تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستاني سرتېرو "دوه مړي" تورخم کې پاکستان ته سپارل شوي
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
بيبيسي ته څو سرچینو تائيد کړې چې د وړمې شپې په مرګوني نښتو کې د پاکستان "د دوو وژل شويو سرحدي ملېشو سرتېرو مړي" په تورخم کې پاکستاني لوري ته سپارل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال وژل شوي وو او نن (دوشنبه) په ځايي وخت نژدې دوې نیمې بجې یې مړي پاکستاني چارواکو ته وسپارل شول.
په هغو وېډیوګانو کې چې بيبيسي ته استول شوې، لیدل کېږي چې دوه مړي د افغان سرې میاشتې په موټرو کې تورخم ته لېږدول کېږي او بیا په تورخم کې پاکستاني سرتېرو ته سپارل کېږي.
د پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي دا جسدونه په ځايي وخت سهار مهال طالب چارواکو سرې میاشتې ته وسپارل چې پاکستاني لوري ته یې ولېږدوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، د دوی ځواکونو د وړمې شپې د بریدونو پر مهال د پاکستاني اړخ تر '۲۵' پورې پوستې نیولې وې، خو د اقداماتو له درېدو سره یې بېرته پرېښي دي.
نوموړي ادعا کړې چې د دوی مالومات ښيي، په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
هغه خپل اړخ ته هم د ۹ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
پخپله د پاکستان پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی لخوا د ځوابي اقداماتو پایله کې د افغان لوري ګڼې پوستې ویجاړې شوې.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې منل شوې چې د تېرې شپې نښتو کې "۲۳ "پاکستاني سرتېري وژل شوي او "۲۹ " نور ټپيان دي.
خو د دې ترڅنګ دا هم ویلي چې د "باوري استخباراتي اټکلونو او د زیانونو د ارزونو" له مخې افغان اړخ ته هم له "۲۰۰ " څخه د ډېرو کسانو د وژل کېدو او د "خورا لوړ شمېر" نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.
پاکستان او د طالبانو حکومت دواړه یو بل د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعاوې کړې دي، تر اوسه روښانه نه دي چې څومره جسدونو یو بل ته سپارل شوې دي.