تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر افغانستان د طالب ولکې يو کال: له افغانستان وتلي افغانان په څه حال دي
له هغه راهیسې چې طالبان افغانستان کې واکمن شوي، اوس نژدې یو کال پوره کېږي.
د تېر کال اګست کې د کابل پرځېدو وروسته اوونيو کې زرګونه افغانان چې امریکا، بریتانیا او یا هم کاناډا درېیمو هېوادونو ته ایستلي وو، لا هم بېلابېلو هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي.
دغو هېوادونو کې یو شمېر افغان کورنۍ وایي، دې ناروښانه حالت او ډېر انتظار يې له رواني فشارونو سره مخامخ کړي دي.
ډېر دغه ايستل شوي د افغانستان ګاونډیو په ګډون عربي متحده اماراتو او ځینو اروپايي هېوادونو لکه البانیا، رومانیا، او یونان کې دي. شازیې حیا له ځينو بهر ته وتليو افغانانو سره خبرې کړې دي.