جرمني کې اسلام ضد فعال د چاکو برید کې ټپي شوی دی

جرمني

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, ساره فولر
    • دنده, بي بي سي

جرمني کې پولیس وايي، یوه سړي د دې هېواد په سویلي لوېدیځ ښار مانهیم کې د یوه پولیس افسر په ګډون شپږ کسان د چاکو په ګوزارنو ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې یو کس اسلام ضد فعال میشل شتورزنبرګر هم دی، چې په دې ښار کې یې د یوې غونډې لپاره چمتوالی کاوه.

پېښه د یوه يوټیوب کانال لپاره په یوه ثبت شوې ویډیو کې ښکاري او یو سړی پکې لیدل کېږي، چې پر بل سړي د چاکو ګوزار کوي او بیا هغه پولیس افسر هم په چاکو وهي چې د پېښې ځای ته ورځي.

د پېښې پر مهال د ښار په منځ کې د ښي اړخو یوه غونډه کېده.

د عکس سرچینه، DPA VIA AP

د عکس تشریح، د پېښې پر مهال د ښار په منځ کې د ښي اړخو یوه غونډه کېده.

یوه بل پولیس افسر بیا پر بریدګر ډزې کړې او ټپي کړی یې دی.

جرمن چانسلر اولاف شولز دا یوه ''بوږنونکې'' پېښه بللې او د پېښې له قربانیانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي: ''زموږ په دیموکراسۍ کې تاوتریخوالی هېڅ د منلو نه دی، د پېښې عاملین به سخته سزا وویني.

پېښه داسې مهال شوې چې د ښار په مرکز کې د ښي اړخه اسلام ضد میشل شتورزنبرګر او د ده سازمان پاکس اروپا (بي پي اي) لخوا یوه غونډه کېدله.

میشل شتورزنبرګر څوک دی؟

جرمن چارواکي وايي، ښي اړخه فعال میشل شتورزنبرګ هم په ټپیانو کې شامل دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمن چارواکي وايي، ښي اړخه فعال میشل شتورزنبرګ هم په ټپیانو کې شامل دی.

د بیلډ خپرونې په وینا میشل شتورزنبرګر یو اسلام ضد بلاګ لیکوال دی او دغه راز د بي پي اي غړی دی، چې ادعا کوي د جرمني د ''اسلامازیزیسون'' پر ضد مبارزه کوي.

دغه ۵۸ کلن سړی د مسلمانانو ضد پي-۱ نیوز لیکوال هم دی، چې د باوارین کورنیو استخباراتو له لوري یې څارنه کېده.

میشل شتورزنبرګر مخکې په سیاست کې ونډه درلوده او د یوې کوچني ښي اړخه پاپولیست ګوند ډایي فریهیت مشري یې کوله، چې په ۲۰۱۶ کال کې له منځه لاړ.

دی له دې مخکې د مسیحي سوسیال یونین (سي اېس یو) غړی و، چې د مسیحیانو دیموکراتیک یونین باوارین همکار ګوند دی او له ګونده شړل کېدو مخکې یې دغه ګوند پرېښود.