څومره خلک کوچنیو کښتیو کې له انګلیس کاناله اوړي؟

وروسته له هغې چې اپریل میاشت کې د حکومت له خوا روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد پالیسي اعلان شوه انګلیس کانال ته په کوچنیو بېړيو کې د اوښتونکو پناه غوښتونکو مخه هم نیول شوې.

منتقدین ادعا کوي چې شمېرې ښيي، د حکومت د دغه نوي پلان له اعلان سربېره هم هغه کسان نه دي زړه توري کړي چې غواړي د انګلیس کانال له لارې انګلېنډ ته راواړوي.

څومره پناه غوښتونکي له انګلیس کاناله تېرېږي؟

۲۰۲۲ کال له پیل تر دې دمه له ۲۰۳۷۰ډېر پناه غوښتونکي له دې لارې را اوښتي دي، له دې ډلې ۱۴۷۲۸ کسان یې د حکومت د هغه پلان وروسته را اوښتي چې له مخې به یې یو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته بیول کېږي.

تېر کال ۲۸۵۲۶ کسان کوچنیو کښتیو کې له دغې لارې تېر شوي، ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر بیا ۸۴۰۴ وو.

د سرحدي ځواکونو اتحادیې د چارواکو په وینا، سږ کال ټولټال له دغه کاناله د را اوښتونکو کسانو شمېر لوړ دی.

وړاندوینه کېږي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به ۶۰۰۰۰ کسان له دغې لارې انګلېنډ ته راشي.

پناه غوښتونکي څوک او د کوم ځای دي؟

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې ۲۰۲۱ کال کې له دغه کاناله کوچنیو کښتیو کې د راو اوښتو کسانو له ډلې ۷۵ سلنه یې نارینه و چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۹ کلونو تر منځ و.

۵ سلنه را اوښتونکي کسان له ۴۰ کلنۍ پورته وو، ۷ سلنه یې له ۱۸ کلنۍ پورته عمر ښځي وې، ۱۲ سلنه یې له ۱۸ کلنۍ کم عمر ماشومان وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال په کوچنیو کښتیو کې ۳۰ سلنه ایرانیان راو اوښتي داسې حال کې چې ۲۱ سلنه یې عراقیان، ۱۱ سلنه ایریتینیان او ۹ سلنه یې سوریایان وو.

پخوا له انګلیس کانال را اوښتونکو کسانو لویه برخه ایرانیان و، ۲۰۱۸ کال کې ۸۰ سلنه او ۲۰۱۹ کال کې ۶۶ سلنه ایرانیان له دغې لارې تېر شوې دي.

د انساني قاچاق په تور څومره کسان نیول شوي؟

د بریتاینا په ویلز کې د حکومت شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ انګلېنډ ته د پناه غوښتونکو د راوستو په برخه کې ۴۱ قاچاقبران نیول شوي دي.

د کورنیو چارو د شمېرو له مخې تېر سپټمبر کې وړو کښتیو کې د خلکو د تېرولو په تړاو د یوې جنايي ډلې ۵۰ کسان نیول شوي.

حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره څه کوي؟

حکومت په پام کې لري چې انګلېنډ ته راغلي یو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته واستوي او د شمالي یورکشیر په لینتن آن اووس کې ورته د پناه غوښتنې یو نوی مرکز پرانیزي.

دا دوه وړاندیزونه په پراخه کچه قانوني ننګونو او مخالفت سره مخ دي.

شاهي سمندري ځواک به د سرحدي ځواک تر څنګ په کانال کې کوچنیو کښتیو د ځواب ویلو مسولیت په غاړه لري، دغو چارو لپاره ۵۰ میلیونه پونډه اضافي بودیجه موجوده وي.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې اوس لپاره بدلیدونکو تکتیکونو ته اړتیا نه لیدل کېږي، دا هغه پلانونه و چې تېر کال د فرانسي اوبو ته د وړو کښتیو په شا تمبولو لپاره وړاندیز شوی و

چې بیا د محکمې له قانوني ننګونو وروسته بېرته لغوه اعلان شول.

منتقدین د حکومت د چلند په اړه څه وايي؟

هغه خیریه موسسې او وکیلان چې د پناه غوښتونکو استازولي کوي د روانډا د پالیسۍ پر وړاندې یو لړ قانوني ننګونې پیل کړي دي.

پر سرحدي ځواکونو هم نیوکې دي چې د پناه غوښتونکو کسانو د اوښتو د مخنیوي لپاره یې د مخینوي هڅې بې اغېزې دي او باید د فرانسې له حکومت سره په ګډه پر یوې اغېزمنې پالیسۍ کار وشي.

لندن کې سترې محکمې دا هم اورېدلي چې د بهرنیو چارو د دفتر یوه ناپېژاند چارواکي خبرداری ورکړی چې د روانډا حکومت پناه غوښتونکي شکنجه کوي او ان وژني یې.

دا خبرداری څو اوونۍ وروسته له هغې ورکړل شو چې بریتانیا حکومت رونډا ته د پناه غوښتونکو د اوستولو پرېکړه وکړه.

ټاکل شوې وه چې ستره محکمه جولای کې د دغې پالیسۍ قضايي بیاکتنه وکړي چې اوس سپټمبر ته وځنډول شوه.

محکمه له بیا کتنې وروسته پرېکړه کوي چې رونډا ته بیول شوي پناه غوښتونکي که د ناقانونه پالیسۍ له مخې بیول شوي وي بېرته استانه کړل شي.

د کورنیو چارو وزارت پريټي پټېل د مخه ویلي و چې تمه کېږي رونډا ته د پناه غوښتونکو کسانو د بیولو پرېکړه یې له خنډونو سره مخ شي.

نوموړې ټینګار کوي چې حکومت باور لري دا چاره د ناقانونه کډوالو د مخنیوي غوره لار ده خو تر هغې چې اغېزمنه تمامېږي وخت به نیسي.