تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې یوه نرسه د اوو ماشومانو په وژلو پړه وبلل شوه
نرسه لوسي لیټبي د نويو زېږېدلو ماشومانو په څانګه کې د اوو ماشومانو په وژلو پړه وبلل شوه. دغه نرسه په انګلستان کې په اوسني عصر کې تر ټولو زیاته ماشومانو وژونکې بلل کېږي.
۳۳ کلنه لوسي د ۲۰۱۵ او ۲۱۰۶ کلونو ترمنځ د چېسټر په روغتون کې د شپږو نورو ماشومانو د وژلو په هڅه کې هم محکومه شوې.
هغې په قصدي توګه ماشومانو ته پېچکارۍ لګولې، نورو ته یې شیدې ورکړې او دوه ماشومان یې په انسولین مسموم کړي وو.
هغې د وروستۍ پرېکړې اورېدو لپاره محکمه کې له حاضرېدو ډډه وکړه.
قضايي پلاوي د پېښې په تړاو د ځینو شواهدو تر اورېدو وروسته پرېکړه صادره کړې.
د اګست په اتمه نېټه تر ۷۶ ساعتونو اوږدو بحثونو وروسته کله چې قضاییه پلاوي پرېکړه ولوسته د لوسي لیټبي اوښکې تویې شوې.
د اګست په ۱۱ چې دویمې محکمې ته راستنه شوه، خپل سر یې ټیټ نیولی و او ژړل یې.
تورنه د وژنې هڅې په دوو قضیو کې مجرمه نه ده ګڼل شوې.
هغه د چیشیر پولیسو لخوا تر دوه کلنو څېړنو وروسته په روغتون کې د مړینې او له وخته مخکې ماشومانو د وژنې په تړاو محکومه شوې وه.
په ۲۰۱۵ کال کې په هغه روغتون کې تر دریو لږ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي وو.هغه مهال د هغې مدافع ټیم استدلال کاوه چې هغه مړینې د نویو زېږېږدلو ماشومانو په څانګه کې د "پاملرنې چارو نیمګړتیا" پایله وه.
د هغې محاکمې تر لسو میاشتو ډېر دوام وکړ او داسې انګېرل کېږي چې دا په انګلستان کې د وژنې په تړاو تر ټولو اوږده محاکمه ده.
د نويو زېږېدلو ماشومانو څانګې مشر سلاکار چېرې چې لوسي لیټبي کار کاوه بي بي سي ته ویلي، د روغتون خاوندان د دغې د نرسې پر وړاندې د تورونو په څېړلو کې پاتې راغلي او هڅه یې کړې چې ډاکټران پټه خوله پاتې شي.
ډاکټر سټیفن بریري په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې د لیټبي په اړه اندېښنه څرګنده کړه، خو وايي هغه مهال په دې اړه هېڅ ګام اوچت نه شو او له امله یې هغې پر پنځو نورو ماشومانو برید وکړ چې دوه یې ووژل.