واشنګټن کې له ډزو وروسته امریکا کې مېشتو افغانانو له ټرمپ د همکارۍ غوښتنه کړې ده

Afghan refugee girls watch a soccer match near where they are staying in the Village at the Ft. McCoy US Army base in 2021

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته لسګونه زره افغانان د کډوالۍ د ځانګړي خوندیتوب پروګرام په درشل کې امریکا ته ولاړل.
    • Author, جیمز فیټزجیرالډ
    • Author, محفوظ ذبیدي

په امریکا کې مېشتو افغانانو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي کې د "ډېر دردناک" مرګونی برید غندلی او ټینګار یې کړی چې بریدکوونکی ـ چې څلور کاله مخکې له افغانستانه امریکا ته تللی و - د دوی استازیتوب نه کوي.

د برید مشکوک ۲۹ کلن رحمان‌الله لکڼوال په هغه پروګرام کې امریکا ته تللی و چې په ۲۰۲۱ کې د امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته هغو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړی خوندیتوب ورکړ چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

د چهارشنبې په برید کې د ملي ګارډ یوه ۲۰ کلنه غړې سارا بېکسټروم له ټپي‌کېدا وروسته مړه شوه او د هغې ملګری ۲۴ کلن انډرو وولف هم د مرګ او ژوند ترمنځ حالت کې دی.

په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانانو د کډوالۍ د ټولو غوښتنلیکونو بهیر درولی او امر یې کړی چې د ۱۹ هېوادونو وګړو ته ورکړل شوي ګرین کارډونه دې وکتل شي او ویلي یې دي چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

په امریکا کې د افغان ټولنې ائتلاف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د "هر اړخیزې څېړنې" غوښتنه یې کړې، خو پر امریکا یې غږ کړی چې د افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه ونه ځنډوي یا یې ونه دروي.

د ائتلاف په بیان کې ویل شوي: "د شلو کلونو افغان ـ امریکایي شراکت باید هېر نه شي" ـ اشاره یې د دوو لسیزو هغو هڅو ته وه چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګولو او د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره پیل کړې وې.

په امریکا کې مېشتو افغانانو بي بي سي ته ویلي، د واشنګټن ډي‌سي برید په رښتیا وېرولي دي او ټینګار یې کړی چې دا یوازې یو فردي عمل دی.

د ځینو افغانانو نومونه له طالبانو د وېرې له کبله نه دي اخیستل شوي.

یو افغان چې د امریکا له وتلو وروسته امریکا ته تللی، د چهارشنبې پېښه "ډېر دردناک" برید وباله. هغه د پېښې وخت د شکرانې له ورځ مخکې او په واشنګټن ډي‌سي کې د "ډېر سیاسی حساس چاپېریال" په ترڅ کې یاد کړ.

خو هغه روښانه کړه چې ډزې یوازې د "یو فردي جرم" دی او د کومې ټولنې استازیتوب نه کوي.

هغه زیاته کړه: "په امریکا کې افغانان زحمتکش دي، مالیه ورکوونکي او د ټولنې فعاله غړي دي. هغوی په کابل کې د کړکېچ پرمهال د ایستلو بهیر کې د امریکا د هڅو منندوی دي".

په ۲۰۲۱ کال کې په زرګونو افغانان له هېواده د تېښتې په هڅه کې شول، ډېری یې د کابل له لارې، کله چې امریکا خپل سرتېري وایستل او طالبان راغلل بهر ته د تللو هوډ وکړ.

یوه پخواني پوځي قومندان چې ورسره یوځای یې له رحمان الله لکڼوال سره خدمت کړی و، بي بي سي ته وویل، د امریکايي چارواکو په وینا، د برید مشکوک ښاغلی لکڼوال په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره اړیکه لرله. هغه د کابل په هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال ساتنه کې له امریکا ځواکونو مرسته کړې وه.

یوه چارواکي د بي بي سي همکارې رسنۍ CBS نیوز ته وویل، هغه همدغه کال امریکا ته راغلی. هغه په ۲۰۲۴ کال کې د پناه غوښتنه وکړه او غوښتنه یې د سږ کال لومړیو کې منل شوې وه.

د ویډیو تشریح، ایف بي ای: مشکوک کس په افغانستان کې له 'ملګرو ځواکونو' سره اړیکې درلودې

یوه بل افغان، چې څلور کاله مخکې له افغانستانه له وتلو وروسته امریکا ته تللی، د چهارشنبې د ورځې ډزې "واقعاً ټکان ورکونکې" وبللې. هغه وویل چې د قربانیانو د کورنیو لپاره دعا کوي.

هغه شک وښود چې دا "یو فردي جرم دی چې د نورو له ملاتړ، ګډون یا همکارۍ پرته ترسره شوی" او ویې ویل چې دا برید "باید د ټولې ټولنې په نوم ونه ګڼل شي".

یو بل افغان چې په امریکا کې ژوند کوي او بي بي سي سره یې خبرې کړې، وویل چې ډزې د "ټولو کډوالو لپاره یوه ډېره ویجاړوونکې پېښه" وه او سیاسي غبرګون یې ډېر خلک په بې‌باورۍ او ناڅرګند حالت کې پرېښي دي.

هغه وویل چې وضعیت د خپل اصلي هېواد د ګواښونو له امله نور هم جدي ښکاري: "موږ افغانانو لپاره هم په افغانستان کې ستونزه ده او هم دلته".

د بشر حقونو یوې افغانې فعالې کریسټل بیات چې له ۲۰۲۱ وروسته امریکا ته راغلې، وویل سره له دې چې دایمي استوګنه یې ترلاسه کړې، بیا هم د امریکا د حکومت د ناڅاپي سیاست بدلون په اړه وېره لري، چې ممکن د افغان کډوالو منل بند کړي.

هغې د بي بي سي نړیوال سرویس "اوټسایډ سورس" پروګرام ته وویل: "زه هره ورځ وېره لرم، که سیاست بدل شي او موږ له دې ځایه وباسي؟".

بیات زیاته کړه: "هیله لرم ولسمشر ټرمپ خپله پرېکړه بدله کړي. د دې لپاره چې ټولې کډوالې ټولنې یا هغه کسان چې له امریکایانو سره په ګډه ولاړ وو، مجازاتول ډېر خطرناک دي."

هغې وویل لا هم کورنۍ په افغانستان کې په خطر کې دي، ځکه چې د وتلو دمخه یې د امریکا ملاتړ کړی و.

د ویډیو تشریح، ټرمپ د ملي ګارد غړې سارا بیکسټروم د مړینې اعلان وکړ