جرمني د افغان کډوالو د منلو بهیر د لنډ مهال لپاره درولی

جرمني

د عکس سرچینه، Getty Images

جرمني په یوه کمساري ګام سره دې هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د وېزو د ورکړې بهیر ځنډولی.

د جرمنۍ مجلې شپېګل له لوري خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ټولیز ډول د افغانانو د کډوالۍ چاره له سره ارزوي.

شپیګل ته ویل شوي، د جرمني حکومت پتیلې له دې وروسته به د هغو افغانانو لپاره چې د کډوالۍ غوښتنلیک ورکوي د امنیتي جاج مرکه به هم ترې اخیستل کېږي، په دې معنا چې څومره یې د ګواښ کچه لوړه ده.

جرمني چارواکي ویلي، دا ګام له هغه وروسته پورته کېږي چې ورته مالومه شوې، له افغانستانه د وګړو ویستلو بهیر او تازه ورتلونکو کډوالو په قضیو کې پراخ ډول درغلي شوې.

له یادې پرېکړې وروسته په اسلام اباد او تهران کې د افغانانو لپاره د جرمني سفارتونو له لوري د ویزې ورکړې بهیر ځنډېدلی دی.

د جرمن چارواکو له دې ګام سره هغه شمېر افغانان چې لا وار له مخه ایران او یا پاکستان ته د جرمني د ویزو اخیستلو لپاره تللي یو بد خبر دی.

په جرمني کې مېشته افغانه بنفشه قادري چې په دې وروستیو کې یاد هېواد ته کډواله شوې وايي: " د المان سفارت د چارو بندیدل له انسانیته لرې دی. ټوله نړۍ پوهېږي چې افغانستان کې خلک په کوم حالت کې ژوند کوي. "

بنفشه زیاتوي، چې افغانستان کې د خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ دی.

یو شمېر افغان کډوال د جرمني له حکومته هیله کوي، چې پاکستان او ایران کې افغانانو ته د ویزو ورکولو اړوند د خپل سفارت چارې پیل او لا ګړندۍ کړي.