تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سارا شریف؛ د پلار په ګډون د کورنۍ درې غړي یې د وژنې په تور نیول شوي
د بریتانیا د سوري سیمې پولیس وايي، چې د لس کلنې سارا شریف پلار، مور(میره)او تره یې د دې د وژنې په تور نیول شوي دي.
۴۱ کلن عرفان شریف، مېرمنه یې ۲۹ کلنه بینش بتول او د ښاغلي عرفان ورور ۲۸ کلن فیصل ملک تورن کسان دي.
په دوی تور دی، چې سارا شریف یې وژلې او یا یې پرېښې چې مړه شي.
د سارا مړی د اګست په ۱۰مه د هغې په کور کې وموندل شو.
د مړي طبي څېړنو وموندله، چې سارا په بدن "ډیر ټپونه" درلودل.
یاد درې واړه تورن کسان د اګست په نهمه له بریتانیا څخه پاکستان ته تللي وو.
دوی د انګلنډ په ګټویک هوایی ډګر کې د تېرې چهارشنبې په ماښام ونیول شول.
د سوري پولیسو د جمعې په ورځ سهار وختي تایید کړه، چې نیول شوي درې واړه کسان تورن ګڼل شوي دي.
مسولین وايي، د سارا شریف پلار، مور(میره) او تره نن جمعه ناوخته محکمې ته وړاندې کېږي.
د سارا پنځه خویندې او وروڼه، چې عمرونه یې د یوه او ۱۳ کلونو ترمنځ دي د اګست په نهمه له کورنۍ سره پاکستان ته تللي وو.
په پاکستان کې پولیسو یاد ماشومان د ښاغلي شریف د پلار په کور کې د دوشنبې په ورځ وموندل او دې هېواد کې یې د ماشومانو د روزنې او پالنې دولتي مرکز ته وسپارل.
د سوري پولیس وايي، د سارا خپله سکه مور یې وروستیو پرمختګ په اړه خبره کړې او د ځانګړو مسولینو ملاتړ ورسره دی.
تورن کسان پاکستان ته له رسیدو ورسته پټ شوي وو، چې پاکستاني پولیس د بریتانیا د امنیتي چارواکو په غوښتنه د دوی په لټه کې وو، تر هغه چې ونیول شول
د سپتمبر په ۵ مه د سارا شریف پلار او د هغې میرې په یوه ویډیويي بیان کې وویل،چې دوی چمتو دي د بریتانیا له امنیتي مسولینو سره په څېړنو کې مرسته وکړي.
دا د سارا شریف له مړینې وروسته د تورنو کسانو لومړنی بیان و.
په ویډیو کې د سارا شریف پلار لیدل کېږي، چې غلی ناست دی او میره یې د کتابچې له مخې بیان لولي.
یاده ویډیو کې د سارا میره د پاکستان پولیس په ځورونې تورنوي.
دا وايي، پاکستاني پولیس د هغې د کورنۍ نور غړي ډاروي او په ناقانوني توګه یې بندیان کوي او په کورونو یې چاپې اچوي.
بینش بتول په خپل بیان کې ویلي، چې د پټیدو لامل وېره وه.
دا وايي، وېریدل، چې د پاکستان پولیس یې په بې رحمۍ سره ونه وژني.
د پاکستان پولیس یاد تورونه ردوي.