مجاهد: 'غچ‌‌ اخیستونکو اقداماتو' کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي؛ شهباز شریف وايي پاروونو ته یې "اغېزناک ځواب" ویلی

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي‌ - لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح ‌الله مجاهد وایي، د دوی ځواکونو د تېرې شپې د بریدونو پر مهال د پاکستاني اړخ تر '۲۵' پورې پوستې نیولې وې، خو د اقداماتو له درېدو سره یې بېرته پرېښي دي.‌

نوموړي ادعا کړې چې د دوی معلومات ښيي چې د تېرې شپې په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

هغه خپل اړخ ته هم د ۹ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي‌ کېدو پخلی وکړ.‌

ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې نن (یکشنبه د اکتوبر ۱۲مه) په کابل کې په یوې خبري‌ غونډې کې وکړې او نوموړي د ډیورنډ "فرضي" کرښې په بېلابېلو سیمو کې د دوی او د پاکستان د سرحدي‌ ځواکونو ترمنځ‌ د تېرې شپې د نښتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.‌

دا نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د یکشنبې پر شپه وویل چې پر ډیورنډ "فرضي" کرښه یې په بېلابېلو ولایتونو کې او د جمعې پر شپه د کابل په ګډون دوو سیمو کې د افغانستان د هوايي حریم د نقضولو په ځواب کې د پاکستاني لوري پر پوستو "غچ اخیستونکي" بریدونه کړي دي.‌

د طالبانو حکومت ویاند وویل "افغانستان له خپل ځمکني او هوایي حریم څخه د دفاع حق لري او کوم تیری بې ځوابه پرې نږدي."

هغه زیاته کړه، د پاکستاني لوري پر وړاندې یې غچ اخیستوونکې اقدامات تر هغې وروسته ودرول چې قطر او سعودي عربستان له دواړو خواو د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې د قطر او سعودي بهرنیو چارو وزارتو تېره شپه پر ډیورنډ "فرضي" کرښه د نښتو په تړاو اعلامیې خپرې کړې چې له دواړو خواو پکې د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه شوې وه.

د پاکستان پوځ: د تېرې شپې نښتو کې "۲۰۰" طالبان او ورسره مله ترهګر وژل شوي

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ډیورنډ "فرضي " کرښه د پاکستان پر پوستو او پوځي مرکزونو د طالبانو حکومت د ځواکونو بریدونه وغندل.

هغه د دغو "پاروونو" پر وړاندې د خپلو ځواکونو "پیاوړی او اغېزناک" غبرګون ستایلی او ویلي یې دي، چې د پاکستان ټول ولس د خپل پوځ پر مسلکي‌ وړتیا ویاړي.

شهباز شریف ویلي "د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ نه یوازې دا چې د افغانستان له اړخه پاروونکو اقداماتو ته خوله ماتوونکی ځواب ویلی، بلکې "ګڼ شمېر " افغان پوستې یې هم لمنځه وړې او دښمن یې شاتګ ته اړ کړی دی."

پخپله د پاکستان پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی لخوا د ځوابي اقداماتو پایله کې د افغان لوري ګڼې پوستې ویجاړې شوې، "۲۱ " پوستې په موقتي ډول نیول شوې او همدا راز ګڼ شمېر روزنیز مرکزونه چې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو پلان او اسانتیا لپاره کارول کېدل، لمنځه وړل شوي.‌

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې منل شوې چې د تېرې شپې نښتو کې "۲۳ "پاکستاني سرتېري وژل شوي‌ او "۲۹ " نور ټپيان دي.‌

خو د دې ترڅنګ د "باوري‌ استخباراتي‌ اټکلونو او د زیانونو د ارزونو" له مخې افغان اړخ ته هم له "۲۰۰ " څخه د ډېرو کسانو د وژل کېدو او د "خورا لوړ شمېر" نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.‌

ای‌اېس‌پي‌ار ویلي‌ د ټولې پولې په اوږدو کې د "طالبانو پوستو، کمپونو، مرکزونو او د ترهګرو د ملاتړ شبکو " ته زیربنایي زیانونه" ډېر پراخ دي.

د پاکستان لومړی وزیر وايي چې د هېواد پر دفاع به معامله ونه کړي‌ او دا چې هر پاروونکي ګام ته به ځواکمن ځواب وویل شي.‌

ښاغلي مجاهد په خپل ننني‌ خبري کنفرانس کې تایید کړه چې پاکستاني لوري په ځینو سیمو کې تر سهار ناوخته هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.‌

ښاغلي مجاهد کابل کې د جمعې پر شپه د پاکستان د ادعا شویو هوايي‌ بریدونو په تړاو وویل د دوی څېړنو کې معلومه شوې چې کابل کې کومه غټه چاودنه او هوايي‌ برید نه دی شوی، بلکې الوتکو راغلې او د وېرې او ډار اچولو لپاره یې په هوا کې چاودنو ته ورته غږونه خوشې کړي دي.

خو نوموړي د افغانستان په سویل ختیځ کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر یوه بازار د پاکستان هوايي برید تایید کړ.

ذبیح الله مجاهد د جمعې شپې تر پېښو وروسته کابل ته د پاکستان د یوه جګپوړي امنیتي پلاوي د ورتګ د غوښتنې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې داسې غوښتنه شوې وه، خو دوی ځکه رد کړه چې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړی و.‌

مجاهد: پاکستان دې د داعش-خراسان مشران راوسپاري

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه چې ګواکې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ په نړیوال سټېج د دوی خلاف تبلیغات کوي، د افغانستان خلاف کاذب اطلاعات خپروي، د افغانانو ترمنځ‌ خپلمنځي اختلافاتو ته لمن وهي، "غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې را ګیر او د افغانستان د ملي امنیت په ضد" وکاروي او دا چې هڅه کوي‌ د افغانستان او پاکستان د ملتونو ترمنځ ‌فاصله پیدا کړي.

نوموړي وویل "دا ځانګړې کړۍ په فرضي کرښه کې شخړو ته لمن وهي، د افغانستان د هوایي قلمرو نقض ترسره کوي او کرښې ته نږدې په عامه ځایونو بمبارۍ کوي."

هغه همدا راز پر دغې کړۍ د پاکستان په خاوره کې داعش ډلې ته د ځای ورکولو او د کوکنارو کر ته د زمېنې برابرولو تورونه پورې کړل.

ښاغلي مجاهد وویل: "دا ځانګړې کړۍ د پاکستان په پوځ کې یوه حاکمه ډله ده، زموږ د معلوماتو له مخې موږ باوري یو چې د دوی له افغانستان ضد سیاستونو سره د پاکستان اکثره نظامیان، سیاسیون، احزاب، علماء کرام او د پاکستان متدین ولس هیڅ توافق نه لري."

د پاکستان له اړخه تر اوسه دغه هېواد کې د داعش د مرکزونو د موجودیت په تړاو د ښاغلي مجاهد دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ویل شوی، خو مخکې یې خپله خاوره کې د داعش د حضور تورونه رد کړي‌ دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی مخالفو ډلو ته ځای او پناه ورکړې او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه کېږي. خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپله تازه اعلامیه کې هم د طالبانو له حکومت غوښتي، له ترهګرو ډلو چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او داعش هم پکې شاملېږي، د خپلې خاورې پاکولو لپاره سملاسي او کوټلي ګامونه واخلي.‌

اعلامیه کې خبرداری ورکړ شوی که داسې ونه شي، نو پاکستان به په بیا بیا د ترهګریزو اهدافو شنډولو کولو سره له خپلو خلکو دفاع د حق کارونې ته دوام ورکړي.‌

تر دې لږ ورمخکې د پاکستان لومړي وزیر هم افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌ والو ډلو د موجودیت او خپله دا ادعا تکرار کړې وه چې ګوندې دغه وسله‌وال د ځینو "عناصرو له ملاتړه برخمن دي."

خو د طالبانو حکومت په وار وار دغه ادعا او تورونه رد کړي‌ دي.

ذبیح‌لله مجاهد نن هم په خپل خبري‌ کنفرانس کې وویل، ګڼ شمېر وزیرستاني کډوال چې تر کرښې هاخوا وزیرستانونو کې د پاکستان پوځ د همدغو خاصو کړیو "د ناسمو پالیسو" له کبله بې‌ځایه شوي، په افغانستان کې مېشت دي.

نوموړی وايي‌: "دغه کډوال موږ ته له تېرو کلونو په میراث راپاتې دي او د اسلامي‌ امارت وخت کې دلته نه دي‌ راغلي...‌ موږ ‌خپلې ټولې هڅې کړې چې هغوی کنټرول وي، وسلې ونه لري او یو ځای ارام ژوند وکړي."

د طالبانو حکومت ویاند ادعا کړې چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي، چې داعش ډلې په افغانستان او سیمه کې وروستي خونړي بریدونه له پاکستانه پلان کړي دي.‌

هغه په دې لړ کې افغانستان کې پر ځینو دیني عالمانو، د طالبانو حکومت پر ځینو چارواکو او همدا راز افغانستان، روسیې او ایران کې د تېرو کلونو د ځینو بریدونو یادونه وکړه.

ښاغلي مجاهد وویل د دوی "خاص اطلاعات" د دې ښودنه کوي چې داعش ډله بیا د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې په خپلو مراکزو کې د تنظیمیدو په حال کې ده او پلان لري چې "هم په خارج کې او هم په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي."

د طالبانو حکومت ویاند په دې خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د "داعش-خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د هغه نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسؤل صلاح الدین رجب" چې د نوموړي د ادعا له مخې د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي‌، یا دوی ته وسپاري او یا دې یې له خپلې خاورې وباسي.

ذبیح‌الله مجاهد وویل که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله تګلاره کې "مهم تغییرات رانه ولي او په ځانګړې ډوله دغه خاصه کړۍ کنټرول نه کړي، نو طبیعي ده چې ناوړه پایلې به ولري."

پاکستان سره د طالبانو حکومت کړکېچ او هند ته د متقي سفر

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد خپل ننني‌ خبري‌ کنفرانس کې هند ته د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له سفر سره د دغه کړکېچ د تړاو او د پاکستان له اړخه هند کې د ښاغلي متقي پر ځینو څرګندونو د اسلام اباد د نیوکو په هکله د پوښتنې په ځواب کې وویل افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له هر هېواد سره چې وغواړي د ښو اړیکو د پاللو حق لري او دا چې دغه سفر د چا خلاف نه دی.

هغه وویل موږ نه غواړو چې افغانستان د رقابتي سیالیو په میدان بدل شي او دا چې هند سره ښې اړیکې د دوې خپله اړتیا ده.‌

خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په اعلامیه کې بیا ویل شوي‌ دوی له دې کبله اندېښمن دي‌ چې دا کړکېچ هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر [امیرخان متقي] د سفر پر مهال مخ ته راغلی.

د ای‌اېس‌پي‌ار اعلامیه کې هند په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی بلل شوی دی.

ای‌اېس‌پي‌ار ویلي "که د طالبانو حکومت د سیمې بې‌ثباته کولو لپاره د هند په ملتیا د ترهګریزو ډلو سرپرستۍ ته دوام ورکړي،‌ نو د پاکستان خلک او حکومت به تر هغې غلي کښېنني‌ چې له افغانستانه ترهګري‌ نه وي‌ ختمه شوې."

پخپله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي‌ بیا نوي ډیلي‌ کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه مثبتې اړیکې او سیمه‌ییز ثبات غواړي.‌

هغه دغه کنفرانس کې پر ډيورنډ‌ کرښه د تېرې شپې نښتو په تړاو د هندي‌ رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وویل افغانستان پر دې باور دی چې د پاکستان خلک او حکومت سوله خوښوي خو "په پاکستان کې ځينې مشخصې ډلې بې ثباتۍ ته د لمن وهلو هڅه کوي."

د تېرې ش‍پې له نښتو وروسته پر ډیورنډ‌ کرښه د تګ راتګ لارې تړل شوې

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ‌ د کړکېچ او په ځانګړې توګه د تېرې شپې د نښتو له کبله پر ډیورنډ کرښه د تورخم،‌ چمن، غلام خان،‌ انګور اډې،‌ خرلڅۍ او نورې بندري لارې تړل شوې دي.

د رپوټونو له مخې د دغو لارو له تړل کېدو سره د کرښې دواړو خواو ته سلګونه لارۍ چې سوداګریز توکي او له پاکستان نه د ایستل کېدونکو کډوالو کډې پکې بار دي، ایسارې پاتې دي.‌

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستانه اکثریت ایستل کېدونکي کډوال د چمن-سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.‌

د بلوچستان په ایالتي حکومت کې د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط بي‌بي‌سي ته منلې چې دغه لار د تېرې شپې د نښتو له کبله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې او دا چې له دې لارې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ د درول کېدو په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.‌