بریتانیا د انګلیس کانال له لارې د اوښتونکو کډوالو د مخنیوي لپاره فرانسې ته لا ډېرې پیسې ورکوي

د انګلیس کانال له لارې له فرانسې بریتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د مخنیوي لپاره دغو دواړو هېوادونو پر مخکېنۍ هغې تر بیاکتنې وروسته تازه هوکړه سره کړې ده.

د نوې هوکړې له مخې به بریتانیا فرانسې ته هر کال د دې لپاره اته میلیونه پاونډه نور هم ورکوي چې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د وراوښتوکو کډوالو مخه ونیسي.

دا نوې هوکړه، چې په پاریس کې د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن لاسلیک کړه، له مخې به یې سږ کال فرانسې ته ۶۳ میلیونه پاونډه ورکول کېږي. تېرکال دا ۵۵ میلیون پاونډه وو.

دا پیسې فرانسې ته د دې لپاره ورکول کېږي چې د خپلې خوا په سمندرغاړو کې څار زیات کړي او همدا راز به بریتانوي پولیس هم حق ولري چې د فرانسې په اوبو کې د کډوالو د مخنیوي لپاره ګزمې وکړي.

د دې تازه هوکړې له مخې به په سمندرغاړو کې د فرانسوي ګزمه کوونکو پولیسو شمېر په پنځو میاشتو کې له دوو سوو، درو سوو ته لوړ شي.‌

فرانسه به دا پیسې پر څه لګوي؟

  • فرانسه به دغه پیسې په خپلو سمندرغاړو کې د کډوالو او قاچاقچیانو د څار لپاره پر یو لړ څارونکو وسایلو لګوي. لکه ډرون الوتکې، د شپې دوربینونه او د پټو یا امنیتي کمرو پر لګولو.
  • همدا راز به پر هغو څارونکو سپيو دا پیسې مصرفېږي چې بریتانیا ته په لویو لاریو کې د اوښتو په تکل پټ شوي کډوال ومومي.
  • همدا راز به په فرانسې کې په هغو مرکزونو لګول کېږي چې د کډوالو مالومات راټولوي او بېرته یې خپلو هېوادونو ته ستنوي.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک وايي، "موږ باوري‌ یو" چې له دې سره به دغه هېواد ته دکډوالو په ور اوښتلوکې کمښت راشي. خو، خبرداری یې ورکړ چې یواځې یو واحد اقدام دا ستونزه نه شي حل کولی.

هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکو میاشتوکې به له فرانسې سره ان لا نورې سترې همکارۍ هم رامنځته شي.

خو د بي بي د کورنیو چارو خبریال ډېنېل سنډفورډ وايي پداسې حال کې چې دا پراخه شوې هوکړه به فرانسه کې د خلکوقاچاق وړونکو کارونه لاهم ګډوډ کړي، خو ګومان نه کېږي چې دهغوی کاروبار به ورسره پای ته ورسېږي.

د بریتانیا حکومت په وروستیو کې د انګلیس کانال له لارې د ور اوښتونکو کډوالو له پلوه له فشار سره مخ دی او شمېر یې تر ورځې بلې ته ډېرېږي. سږ کال یې کچه د ریکارډ په کچه ختلې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، همدا سږ کال تر اوسه پورې تر ۴۰ زرو ډېر کډوال په وړو کښتیو کې د همدغه کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي. د دوی له ډلې یې شاوخوا اتلس سوه تنه تېره یکشنبې او دوشنبې اوښتي دي.

د فرانسې ساحل په اوږدو کې تر اوسه ګزمې پر دې نه دي ‌توانېدلې چې د خلکو د دې خطرناک سفر مخه ونیسي.