ستاسې د غاښونو برس له باکتریاوو ډک دی، ایا د بدلولو وخت یې رسېدلی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریچارډ ګرې
ستاسو د غاښونو برس له وړو میکروبونو ډک دی، دا لکه د میکروبونو یوه وړه نړۍ ده.
د دې غوړېدلي وېښتان د وچې دښتې بڼه لري، چې هره ورځ د اوبو په ورکولو(لندولو) سره یو لنډمهاله سیلاب پرې ورځي او دا د لمدې ځمکې په څېر د خوړو له موادو په یوه ډکه سیمه اوړي چې دا بیا میکروبونو ته لاره هواره وي.
د دې پلاستیکي نریو ډنډو یا تارونو ترمنځ د میلیونونو کوچنیو میکروبونو یوه نړۍ جوړېږي.
همدا اوس ستاسې د غاښونو برس شاوخوا له ۱ تر ۱۲ میلیونه پورې باکتریاوې او فنګسونه لري، چې دا بیا خپل ذات کې سلګونه بېلابېلو ډولونو پورې اړه لري او بې شمېره ویروسونه هم په کې دي.
دغه مایکرو ژوي (واړه ژوندي څېزونه چې په سترګو نه لیدل کېږي) ستاسو د برس په برسیرنو برخو کې بیالوژیکي ډلې یا کرښې جوړوي او یا هم د برس سولېدلو برخو او زړو وېښتانو یا هغه نري پلاستیکي تارونو کې ځای په ځای کېږي.
هره ورځ چې برس له اوبو، لعاب، د پوستکي له حجرو او د خوړو له وړو ذرو سره تماس پیدا کوي يا پرې لګېږي دا هر څه د دغو میکروبونو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابروي.
کله نا کله، نور میکروبونه هم د تشناب د فلش یا د کړکۍ د پرانیستل کېدو له لارې ورسره یوځای کېږي.
او تاسې هره ورځ دوه ځلې دا "خوندوره ترکیبي مایعې" خپلې خولې کې دننه کوئ نو اوس باید د خپلو غاښونو د برس پاکوالي په اړه اندېښنه وکړئ؟
دا هغه پوښتنه ده، چې له کلونو راهیسې یې د غاښونو ډاکټران او طبي کارپوهان اندېښمن کړي او هغوی یې هڅولي، چې وګوري زموږ په برسونو کې څه ډول ژوندي موجودات شته، هغوی څومره ګواښوونکي دي او څنګه باید خپل برسونه پاک وساتو.
دا میکروبونه له کومه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"د غاښونو پر برسونو میکروبونه په ټوله کې له درېیو سرچینو راټولېږي"
د جرمني د راین-وال پوهنتون د تطبیقي علومو مایکروبیولوژیست مارک-کېوین زین وايي، چې د غاښونو د برسونو میکروبي ککړتیا یې څېړلې ده.
هغه وايي: دا سرچینې د کاروونکي خوله، د هغه پوستکی، او هغه چاپېریال دی، چې برس پکې ساتل کېږي.
خو مخکې له دې، چې موږ یو نوی برس وکاروو، کېدای شي هغه لا دمخه خپل میکروبي ټولنه ولري کافي اندازه میکروب ولري.
په برازیل کې د پلورنځیو څخه اخیستل شویو د ۴۰ نویو برسونو یوې څېړنې وښودله، چې نیمايي یې لا دمخه د بېلابېلو باکتریاوو په ډولونو ککړ وو.
زموږ ډېر خلک برسونه په هماغه تشنابونو کې ساتي، چې هلته رفع حاجت کوي.
خو د نېکمرغۍ خبره دا ده، چې د کارېدلو برسونو پر سر موندل کېدونکي ډېر میکروبونه بې ضرره دي.
خو ډېری یې لکه څنګه، چې تمه کېږي، زموږ له خپلې خولې څخه وي.
هرځل، چې موږ برس خولې ته دننه کوو، نو د خولې میکروبونه، لکه: روتیا ډینوکاریوسا، سټریپټوکوکاسی مایټس او د ایکټینومیسیس باکتریاوې راټولوي، چې ټول په نورمال ډول زموږ د خولې بې ضرره اوسیدونکي دي.
ځینې له دغو مایکروبونو څخه، چې د برس پر وېښتانو او سر پورې نښتي وي، ان زموږ روغتیا ته ګټه هم رسوي، ځکه: د هغو نورو میکروبونو پر وړاندې مو ساتنه کوي، چې د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي.
خو د دوی منځ کې داسې "نا بلل شوي مېلمانه" هم شته، چې موږ ته زیان رسوي.
زیان رسوونکي باکتریاوې
د برازیل د ساو پالو پوهنتون د غاښونو د پوهنې پروفیسور وینیسیوس پېدرازي وایي:
"تر ټولو مهم یې سټریپټوکوکي او سټیفیلوکوکي میکروبونه دي، چې د غاښونو د خرابیدو لامل کېږي."
همدارنګه کولی شي زموږ په غاښونو کې د التهاب لامل شي، چې د پیریډونټل ناروغۍ په نوم پېژندل کېږي.
څیړونکو دا هم موندلې، هغه باکتریاوې او فنګسونه، چې په کارول شويو برسونو کې ژوند کوي، د دې ځای اصلي اوسیدونکې نه دي.
دا هغه ژوندي موجودات دي، چې معمولا د معدې انتاناتو او د خوړو زهرجن کیدو سره تړاو لري، لکه: ایسچریچیا کولی، سوډوموناس ایروګینوسا، او انټروباکټیریا.
مطالعاتو د کلیبسیلا نیومونیا په څېر ناروغۍ هم پېژندلې دي، چې له روغتون څخه ترلاسه شويو انتانات یې یو عام لامل دی. او کینډیډا خمیر یا فنګس، چې کولی شي د غاښونو برسونو کې د نورو فنګسونو لامل شي.
دغه میکروبونه له اوبو، چې موږ پرې برس وینځو، زموږ له لاسونو، او د چاپېریال له نورو برخو څخه راځي.
خو راځئ یو ځل داسې فکر وکړو، چې همدا چاپېریال ستاسې تشناب دی.
تشنابونه ګرم، لانده او رطوبت لرونکي ځایونه دي. په دوامدار ډول د اوبو له وړو څاڅکو (aerosols) څخه ډکېږي، هغه ذرې، چې کولی شي باکتریاوې او ویروسونه د هوا له لارې خپاره کړي.
زین وایي، دا هغه دلیل دی، چې د تشنابونو په دننه کې ساتل شوي برسونه ډېر ژر ککړېږي.
زموږ ډېر خلک په هماغه تشنابونو کې برسونه ساتي، چې هلته کمود (کیناراب) هم وي.
د خبرتیا په توګه، د راپور دغه برخه ښایي ستاسو په ذهن ښه و نه لګېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تشناب هوا
ستاسو تشنابونو کې که ټایلټ یا کمود وي نو سر فضا کې یې یو ډول هوا وي چې د کموډ له دننه څخه دا خپرېږي.
که تاسې کموډ نه لرئ او کناراب لرئ نو دا هوا له فاضله موادو تولېږدېږي او هغه فضا یې نیولې وي.
هر ځل چې تاسې د تشناب فلش وهئ د اوبو او فضلاتو کوچني څاڅکي تر ۱.۵ متره (۵ فټه ) پورې د هوا له لارې پورته الوزي.
له دې سره فضا ته داسې باکتریاوې او ویروسونه هم الوځي ، چې د زکام(انفلونزا)، کووېډ-۱۹ او د کانګو د ناروغۍ لامل کېږي.
که ستاسې د غاښونو برس تشناب ته نږدې کېښودل شي، نو ډېر امکان یې شته، چې د تشناب دا چاپیریالي کوچني څیزونه د برس پر وېښتانو کېني. هغه برس، چې وروسته یې تاسې خپلې خولې ته دننه کوئ.
د انتاني میکروبونو د مستقیم تنفس خطر د فلش کولو په شېبه کې زیات وي، نو کله چې فلش وهئ نو پر ټایلیټ یا کمود هغه سر یې کېږدئ بیا به فلش وهئ.
په ګډو تشنابونو کې دا ستونزه لا پراخه ده. په پوهنتون کې شوې یوې څېړنې وموندلې، چې د محصلینو د ګډو تشنابونو ۶۰ سلنه برسونه د فاضلاتو په باکتریاوو ککړ وو، او ډېر امکاني یې شته، چې د یو کس د برس میکروبونه له بل چا څخه راغلي وي.
خو اېريکا هارټمن، چې د امریکا د الینوای ایالت د نورث وېسټېرن پوهنتون د انجینرۍ مرستیاله استاد ده او دا څېړنه کوي، چې میکروبونه څنګه په واقعي چاپېریالونو کې ژوندي پاتې کېږي، دا باور نه لري، چې د تشناب "هوا" دومره د اندېښنې وړ وي، لکه: څومره چې ځینې خلک یې ګڼي.
د هغې خپلې کاري ډلې ته د الینوای د خلکو لخوا لېږل شوي ۳۴ برسونو کې دومره ډېر د فاضله موادو پورې اړوند باکتریاوې ونه موندلې، لکه څومره، چې تمه یې کیده.
هغه هغو څېړنو ته اشاره کوي، چې ښيي له کولمو سره تړلي ډېری میکروبونه له هوا سره د تماس پر مهال تر ډېر وخته ژوندي نه پاتې کیږي.
هغې وویل:"زه فکر نه کوم، چې ډېر خلک دې له خپل برس څخه ناروغه شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په هرحال، ځینې څېړنې ښیي، چې ویروسونه، لکه: انفلونزا او کورونا ویروس کولی شي د غاښونو په برسونو کې د څو ساعتونو لپاره او ان تر ۴۸ ساعتونو پورې ژوندي پاتې شي.
دا وضعیت د ناروغیو د خپرېدو یوه ممکنه لاره برابروي. له همدې امله د عامې روغتیا لارښوونه دا ده، چې خلک باید خپل د غاښونو برس له یو بل سره هېڅکله شریک نه کړي.
د عامې روغتیا ادارې دا سپارښتنه هم کوي، چې که برسونه یو ځای ساتل کېږي، باید یو بل سره ونه لګېږي. په ځانګړې توګه که د هغو برسونو څښتنان یو ځای نه اوسېږي.
خو هارټمن دا خبره د هغو خلکو لپاره دومره جدي نه ګڼي، چې یو ځای ژوند کوي.
هغې وویل:
"هغه کسان چې یو ځای ژوند کوي، د خولې ډېر میکروبونو یې سره شریک وي، نسبت هغو کسانو ته چې جلا ژوند کوي. زه شک لرم، چې دا میکروبي ګډوالۍ دې د برسونو د یو ځای ساتلو له امله وي، برعکس، دا ډېر امکان لري، چې د مچې (ښکلولو) یا نورو اړیکو له لارې انتقالېږي".
(د یادونې وړ ده، چې سپي یا پیشو لرونکي خلک هم ډېر وخت د خپلو حیواناتو سره یو شمېر ورته میکروبونه شریکوي.)
په حقیقت کې، ځینې هغه ویروسونه، چې پر برس موندل شوي، ښایي زموږ په ګټه هم کار وکړي.
هارټمن او د هغې ډلې موندلې، چې برسونه د باکتریوفاج په نوم د ویروسونو میشتې ټولنې لري، چې دا ویروسونه په انسان نه بلکې په باکتریاوو حمله کوي، او د هغوی شمېر تر کنټرول لاندې ساتي.
ګواښ یې څومره دی؟
په ډېرو مواردو کې د دغو ناروغیو پارونکو میکروبونو ګواښ ډېر کم دی، زین هم ورسره موافق دی، خو وایي، دا د هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ کېدای شي، چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي او ژر ناروغېږي.
د زین څېړنې، او ورته نورو مطالعاتو، چې د برسونو د باکتریاوو ډې اېن ای یې تحلیل کړې ورته معلومه شوې، چې لږ تر لږه د دغو باکتریاوو یوه برخه د انتي بیوتیکونو پر وړاندې د مقاومت جینونه لري.
دا پدې معنی ده، چې که دا باکتریاوې د ناروغۍ لامل شي، نو درملنه یې سخته وي.
خو زین زیاتوي، چې په خپله څېړنه کې دا جینونه "په نسبي ډول ټېته کچه" کې و او له همدې امله یوازې "د عامې روغتیا له نظره یوه منځنۍ یا لږه اندېښنه" وړاندې کوي.
په هر حال، د ایټالیا د محصلینو د ۵۰ برسونو یوې څېړنې وموندله، چې ټول برسونو د څو ډولو درملو پر وړاندې مقاومت کوونکي باکتریاوې درلودې.
ځینې برسونه له مخکې د میکروب ضد موادو سره جوړېږي، او د بازار موندنې له مخې داسې اعلانېږي، چې دا برس باکتریاوې کنټرولوي.
خو ډېری څېړنې ښيي، چې دا ډول درملیز مواد د برس پر میکروبونو د پام وړ اغېز نه کوي، او ان کېدای شي د انتي بیوتیک په وړاندې مقاومت کوونکي مواد پیدا کړي.
په حقیقت کې، که تاسې خپل برس له کارولو وروسته په مستقیم (نېغ) حالت کې د خونې په تودوخه کې وچېدو ته پرېږدئ، دا د میکروبونو د کمولو یوه ساده او مؤثره لار ده.
ډېری ویروسونه د انفلونزا او کورونا په ګډون د وچېدو پر مهال تجزیه کېږي او له منځه ځي.
هغه باکتریاوې، لکه: سټریپټوکوکس میوتانز، چې د غاښونو د خرابیدو لوی عامل دی، کولی شي تر اتو ساعتونو پورې د غاښونو د برس په ویښتو کې ژوندۍ پاتې شي خو له دولسو ساعتونو وروسته له منځه ځي.
د امریکا د غاښونو ټولنه او په دې وروستیو کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو روغتیايي مرکزونه هم سپارښتنه کوي، چې د غاښونو برس سرونه ونه پوښي یا یې په تړلو کانتینرونو کې ذخیره نه کړئ، ځکه: چې دا کولی شي د میکروبونو وده وهڅوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څنګه د خپلو غاښونو برس پاک کړو؟
د غاښونو برسونو د پاک کولو لپاره د حیرانونکي تخنیکونو یوه لړۍ شتون لري، لکه د ځانګړو شعاع په مرسته د برس وچول یا پاکول، له مایکرویف ګټه اخیستل او نورې لارې شته.
ځینې لږ اغېز لرونکي لارې هم شته، چې خپل برس د سر د ویښتانو وچونکي سره وچ کړئ یا د ویسکي په ګیلاس کې ډوب کړي.
مایکروېف ډېر وخت ګټور تمامېږي خو ګواښ یې دا دی، چې کېدای شي د برس ویښتان ویلې یا زیانمن کړي.
ستاسې د غاښونو کریم، چې ډېری وخت انټي میکروبي ځانګړتیا لري کولی شي د برس پر سر د میکروبونو شمېر راکم کړي.
په اوبو مینځل هم د باکتریاوو یوه برخه له منځه وړي، خو لا هم ډېرې باکتریاوې پاتې کېږي او وده کوي.
ځینې څېړونکي د ۱٪ سرکې (vinegar) محلول تر ټولو اغېزمن بولي، خو د برس خوند به لږ درته بېل ډول وي.
تاسې کولای شئ خپل برس په موت واش یا د خولې د پاکولو لپاره په ځانګړي مایع کې کېږدئ، برس له پنځو تر لسو دقیقو کې په دې مایع کې کېږدئ، دې سره مو د غاښو برس پاک کېږي.
خو ځینې نور څېړونکي یو بل لور ته روان دي. داسې د غاښو کریمونه جوړوي، چې د ښو باکتریاوو وده ډېره کړي.
زاړه برسونه، چې ویښتان یې خراب شوي وي، ډېرې باکتریاوې، مایع او مواد ساتي چې د هغوی د ودې سبب ګرځي.
له همدې امله د امریکا د غاښونو اتحادیه سپارښتنه کوي، چې برس باید هر درې میاشتې وروسته بدل شي او هغه کسان، چې د معافیت سیستم یې کمزوری دی، باید دا کار لا ډېر ژر وکړي.
د زېن څېړنې ښيي، چې د برس پر سر د باکتریاوو شمېر تر شاوخوا ۱۲ اونیو کارولو وروسته تر ټولو لوړ حد ته رسېږي.
ځینې څېړونکي اوس داسې د غاښو د مېنځلو کریم جوړوي، چې په حقیقت کې د باکتریاوو د ګټورې ودې هڅونه کوي.
دا ډول کریمونه هڅه کوي د ملګرو باکتریاوو وده ډېره کړي، هغه چې د خولې روغتیا ته ګټه رسوي.
زېن وايي: چې لا هم په دې برخه کې ډېره څېړنه پکار ده.
تر هغه وخته، تاسې دېته فکر وکړئ چې د غاښونو د برس بدلولو وخت رسیدلی یا نه او دا چې د غاښونو برس مو له تشنابه لېرې کړئ.











