د بریتانیا لومړی وزیر: ۵۰ پناه غوښتونکو ته خبر ورکړل شوی چې رونډا ته به استول کېږي

بریتانیا کې پنځوسو پناه غوښتونکو ته ویل شوي، دوی به لومړۍ ډله وي چې رونډا ته استول کېږي. دا پناه غوښتونکي به تر هغه رونډا کې وي چې بریتانیا یې د منلو یا ردولو پرېکړه وکړي.

بریتانیا ته رسېدلي دا پناه غوښتونکي د دولت د هغه جنجالي پروګرام له مخې د افریقا ختیځ هېواد ته استول کېږي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې لومړي وزیر بورېس جانسن په خپله اعلان کړ.

بورېس جانسن ډیلي میل ورځپاڼې ته ويلي، "تمه یې دا وه چې په دې برخه کې به له ډېرو قانوني مخالفتونو سره مخامخ شي خو ټینګار یې وکړ چې دولت به د مقابلې لپاره په عمل لاس پورې کړي."

د نوي پروګرام له مخې، هغه خلک چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته دننه شوي تر هغه چې په قانوني ډول د دوی د مېشتېدنې غوښتنلیکونو بهیر نه وي ترسره شوی رونډا کې به اوسېږي.

پر دې پروګرام سختې نیوکې شوې دي.

مرستندویه ادارې وايي، رونډا ته د استولو له وېرې ډېر پناه غوښتنکي به په بریتانیا کې ځانونه پټ کړي او په پټه به اوسېږي.

سره صلیب او د پناه غوښتنې شورا ویلي، رونډا ته د لېږلو ګواښ د دې لامل شوی چې یو شمېر پناه غوښتونکي خپله خپل ځان ژوبل کړي او یوه کس حتی د ځان وژنې هڅه کړې وه.

له دې ټولو سره سره لاهم د وړو کښتیو له لارې ګډوالو برتيانيا ته راځي.

د حکومت وروستۍ شمېرې ښيي چې د مې میاشتې له ۲ تر ۸ اتمې ۷۹۲ پناه غوښتونکي په وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي دي.

د دې اوونۍ په پیل کې د بربتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل، دوی پرېکړه کړې چې رونډا ته د پناه غوښتونکو لومړۍ ډلې په اړه معلومات خپاره کړي.

ښاغلي جانسن وايي، دمګړۍ د ۵۰ تنو پناه غوښتونکو نوملړ صادر شوی دی.

دوی د اوو نه تر څوارلسو ورځو پورې د اعتراض حق لري.

تمه کېږي چې د یاد پروګرام په وړاندې به ډېرې قانوني ننګونې راپورته شي.

د کورنیو چارو وزیرې پریتي پټېل وویل، نوی پروګرام به یې وخت ونیسي خو ټینګار یې وکړ چې هېڅکله به له خپل پروګرامه په شا نه شي.

ښاغلي جانسن ډیلي میل ته ويلي: "سازمانونه به قانوني مخالفتونه وکړي. دوی له ډېر پخوا راهیسې د مالیه ورکونکو پیسې ترلاسه کړې دي او دا ډول موضوعات را پورته کوي. دوی د خلکو او د پارلمان د ارادې پر وړاندې خنډ کېږي خو مونږ دې موضوعاتو ته چمتو یوو."

رونډا ته د پناه غوښتونکو د اړولو پروګرام وروسته له هغه جوړ شو چې بریتانیا ته د وړو کښتیو له لارې د کډوالو تګ زیات شو.

سږ کال بریتانیا ته د انګرېز تنګي له لارې ۶۰۰۰ کسان په وړو کښتیو کې اوښتي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښیې چې په ۲۰۲۱ کې ۲۸،۵۲۶ کسان د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته ننوتلي دي.

دا شمېره تېر کال ۸۴۶۶ تنه وه.

حکومت وايي، دا پروګرام به انساني قاچاقبرانو ته لوی ګوزار ورکړي او د هغو کسانو د مړینې مخه به ونیسي چې له خطرناکو لارو بریتانیا ته راځي.

اغلې پټیل ټینګار وکړ چې د پروګرام نیوکه کوونکي په خپله د کوچنیو کښتيو د تېرېدو ستونزو ته "هېڅ حل لارې نه لري."