اسلام ضد هالنډی سیاستوال لومړي وزارت لپاره له نوماندۍ لاس پر سر شوی

د پروسږ کال په ټاکنو کې د ګیرت وائلډرز بریا نه یوازې د هالنډ په سیاسي کړیو کې بلکې په ټوله اروپا کې حیرانتیا رامنځته کړه.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، د پروسږ کال په ټاکنو کې د ګیرت وائلډرز بریا نه یوازې د هالنډ په سیاسي کړیو کې بلکې په ټوله اروپا کې حیرانتیا رامنځته کړه.

په هالنډ کې اسلام ضد پاپولیسټ سیاستوال ګیرت وایلډرز د ۲۰۲۳ کال په ټاکنو کې د خپل ګوند له بریا سره، سره ویلي، د لومړي وزارت لپاره له کاندید کېدو لاس پر سر شوی دی.

نوموړي پر خواله رسنۍ اېکس‌ (مخکیني ټویټر) لیکلي: ''زه یوازې په داسې صورت کې لومړی وزیر کېدای شم، چې په ائیتلاف کې شامل ټول ګوندونه په دې هکله یوه خوله شي، خو داسې نه ده.''

د ده ازادۍ ګوند (پي وې وې) د تېر کال ټاکنو کې اکثریت رایې وګټلې، خو د ائتلاف لپاره یې د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا درلوده او له دریو نورو ګوندونو سره خبرې یې داسې ښکاري چې ناکامې وې.

هغه مرکچې چې د خبرو وروستي پړاو مشري یې کوله، د پنجنشبې پر ورځ پارلمان ته د دې خبرو په هکله خپل رپوټ وړاندې کوي، چې پر سې شنبه نهايي شوې.

د چارشنبې پر ورځ نوموړي پر اېکس پاڼه خپل پیغام کې لیکلي: ''زه به یوه ښي اړخه کابینه وغواړم. لږ پناه غوښتونکي او لږ کډوال. لومړیتوب د هالنډ دی. د هېواد او رایې راکوونکو مینه مهمه ده او زما له شخصي دریځه ډېر اهمیت لري.''

۶۰ کلن وایلډرز له مرکزیت غوښتونکي ښي اړخه وې وې ډي، نوي ټولنیزې هوکړې این، اېس، سي او کروندګرو، بي بي بي ګوندونو سره د یوه ائیتلافي حکومت جوړولو لپاره تر میاشتو پورې خبرې وکړې.

د هالنډ دولتي راډیويي شبکې این او اېس په رپوټ کې ویل شوي، د ټولو دریو ګوندونو مشرانو روانه اونۍ پر دې ټینګار کاوه، چې د مخکې تلو یوازینۍ لاره دا ده، چې د ټولو څلورو ګوندونو مشران باید په حکومت کې رول و نه لري.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ایا داسې کوم څوک شته، چې ټول لوري پرې یوه جوړ جاړي ته ورسېږي او که نه.

تمه کېږي پر پنجشنبه به پر همدې موضوع پارلمان کې بحث کېږي.

د پي وې وې ګوند پروسږنۍ بریا نه یوازې د هالنډ په سیاست کې یوه حیرانتیا رامنځته کړه، بلکې په ټوله اروپا کې یې د عواقبو په هکله ځکه ګنګوسي زیات کړل، چې نېدرلنډ د اروپايي ټولنې له موسسو هېوادونو یو دی.