څنګه د یوه جلا شوي مېړه په لاس د ښځې وژنه د اولادونو اړوند قانون د بدلون لامل شوه؟

    • Author, سارا ايزډېل
    • دنده, بي بي سي

د هغې مېرمنې کورنۍ چې خپل جلا شوي مېړه وژلې ده وايي چې خوشاله ده، د والدینو د حقونو په اړه د قانون بدلون به د دوی د لور په نوم واړول شي او په ترڅ کې به یې له قاتله پر اولادونو د کنټرول حق واخیستل شي.

جېډ وارډ ۲۷ کلنه او د بریتانیا د وېلز اړوند د شټن سيمې اوسېدونکې وه چې ترې بېل شوي مېړه رسل مارش په ۲۰۲۱ کال کې په خپل کور کې په چاقو ووهله، مرۍ يې ورخپه کړه او ویې وژله.

د وژل شوې ښځې مور وايي، خوشاله ده او پر هغو کسانو ویاړي چې د مور-پلار د حقونو او د اولادونو سرپرستۍ په اړه د قانون د بدلولو په کمپاین کې یې د دوی غږ بدرګه کړ او ښاغلی مارش لږ تر لږه په ۲۵ کلن بند محکوم شو.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک ویلي، تر دغه "بوږنوونکي جنایت" وروسته دا چاره یا د قانون بدلون مهم و.

په دغه هېواد کې د اوسني قانون له مخې له قاتلانو سره باید د هغو پرېکړو په اړه مشوره وشي چې ماشومان یې اغېزمنوي لکه د روغتیا، زدکړو او سفر اړوند چارې.

خو اوس رشي سوناک د بي بي سي د ګهيځ په خپرونه کې د دغه قانون د بدلولو خبره کړې او د "جېډ قانون" نوم یې ورکړی چې په وینا یې "یو تغیر به رامنځ ته کړي."

جېډ د وژل شوې ښځې نوم دی چې اوس یې دغه قانون هم په نوم نومول شوی.

ښاغلي سوناک ویلي، "خلک به دا بوږنوونکی جنایت له دې کبله په یاد وساتي او موږ به دا قانون بدل کړو"

دی زیاتوي، "داسې باید نه وي چې یو څوک دې د خپل ژوند ملګری/ملګرې ووژني خو بیا دې هم پر خپلو اولادونو حقونه ولري"

"وحشتناک احساس"

د جېډ وارډ مور یا د قاتل خواښې کارین رابېنسن وايي، "دا ډېر وحشتناک احساس و چې هغه لا هم دومره حقونه لري چې د خپل وکیل په خوله به یې پيغامونه رالېږل او ښکارول به یې چې هر څه اوس هم د ده په کنټرول کې دي"

اغلې رابېنسن زیاتوي، "زه پر هغه کس ویاړم چې د جېډ قانون لپاره یې په کمپاین کې زموږ غږ بدرګه کړ، لاسلیکونه یې وکړل، د ملاتړ پيغامونه یې راولېږل او پر واټونو یې زموږ غږ واورېد. موږ صدمه لیدلې وه خو نه مې لورېدل چې د لور مرګ مې هسې لاړ شي"

د وژل شوې ښځې دغه مور د خپلې لور په اړه وايي، "جېډ یوه ډېره ښه مېرمن وه. اوس یې نورو کورنیو ته یو مثال پرېښود. هیله مو ده چې کله دا قانون پلی شي نو بیا به هره جوړه د خپلې پلارولۍ او مورولۍ په اړه فکر کوي چې که خپل د ژوند ملګرې/ملګری وژني نو حقونه له لاسه ورکوي. چې له دې کاره لاس په سر شي نو مانا دا چې یوه بسته کورنۍ وژغول شوه"

د جېډ وژونکی یا ترې جلا شوی مېړه مارش که څه هم اوس په زندان کې دی خو په دوامداره ډول له خسرګنۍ سره اړیکه نیسي او د خپلو اولادونو عکسونه او د ښوونځي رپوټونه ترې غواړي.

د لور تر وژل کېدو وروسته د جېډ مور کارین رابېنسن او پلار پاول وارډ د والدینو د حقونو په اړه د قانون بدلون غوښتنه کوله او د دې لپاره یې کمپاین کاوه.

"یو قاتل باید له زندانه په کور کې ناست اولادونه کنټرول نه کړي"

د وارډ کورنۍ یو اشنا او د دغه کمپاین ملاتړی اېډوېن ډوګن وايي، "کله چې دا قانون پلی شي نو زه پوهېږم چې ډېرې کورنۍ به وژغورل شي. بیا به هېڅ مور او پلار د کارين او پاول غوندې د خپلې لور په وير داسې نه اخته کېږي."

د قانون د بدلون پرېکړه د بريتانیا د پارلمان ځينو غړو هم ستایلې او ملاتړ یې کړی دی.

د کارګر ګوند غړي مارک ټامي ویلي، "زه ډېر خوشاله یم چې بلاخره حکومت خپل ذهنیت بدل کړل او هغه څه ته یې غاړه کېښودله چې ما له اوږدې مودې غوښتل او ورته ویل مې چې دا قانون باید داسې نه وي."

د جېډ مور او پلار په هڅو د قانون د بدلون لپاره د پيل شوي کمپاین په ترڅ کې دوی تر ۱۳۰ زرو ډېر لاسلیکونه راټول کړل او پارلمان يې په دې اړه بحثونو ته اړ کړ.

د بريتانیا د عدليې وزير الېکس چاک په دې تکل دی چې د "جېډ قانون" نوې لایحه د محافظه کارانو په کنفرانس کې وړاندې کړي.

هغه ویلي، کمپاین کوونکو په عدلي سيسټم کې یوه "خلا" رابرسېره کړه او زیاته کړې يې ده، "یو وژونکی باید دا حق ونه لري چې د زندان له پنجرو اخوا خپل هغه اولادونو کنټرول کړي چې د هغوی مور یا پلار یې وژلي وي. موږ د همدې لپاره قانون سموو چې کورنۍ خوندي کړو."

د نوي قانون له مخې به یوه ښځه یا مېړه سمدستي او په اتومات ډول د خپلو اولادونو پر وړاندې د پلارولۍ یا مورولۍ حقونه وبایلي که د خپل ژوند ملګری یا ملګرې ووژني.

خو د هغو والدینو لپاره په قانون کې یو معافیت شته چې که یو څوک خپل د ژوند ملګری یا ملګرې د کورني تاوتريخوالي له کبله د هغه یا هغې پر وژلو لاس پورې کوي.

په قانون کې دا راغلي نوي بدلون لایحه به د روان کال تر پایه وړاندې شي.