د بښنې نړیوال سازمان وايي، له جرمني د ۲۸ افغانانو ایستل له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

د عکس سرچینه، Emmanuele Contini/NurPhoto
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د بښنې نړیوال سازمان له جرمني څخه د افغانانو د یوې ډلې د اخراج په غبرګون کې ویلي چې دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغه سازمان غیرقانوني اعدامونو، جبري ورکېدل، شکنجو او د نجونو او ښځو سیستماتیک محکومیت ته په اشارې سره ویلي، هیڅوک باید افغانستان ته وا نه ستول شي.
جرمني تېره ورځ په یوه نا اعلان شوي اقدام کې ۲۸ افغانان چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، کابل ته استولي دي.
د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی بسم الله تابان وايي، طالبانو دغه کسان د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست ته سپارلي او هیچا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.
له هغه څو ساعته وروسته چې دغه ۲۸ افغان وګړي له الوتکې په کابل هوايي ډګر کې ښکته شول، د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، هیڅوک باید بیرته افغانستان ته و نه لیږل شي.
د بشري حقونو دغه سازمان ویلي، د جرمني دغه پرېکړه د اخراج د مخنیوي له قانون سره په ټکر کې ده؛ دغه قانون له شکنجې او نورو ممکنه تاوتریخوالو سره د مخامخ کسانو د بېرته ستنېدولو مخه نیسي.
دغه سازمان پخپله اعلامیه کې د جرمني له حکومته غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د بشري حقونو ضد پروګرامونو ته مخه نه کړي.
دا پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته له جرمني څخه افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنولو لومړنۍ پېښه ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فازر په برلین کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، نږدې راتلونکې کې به نور خطرناک کسان هم افغانستان او سوریې ته واستول شي.
د جرمني لومړي اولاف شولتز ویلي، دا ګام یې یو پیغام لري او هغه دا چې په جنايي جرمونو کې ښکېل کسان به یې له هېواده ایستل کېږي
د جرمني حکومت ویلي، افغانستان ته استول شوي کسان مجرمان وو، چې په محکمه کې محکوم شوي وو او په جرمني کې یې نور د اوسېدو حق نه لاره.
جرمني د پناه غوښتنې ژمنه کړې، چې د پناه غوښتنې قوانین به سخت کړي، ځکه چې ځینې کډوال په اسلامي سخت دریځۍ تورن دي، په سترو جرایمو کې ښکېل و.
افغانستان ته له جرمني څخه د دغو کسانو د شړلو په تړاو د قطر په منځګړیتوب د طالبانو د حکومت او جرمن چارواکو ترمنځ دوې میاشتې غیرمستقیمې او پټې خبرې شوې دي.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې له خپلو مهمو سیمه ییزو شریکانو څخه د اخراج د پروسې د اسانتیا لپاره د مرستې غوښتنه کړې او د دغې لړۍ د دوام خبره یې کړې ده.











