کله چې انګرېزانو اسونه په کښتۍ کې د ډالۍ په توګه رنجيت سېنګ ته ولېږل

د عکس سرچینه، Getty Images
په۱۸۳۱م کال کې د بریتانیا پاچا څلورم ویلیم، مهاراجه رنجیت سېنګ ته پنځه اسونه ډالۍ کړل. دغه ډالۍ د کښتۍ له لارې لاهور ته واستول شوه.
د دې کار موخه دا وه چې مالومه کړي: د سند او پنجاب نور سیندونه هم د کښتۍ چلولو لپاره کارېدلی شي که نه؟
دا جاسوسي ماموریت د کپتان الېکزانډر برنز په مشرۍ ترسره شو. د دغه بریتانیوي جاسوسي سفر یادونه د پیټر هاپکرک په مشهور کتاب لویه لوبه، د لوړې اسیا پټ استخبارات (The Great Game, Secret Service in High Asia) کې شوې ده.
پیټر لیکي: "کله چې دوی له کوچ سیمې د سند سیند ته داخل شول، نو پنځه میاشتې وروسته له آسونو سره لاهور ته ورسېدل. په دې سره، نو دوی ثابته کړه چې د سیند له لارې لاهور ته رسېدل ممکن دي."
وروسته انګرېزي افسرانو پلان جوړ کړ: که مهاراجه رنجیت سېنګ اجازه ورکړي، نو بریتانوي مالونه به له لاهوره د سړک له لارې افغانستان او ترکستان ته واستول شي.
دوې میاشتې وروسته الېکزانډر برنز د بریتانیوي راجه د اوړي پلازمېنې شِملې ته ولاړ. هغه راجه ته وویل: "ما ثابته کړه چې جنګي کښتۍ او د توکو وړونکې کښتۍ لاهور ته رسېدلی شي."

د عکس سرچینه، Punjab Digital Library
د پنجاب سیندونه – ستلج، راوي، چناب او جهلم ټول په پنجند کې سره یو ځای کېږي او بیا د مِټهن کوټ په سیمه کې د سند سیند سره ګډېږي، چې وروسته عربي سمندر ته ځي.
د بیاس سیند د ختیځ پنجاب په هریکه ځای کې ستلج ته ورګډېږي.
راځئ وګورو چې د پنجاب سیندونو د کارولو او بخاري بېړیو چلولو لپاره د انګریزانو پلان څه و؟ او ولې عملي نه شو؟
د رنجیت سېنګ او انګرېزانو تر منځ د سیندونو تړونونه
په ۱۸۳۲م کال کې د یوه تړون له مخې د بریتانوي راجه او د سیکانو راجه تر منځ سوداګریزي اړیکې ډېرې شوې او د سند او ستلج سیندونه د سوداګریزو لارو په توګه پرانیستل شول.
د تړون له مخې په مِټهن کوټ او هریکه کې د مالیې اخیستو ځایونه جوړ شول. سوداګرو ته د سیند د تېرېدو لپاره پاسپورټ اخیستل لازم وو، او دا پاسپورټونه د انګرېزانو یا د لاهور دربار له خوا د شرطونو له مخې ورکول کېدل.
په ۱۸۳۴م او بیا په ۱۸۳۹م کلونو کې په دې تړون کې بدلونونه را ویستل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجاب پر ټولو سيندونو د بخاري بېړيو چلولو هيله
کله چې پنجاب د انګرېزانو لاس ته ولوېد، نو د هغوی یوه موخه دا وه چې د سیندونو له لارې سوداګري زیاته کړي.
په ۱۹۳۰م کال کې د پنجاب حکومت يوه یادښت پاڼه خپره کړه چې نوم يې و: "د پنجاب حکومت د سمندري څانګې د فعالیتونو سروې يا په پنجاب کې د درياب له لارې سوداګري." دا پاڼه د هغو اسانتياوو په اړه وه، چې د بریتانوي حکومت له خوا د سمندر له لارې د سوداګرۍ لپاره برابرې شوې وې.
د دې پاڼې له مخې، د انسوس سيند لار د ۷ مې پېړۍ نه راپدېخوا کارېدله. دا لار نه يوازې مرکزي آسيا ته، بلکې شمالي اروپا او ټولې لوېديځې نړۍ ته د سوداګرۍ لپاره کارېدله.
انګرېزانو غوښتل چې سيندونه د سوداګرۍ او پوځي ګټو لپاره يوه ګتوره لاره وګرځوي. لکه د پنجاب نور سيندونه، انسوس هم د ښارونو تر منځ د شماله تر جنوبه د لارې دنده ترسره کوي.











