تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه افغان کډوال زلمی له پلار سره یو ځای شوی چې په حال یې سندرغاړې لیلې الن وژړل
هغه زلمی افغان کډوال، چې په حالت یې پاپ سندرغاړې لیلې الن ډېرې اوښکې تویې کړې ۱۰ کاله وروسته له خپله پلار سره یو ځای شوی.
لیلې الن ۱۳ کلن کډوال شمشیر شیرین په کالې کمپ کې تېره اونۍ ولید او د هغه په حال له خبریدو وروسته یې وویل ' دا چې تا سره زموږ له کبله هر څه شوي، د خپلو خلکو په استازیتوب درنه بښنه غواړم. '
ژباړونکی محمد اسحاق چې په دغه بهیر کې مرسته کړې، وايي شمشېر اوس په برمنګهم کې له خپل پلار سره دی.
دی له لسهاوو نورو کم عمره کډوالو سره یو ځای د چهارشنبې په ورځ بریتانیا ته راوستل شوی دی.
دوی په هغو ۱۰۰ کم عمره کسانو کې شامل دي، چې له خپلو کورنیو سره به یو ځای شي او د کورنیو چارو وزارت له لوري بریتانیا ته راوستل کېږي.
له پاپ سندرغاړې سره خبرو کې شمشمېر وویل، چې افغانستان کې له خپله کوره له تېښتې وروسته له دوو میاشتو راهیسې په کالې کمپ کې اوسېده. هغه ویلي پلار یې برمنګهم کې و او ده حق درلود، چې له قانوني لارو هغه هېواد ته لاړ شي، خو وايي په پټه یې بریتانیا ته د لارۍ سفر ځکه ښه باله، چې قانوني لاره خورا سوکه پرمخ ځي.
شمشېر هغه یوه پېښه یاده کړه، چې برییتانیا ته د ننوتو یوې ناکامې هڅې کې پولیسو په لغتو او څپېړو وهلی و. له بي بي سي سره خبرو کې هغه وویل، غواړي په انګلستان کې ژوند پیل کړي او ښوونځي ته لاړ شي.
د مرکې له لیدو وروسته د شمشېر پلار حضرت ګل شیرین ویلي و د زوی په لیدو به هغه ټینګ په غیږ کې په خوا پورې ونیسي. حضرت ګل ۲۰۰۵ کې له افغانستانه بریتانیا ته تللی او اوس په الوم راک سیمه کې اوسي.
ژباړونکی محمد اسحاق وايي د پنجشنبې ورځې په ماښام حضرت ګل ورته ټیلیفون وکړ، ویل یې چې له زوی سره یو ځای شوی او ډېر خوښ دی:
'' هغه ډېر احساساتي و، غوښتل یې له بریتانوي حکومته مننه وکړي، ویل یې، چې ارمان یې پوره شو. ''
بریتانیا ته د شمشېر د ننوتو خبر له اورېدو سره سندرغاړې الن پر ټويټر پاڼه ولیکل:
' ډېره خوښه یم، چې شمشېر روغ رمټ بریتانیا ته راغی او روانو ګاډو ته د ختلو له خطره وژغورل شو. '