پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې دې "لاس‌وهنه" نه کوي

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پاکستان کې له مظاهره‌چیانو سره د پوځ په "تاوتریخجن" چلند خواشيني څرګنده کړه او ترې ویې غوښتل چې له دې کاره لاس واخلي، اوس پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې دې "لاس‌وهنه" نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ذبیح الله مجاهد د تېرې ورځې اعلامیې ته په غبرګون کې ښاغلی مجاهد مخاطب کړی او ویلي یې دي چې هغه دې "د افغانستان اړوند مسئلو باندې فکر ورټول کړي او پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې بهرنیو مشورو ته اړتیا نه لري."

په اعلامیه کې همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "موږ د طالبانو حکومت نه تمه لرو چې په دوحه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي" او په وینا یې، "یو ټول‌منلی او ریښتینې استازولي کوونکی حکومت دې جوړ کړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳/ تله ۲۱) د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د 'تحریک لبیک' په نوم د یوه ګوند اعتراض کوونکو سره د پاکستان پوځ په "تاوتریجن" چلند خواشيني څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې ګواکې مظاهره‌چیانو ته پکې "دروند ځاني او مالي زیان اوښتی."

ښاغلي مجاهد پرخپله اېکس پاڼه د دې څرګندونو تر څنګ لیکلي وو چې، "موږ په پاکستاني حکومت او حاکم اړخ غږ کوو چې د خپلو خلکو په وړاندې نور زورزیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي."

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ دا تازه لفظي ناندرۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه تر هغه فزیکي نښتو وروسته رامنځ ته کېږي چې د طالبانو حکومت یې "غچ اخیستل" او پاکستان یې "بې دلیله یرغل" بولي.

د روسیې اندېښنه او خوشبیني

په همدې حال کې تر چین وروسته روسیې هم ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ "د سرحدي نښتو رپوټونه له اندېښنو سره تعیقوي."

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو غوښتي چې له زغم کار واخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، "د معلوماتو له مخې، اوس وضعیت د ثبات په حال کې دی او موږ د دې بهیر هرکلی کوو."

تر روسیې وړاندې چین هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ ډیورنډ کرښې ته څېرمه نښتو باندې "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه.‌

د پاکستان بهرینو چارو وزارت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د (اکتوبر ۱۱) پېښې د طالبانو حکومت ''بې دلیله یرغل'' بللی چې په وینا یې د داسې فعالیتونو هدف ''د دواړو هېوادونو تر منځ د ورورګلوۍ اړیکو بې ثباته کول'' دي.

له دې مخکې د یکشنبې پر شپه (اکتوبر ۱۲) د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له هغه وروسته نښتې پیل شوې، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل چې پر ډیورنډ "فرضي" کرښه یې په بېلابېلو ولایتونو کې او د جمعې پر شپه (اکتوبر نهه) د کابل په ګډون په دوو سیمو کې د افغانستان د هوايي حریم د نقضولو په ځواب کې د پاکستاني لوري پر پوستو "غچ اخیستونکي" بریدونه کړي دي.‌

د طالبانو حکومت د نژدې ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بریدونه وکړل، چې د رپوټونو له مخې دواړو لوریو پکې له سپکو وسلو، راکټونو، توپونو او ان ډرونونو هم کار اخیست، چې په ځینو سیمو کې یې د یکشنبې تر سهاره روان وو.

له ځینو سیمو د یکشنبې ورځې په اوږدو کې هم د خال خال ډزو اورېدو رپوټونه ورکړل شول.

د نښتو لامل څه و؟

له دې مخکې تېره اونۍ (اکتوبر نهه) پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه کابل یو هوايي برید وکړ، چې د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د پاکستان امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي، هدف یې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسېد و.

په دې پېښو کې د اوښتي زیان په هکله رسماً څه نه دي ویل شوي، خو وروسته پاکستاني طالبانو نور ولي مسېد ته منسوب یو غږیز بیغام خپور کړ، چې پکې نوموړی وايي، ژوندی او د پاکستان په قبایلي سیمو کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا عمل د دوی په وینا ''کرغېړن ګام'' وباله او ګواښ یې وکړ، چې د عواقبو مسوولیت یې پاکستان ته راجع کېږي.

له هغې پېښې نژدې ۴۸ ساعته وروسته طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بریدونه پیل کړل او د افغانستان 'حریم نقض' بدل کې د غچ اخیستنې بریدونو یې نوم ورکړ.

طالبان څه وايي؟

د اکتوبر پر ۱۲ نېټه بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح ‌الله مجاهد یوې خبري غونډې ته وویل، د دوی ځواکونو د تېرې شپې د بریدونو پر مهال د پاکستاني اړخ تر '۲۵' پوستې نیولې وې، خو د اقداماتو له درېدو سره یې بېرته پرېښي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د دوی معلومات ښيي چې د تېرې شپې په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ ټپيان شوي دي.

هغه خپل اړخ ته هم د نهو کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي‌ کېدو پخلی وکړ.‌

د پاکستان بهرنیو چارو غبرګون

بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د طالبانو د ځواکونو بریدونه په شاتمبولي، هغوی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیساتو ته یې دروند زیان اړولی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې پاکستان یو سوله‌ییز، ثبات لرونکی او خوشحال افغانستان غواړي:

''پاکستان تمه لري، چې د طالبانو حکومت به مسوولیت ومني، خپلې ژمنې به پوره کړي، او له خپلې خاورې به د ترهګرو لېرې کولو د ګډ هدف ترلاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، هیله من دي، چې ''یوه ورځ به افغانان خپلواک شي او هلته به یو داسې حکومت واکمن شي، چې رښتینې استازولې وکړي.''

تړلې لارې

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم او سپین بولدک - چمن په ګډون د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې وتړل شوې، چې د رپوټونو له مخې پر دویمه ورځ نن دوشنبه (اکتوبر ۱۳) هم په سوداګریزو توکو بار ګڼې لارۍ دواړو غاړو ته ایسارې ولاړې دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.

په رپوټ کې د یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي: ''د افغان طالبانو ځواکونو له لوري د شنبې ورځې له بې دلیله بریدونو وروسته پاکستان ته له افغانستانه د ننوتو ټولې لارې تړل شوې دي.''

په دې رپوټ کې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله زیاته شوې، چې د بندرونو له تړل کېدو سره هلته د پاکستاني حکومت هغه ټول دفترونه هم تړل شوي، چې د سوداګرۍ او تګ راتګ اړوند اداري چارې ترسره کوي.

پاکستان کې مېشت د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي له قوله ویل شوي، چې ''د کانټینرونو او لاریو په ګډون په توکو بار ګاډي دواړو غاړو ته ایسار پاتې دي.''

نوموړی زیاتوي: ''په دې ګاډو کې د میوو او سبو ترڅنګ د وارداتو او صادراتو او ټرانزیټ توکي هم بار دي، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د میلیونونو روپیو زیان لامل کېږي.''

ټرمپ: زه د سولې په راوستلو کې ښه یم

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي دې تازه پېښو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پام هم ځان ته اړولی، چې وايي ژر به پر دې موضوع تمرکز وکړي.

نوموړی چې له واشنګټنه اسرائیل ته پر لار و، د ولسمشرۍ په الوتکه (ائرفورس ون) کې خبریالانو ته په دې هکله وویل:

"ما اورېدلي، چې اوس د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه روانه ده. ما ویل، زه به د بېرته ستنېدو تر مهاله انتظار وکړم. تاسو پوهېږئ، زه اوس په بله (جګړه) کې بوخت یم، ځکه زه د جګړو (ستونزې) په حل کې ښه یم، زه د سولې په راوستلو کې ښه یم."

له دې مخکې، افغانستان کې د طالبانو حکومت په کابل کې وویل، چې دوی د قطر او سعودي عرب په غوښتنه بریدونه ودرول.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د شنبې او یکشنبې تر منځ شپې نښتو ته غبرګون کې قطر او سعودي عرب سملاسي غبرګون څرګند کړ او په اعلامیو کې یې له دواړو غاړو وغوښتل چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو پر ځای ساتلو لپاره له تاوتریخوالي ډډه وکړي او خبرو او دیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي.

بل لور چین د دوشنبې په ورځ له پاکستان او افغانستان وغوښتل چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له وروستۍ شخړې وروسته خبرې او مشورې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېن جیان په بېجېنګ کې خبریالانو ته وویل: "په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې رامنځته شوې دي، چې اړیکې یې ترینګلې کړې دي، موږ یې په اړه ژوره اندېښنه لرو."

هغه زیاته کړه، چین، "په صادقانه توګه هیله لري چې دواړې خواوې به په پراخ انځور تمرکز وکړي، ارام او زغم ولري، د خبرو او مشورې له لارې د متقابلو اندېښنو حل کولو ته غاړه کېږدي، د شخړو د زیاتېدو مخه ونیسي، او په ګډه په دواړو هېوادونو او سیمه کې سوله او ثبات وساتي."

لېن جیان وویل چین "لیواله دی چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کولو او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي."