په ۸ میاشتو کې د انګلیس کانال له لارې تر ۴۰۰۰ ډېر افغان کډوال بریتانیا ته ننوتي

د بریتانیا د کډوالو شورا په خپل نوي راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې تر ټولو ډېر هغه کسان چې په وړو کښتیو کې له انګلیس کانال څخه تېر شوي او بریتانیا ته داخل شوي، افغانان دي.

د دغه راپور له مخې، سږ کال ۴۰۶۹ افغان کډوال له دغه کانال څخه تېر شوي دي.

له افغانستان وروسته د ایران پنا غوښتونکي په دویم او ترکیه په دریم ځای کې دي. سږ کال ٢٢٥٠ ايرانيان د دغه چينل له لارې بريتانيا ته داخل شوي دي.

همدارنګه له نیمایي زیات هغه کسان چې له دې لارې تېرېږي (۵۴٪) د افغانستان، ایران، اریتریا او سوریې اتباع دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال پرتله د هغو غیر البانیایي وګړو شمېر چې له نورو هېوادونو څخه بریتانیا ته داخل شوي، ډېر شوی دی.

د روان کال د اګست تر ۱۰مې نېټې ټولټال ۱۵۸۲۶ تنه د کوچنیو کښتیو په کارولو سره له فرانسې بریتانیا ته له انګلیس کانال تېر شوي دي.

د بریتانیا د کډوالو شورا ویلي، که د بریتانیا حکومت د دغو پنا غوښتونکو غوښتنې وڅېړي، له څلورو څخه درې به یې په دغه هېواد کې د پنا اخیستو وړ وي.

دغې شورا زیاته کړه که د بریتانیا حکومت د غیرقانوني مهاجرت د قانون په نامه د قانون د پلي کولو بهیر پیل کړي، هر کال به له ۲۷ زرو څخه زیات کډوال په دغه هېواد کې د پنا او استوګنې له اسانتیاوو محروم شي.

اوس مهال، هغه پنا غوښتونکي چې بریتانیا ته راځي حق لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون او د بشري حقونو د اروپا کنوانسیون پر بنسټ د خوندیتوب او پنا غوښتنه وکړي او دوی کولی شي په دې هېواد کې د دوی غوښتنلیک ته د ځواب تر راتلو پورې پاتې شي.

د کډوالو شورا په خپل راپور کې ویلي، که دغه قانون پلی شي، نو هر کال به ۳۵۴۰۹ کسان په بې کارۍ کې پاتې شي.

دې سازمان زیاته کړې چې حتی د انګلستان او روانډا ترمنځ د موافقې سره سره چې هر کال ۱۰۰۰۰ کډوال دې هېواد ته لېږدوي، ۲۵ زره او ۴۰۹ به لاهم "دایمي ځوړند" حالت کې وي.

له منځني ختیځ او افغانستانه د کډوالو څپې؛ سلواکیا له هنګري سره پر خپله پوله موقتي پوستې جوړوي

بله خوا، د پولنډو، چک جمهوریت او اتریش له خوا د مهاجرو او پنا غوښتونکو د زیاتوالي له امله له سلواکیا سره د پولو د ټینګولو له اقداماتو وروسته، سلواکیا هم له هنګري سره په خپله پوله کې موقتي پوستې جوړوي.

سلواکیا سږ کال د "ناقانونه مهاجرینو" په شمېر کې یوولس برابره زیاتوالی راوستلی، په عمده توګه دغه کسان له منځني ختیځ او افغانستانه او له هنګري څخه المان او لوېدیځې اروپا ته ځي.

په داسې حال کې چې د مرکزي اروپايي هېوادونه د روسیې له یرغل وروسته اوکراییني کډوال مني، د نورو پنا غوښتونکو له منلو سره په مخالفت کې متحد شوي دي.

د رویټرز په وینا، سلواکیا له هنګري سره په خپله پوله کې له پنجشنبې ورځې د پولې ارزونه پیلوي چې لس ورځې به دوام وکړي.

د چک جمهوریت، پولنډ او اتریش د چهارشنبې په ورځ له سلواکیا سره په خپلو پولو کې موقتي کنټرول پیل کړ، په داسې حال کې چې المان له پولنډ او چک جمهوریت سره نوی کنټرول پلی کړ.

د سلواکیا لومړي وزیر لودوویچ اوډور وویل چې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو لخوا دا ډول یو اړخیز عمل د "یو لړ ګامونو" اخیستلو لامل شوی. هغه وویل: "موږ یو اروپايي حل غوره کوو."

د سلواکیا حکومت اعلان کړی چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا څلوېښت زره "ناقانونه کډوال" دغه هېواد ته داخل شوي دي.