له متحدو ایالتونو راوروسته دویم لوی پوځ لري، تر اوسه پورې د دغه احتمالي ماموریت په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی. د اوکرایین ګاونډي پولنډ، چې د ناټو درېیم لوی پوځ لري، لا دمخه داسې ماموریت ته د خپلو ځواکونو استول رد کړي دي.

شنونکي اټکل کوي چې له دغو مهمو اړخونو پرته، د ناټو پاتې غړي په ګډه په اعظمي ډول تر ۳۰ زور سرتېري استولی شي. خوا دا شمېر له هغو سلګونو زرو ډېر کم دی چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي د دغه ماموریت لپاره به ورته اړتیا وي. ځینې استدلال کوي چې له اوکراییني ځواکونو سره چې مرکزي رول به لوبوي، د لومړۍ کرښې د مهمو برخو خوندي کول دا اړتیا کمولی شي.

سټارمر راتلونکې اونۍ له ډونلډ ټرمپ سره لیدو لپاره واشنګټن ته ځي او تمه کېږي چې د خپل پلان لپاره به ترې د ملاتړ غوښتنه وکړي. د امریکا ولسمشر ته د بهرنۍ پالیسۍ یو نږدې سلاکار فرېډ فلیټز د بي‌بي‌سي راډیو د ۴ چینل 'د نن ورځې پروګرام' ته وویل چې دا "ستاسو د لومړي وزیر لخوا یو ډېر سخاوتمندانه وړاندیز" دی او دا چې "یو فوق العاده شراکت" به وي.

بلخوا دا چې ایا روسیه به داسې یو اقدام زغمي که نه، یو جلا موضوع ده. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګېي لاوروف ویلي چې په اوکرایین کې به د ناټو له غړو هېوادونو څخه د بهرنیو ځواکونو ځای پرځای کول "د منلو نه وي"، ان که دغه ځواکونه تر نورو نومونو او بیرغونو لاندې هم فعالیت وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې مسکو به دغه ګام ته د ناټو د پراختیا د هڅې په سترګه وګوري، هغه څه چې پوتین پرې په اوکرایین خپل د پراخې کچې یرغل توجیه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونه د سولې له خبرو بهر پاتې دي او د روسیې او امریکا چارواکو لا دمخه له دوی پرته سره لیدلي دي.‌

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا اروپا دومره نفوذ لري چې متحد ایالتونه د دې پر اړتیا قانع کړي چې که په سعودي عربستان کې پر اوربند هوکړه کېږي، نو اوکرایین ته سوله ساتي ځواکونه واستوي.

لږترلږه تر اوسه خو روسیه د اروپا رول ته د جګړې د حل کولو پر ځای د هغې د اوږدولو په سترګه ګوري.

تکمیلي راپور پاریس کې د ډینیل ویټنبرګ لخوا.