تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماشومانو د وژلو په تور پړه بلل شوې بريتانوۍ نرسه بیا محاکمه کېږي
په پرله پسې ډول د اوو ماشومانو د وژلو په تور پړه بلل شوې بريتانوۍ روغتیاپاله دا ځل د یوې تيخورې ماشومې د وژلو په هڅه د یوې ځانګړې محکمې له لوري محاکمه کېږي.
۳۳ کلنه لوسي لېتبې تر دې مخکې محکمې په دې تور پړه بللې چې ګواکې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ یې د بريتانیا په 'کونټر اف چسټر' روغتون کې د خپلې دندې پر مهال اووه ماشومان وژلي او د شپږو نورو د وژلو هڅه یې کړې ده.
دې ته په قصدي توګه د دغو ماشومانو د وژلو په تور د عمري بند سزا اورول شوې او بندي ده خو هغه مهال د مانچسټر کراون محکمه نه وه توانېدلې چې د شپږو ماشومانو د وژلو د هڅې په تور هم دې نرسې ته سزا واوروي.
اوس یې ویلي چې له پامه د غورځول شویو تورونو په اړه د پلټنو په هڅه کې ورته جوته شوې چې اغلې لېتبې د ۲۰۱۶ کال په فبروري کې د بېبي-کې په نوم د یوې تيخورې ماشومې د وژلو هڅه کړې وه.
لیسي لېتبې په اصل کې د بریتانیا د هېرفورډ سيمې اوسېدونکې ده او محکمې ته پرلیکه بڼه د ویډيو له لارې د زندان له یوې خونې حاضره شوه.
"د اوسنۍ زمانې د ماشومانو تر ټولو لویه قاتله"
دې روغتیاپالې د روانې میاشتې په لومړیو کې د محکمې تر مخکېنۍ پرېکړې وروسته د استناف غوښتنه کړې وه.
مدافع وکیل یې د وژنې په دوو قضيو کې هغې ته د برات ورکولو په اړه محکمې ته د هغې پر بېګناهۍ ټينګار کړی و.
د محکمې مشر قاضي جوناتن سټورر ویلي چې د بیاځلې محاکمې په اړه پرېکړه ورته "ډېره سخته" وه. خو په وینا یې، "پرېکړې ته تر رسېدو مخکې موږ د اغېزمنو شویو کورنیو، پولیسو او د څارنوالانو شورا نظر هم ډېر په غور سره واورېد. شواهد او ټول موارد وسنجول شول او بیا پرېکړه وشوه".
اوس به دغه روغتیاپاله یا نرسه بیا محاکمه شي او سزا به ورته واورول شي.
تر دې مخکې اغلې لېتبې په قصدي ډول د اوو ماشومانو د وژلو په تور پر عمري بند سزا محکومه شوې.
دې نرسې به ماشومان په پېچکارۍ او یا شېدو مسمومول چې له کبله یې دا مېرمن په انګلستان کې د اوسنۍ زمانې د ماشومانو تر ټولو لویه قاتله بلل شوې ده.