د افغان کډوالو د ايستلو په تړاو د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې نيوکه

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بائربوک د دغه هېواد پر لومړي وزیر د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو له امله نیوکه کړې.
د دغه هېواد لومړي ولاف شولتز وزیر ویلي وو، هغه افغان کډوال به په چټک ډول بېرته افغانستان ته ستنوي چې په جرمونو کې ښکېل وي.
د روان کال د جون په لومړیو کې د جرمني په دوو ښارونو کې د دوو افغان کډوال له لوري د چړې په جلا جلا بریدونو کې چې یو پولیس پکې وژل شوی و او شاوخوا لس تنه نور ټپیان شوي وو، له دغو پېښو په دې هېواد کې د کډوالو موضوع په تړاو پراخ بحثونه او غبرګونونه بیا راپورته شول.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز له یادو پېښو وروسته پارلمان ته وینا کې ویلي وو چې په سترو جرمونو کې ښکېل افغان او سوريايي اتباع به له دغه هېواده وایستل شي.
نوموړي ویلي وو "هغه کسان چې د دوی په کې یې پناه اخیستې وي او لوی جرمونه کوی باید وویستل شي. ان که له سوریې او افغانستانه هم راغلي وي. "

د عکس سرچینه، RONALD WITTEK/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره انالینا بائربوک پر خپل لومړي وزیر نیوکه کوي او وايي دا پلان د عملي کېدو وړ نه دی.
نوموړې ویلي، "په داسې حال کې چې ډاډمن حالت نه دی، دا زموږ د امنیت په ګټه نه ده، د داسې یو څه ژمنه وکړو چې موږ حتی په سمه توګه نه پوهېږو چې راتلونکې ورځ به یې څنګه پلي کړو."
د تېرې میاشتې په لومړیو کې د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فائزر هم ویلي و چې کوم کسان د جرمني د امنیت لپاره ګواښ وبلل شي، باید په چټکۍ سره وایستل شي، چې په دې کې افغانستان او سوریې ته هم د کسانو استول هم پکې شامل دي.
د جرمني د لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر له څرګندونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د یاد هېواد پر چارواکو غږ کړی و چې د افغان اتباعو د ایستلو موضوع ورسره "د نورمالو کونسلي تعاملاتو" او "معقول میکانیزم" له مخې د دوه اړخېزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.
ياد وزارت له جرمن چارواکو غوښتي وو چې د افغان کډوالو موضوع په داسې شکل مدیریت کړي چې هلته مېشت افغان کډوال په یوه او بله پلمه له نامالوم برخلیک سره مخ نه شي.











