تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څارویو پټولو نوې لار
ازبکستان کې پولیسو د څارویو پټولو داسې دوه غله لاس په لاس نیولي چې په ګرانبیه ګاډي کې یې غوا لېږدوله.
بخارا کې چارواکو نیوز نامې وېبپاڼې ته ویلي، چې هلته ځايي خلک د خپلې غوا او ګډې یا پسه پسې ګرځېدلو ګرځېدلو کې پر دوو کسانو شکمن شول
پولیس وايي، دغه شکمن کسان پخپله غله وو، چې د ځان نه رسوا کېدو لپاره یې غلا کړي پسونه، نور څاروي او ان غواوې په شخصي موټر کې لېږدول.
د شیورلیټ مالیبو په نوم دا امریکايي موټر ازبکستان کې ډېر مشهور دي.
ازبکستان کې د جي اېم موټرز له خوا جوړ شوي دا تر ټولو ګران بیه ګاډي دي او بیه یې ۳۰ زره ډالره ده، چې هلته د یوه کس له میاشتني عاید سل چنده ډېره ده.
پلټنې وايي، چې د امنیو په نوم دا کس د بخارا اوسېدونکی دی او د خپل تره زوی او مېرمنې په مرسته یې څاروي پټول.
چارواکي وايي، دا کس یې پخوا هم نیولی او سزا یې ور کړې وه.
پولیسو د نوموړي د کور غوجل تلاشي کړې او مېږې او وزې یې هم موندلې دي.
په دغه ګرانبیه ګاډي کې د څارويو غلا کولو ته خواله رسنیو کې ډېر پام ور اوښتی دی.
یوه فیسبوک کارن لیکلي: لږ تر لږه غوا خو په دې موټر کې ښه ښکاري.
بل لیکلي: په مالیبو موټر کې د ناوې په څېر ښکاري.