تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څومره افغان کډوال په بریتانیا کې مېشت شوي؟
- Author, د واقعیتونو موندونکی ټیم بي بي سي
- دنده, نیوز
بریتانوي چارواکي وايي، د تېر کال له اګست راهیسې چې پر افغانستان طالبان بیا واکمن شول، له هغه هېواده له ۲۱ زرو ډېر کسان بریتانیا ته لېږدول شوي.
له دې کسانو ډېری داسې دي چې د بریتانوي پوځیانو لخوا د تېر کال اګست پر ۱۳ مه کابل کې پیل شویو لېږد عملیاتو کې بهر ته لېږدول شوي دي.
دغه کسان د بېلا بېلو پروګرامونو له مخې بریتانیا کې مېشت شوي او داسې کره شمېرې نه شته، څومره کسان د کوم پروګرام له مخې بریتانیا کې مېشت شوي دي. د بریتانیا کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د ایکس ګراتیا په نامه یوه بل پروګرام له مخې ۱۴ سوه پخواني کارکوونکي او کورنۍ یې له ۲۰۱۳ راهیسې بریتانیا ته لېږدول شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې چې طالبانو لا پر افغانستان ولکه نه وه ټینګه کړې، بریتانیا حکومت د افغانانو بیا مېشت او مرستې پالیسۍ 'اې ار اې پي ' په نامه یو پروګرام پیل کړ.
د هغه پروګرام له مخې هغه افغانان کولای شي د مخکیني پروګرام پنځه کلنې استوګنې پر ځای په مستقل ډول په بریتانیا کې مېشت شي چې د بېلګې په توګه له بریتانوي پوځیانو یا بریتانیا حکومت سره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وي.
د اې ار اې پي پروګرام تر څنګ حکومت د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې یو بل پروګرام پیل کړ چې د 'اې سي ار اېس ' نوم ورکړل شوی او له مخې به یې ۲۰ زره نور افغانان په بریتانیا کې مېشت شي. دا پروګرام ښځو، ماشومانو او مذهبي یا نورو لږکیو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.
د افغانستان کړکېچ ته د غبرګون برخه کې د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت مسوول رافائل مارشال د بهرنیو چارو کمېټې ته په لیکلې بڼه ویلي چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ۷۵ زره او ۱۵۰ زرو تر منځ کسانو د ایستل کېدو غوښتنلیکونه سپارلي، چې د ده د اټکل له مخې له دې ډلې پنځه سلنه کسانو سره مرسته شوې ده.
د تود هرکلي په نامه د ښاروالیو ځايي شوراګانو د هره یوه کډوال لپاره د دریو کلونو لګښت په موخه ۲۰۵۲۰ پاونډ ورکول کېږي چې د زدکړو، کار موندنې او په ځايي ټولنه کې د ژوند چارو پرمخ بیولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
حکومت دغه راز وايي، په لومړي کال کې به د کورونو برخه کې د ۱۰ میلیونو پاونډو، دویم کال کې د پنځو میلیونو او دریم کال کې د دوو میلیونو پاونډو مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د روان کال فبرورۍ کې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وویل، په هوټلونو کې د مېشت افغان کډوالو ورځنی لګښت یو اعشاریه دوه میلیونه ډالره کېږي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی هغه مهال ویلي و، ویاړو چې ۷۰۰۰ کډوالو ته مو د اوسېدو لپاره کورونه ورکړي، خو د کورونو کموالي ستونزه شته، چې پر ټولو اغېز کوي.