د مېښو غلا؛ هند کې یو کس د ۵۸ کاله مخکې قضیې په تور نیول شوی

    • Author, عمران قريشي
    • دنده, بي بي سي هندي

د هند په سویلي کرناټکا ایالت کې پولیسو یو ۷۸ کلن سړی چې په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د دوو مېښو او یوه کټي په غلا کولو تورن شوی و، نیولی دی.

۵۸ کاله مخکې ګنپتي ویتال واګوري ۲۰ کلن و، چې له یو بل سړي سره یو ځای د مېښو د غلا په تور په لومړي ځل نیول شوی و.

پولیس وايي دا کسان هغه مهال په ضمانت خوشي کړای شوي وو خو له هغه وروسته بې درکه شوي وو.

د پولیسو په وینا له ګنپتي ویتال واګوري سره په غلا کې شریک بل تورن کس کرېشنا چندر په ۲۰۰۶ کال کې مړ شوی دی.

تېره اوونۍ د پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته محکمې واګوري د زړښت له امله بیا هم په ضمانت خوشی کړ.

د مېښو د غلا دا قضیه سړه شوې وه خو څو اونۍ وړاندې چې پولیسو د قضیې په اړه د تحقیقیاتو پخواني اسناد ولېدل پرېکړه یې وکړه چې د واګوري د نیولو یوه وروستۍ هڅه وکړي.

د مېښو غلا د کرناټېکا ایالت په بېدار ولسوالۍ کې شوې وه. خو واګوري دواړه ځل د مهراشترا ایالات په بېلا بېلو کلیو کې ونیول شو.

پولیس وايي واګوري او کریشنا چندر منلې وه چې په ۱۹۶۵ کال کې یې مېښې غلا کړې وې او هغه مهال محکمې دوی په مشرط ضمانت خوشي کړي وو.

له هغه وروسته چې کله به دوی د پولیسو پوستې ته غوښتل کېدل نو ځواب به یې نه ورکاوه او نه به حاضرېدل ځکه نو د پولیسو ډلې د هغه د نیولو لپاره د کرناتېکا او مهاراشترا ایالت واستول شول.

دغو دوو کسانو په دې ټوله موده کې له نورو کسانو سره د بزګرانو په توګه کار کاوه او نه موندل کېدل.

د بېدار ولسوالۍ د پولیسو مشر چناباسوانه لنګوټي وايي د واګوري لخوا د مېځو د غلا قضیه تېره میاشت بیا پرانستل شوه او همکارانو یې په عمرګا کلي کې تحقیقات پیل کړل.

د هغه په وینا واګوري په ۱۹۶۵ کال کې هم د مهاراشترا ایالت په همدې کلي کې نیول شوی و.

پولیسو یوه زړه ښځه وموندله چې فکر یې کاوه د مېښو د غلا دا قضیه به یې په یاد وي.

د پولیسو مشر وايي ''کله چې موږ له هغې سره خبرې وکړې، هغې موږ ته وویل چې واګوري ژوندی دی. ''

دغې ښځې پولیسو ته ویلي وو چې واګوري د مهاراشترا ایالت په تکلاګان کلي دی.

د پولیسو مشر وايي ''دا په څه باندې پنځو لسیزو کې لومړی ځل و چې د هغه د موندلو څرک معلوم شو. کله چې پولیس دغه کلي ته ورغل هلته ورته خلکو وویل چې یو زوړ سړی چې واګوري نومېږي په سیمه ییز عبادتځای کې اوسېږي. پولیس عبادتځای ته ورپسې لاړل، هلته واګوري ځان ورمعرفي کړ خو محکمې ته له حاضریدو یې ډېره ویره لرله. ''

خو واګوري د مېښو د غلا کولو په تور بیا هم ونیول شو او په کرناټېکا ایالت کې محکمې ته وړاندې کړای شي چې بیا هم د زړښت له امله په ضمانت خوشی کړای شو.