جرمني او نېدرلنډز کې نهه تنه د "احتمالي ترهګریزو بریدونو" د ترسره کولو په تور نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني لویې څارنوالۍ پنجشنبه (۶ جولای) خبر ورکړ چې د دوی په وینا د "اسلامي سخت دریځو یوه اووه کسیزه ترهګره ډله یې نیولې چې غوښتل د داعش لپاره یو لړ داسې بریدونه تر سره کړي چې د ټولو پام ور واړوي او په عمومي اراوو اغیز وکړي. "
لویې څارنوالۍ ویلي نیول شوي کسان "سخت دریځې مسلمانان" دي چې جرمني کې د ترهګرې ډلې په جوړولو رسما تورن شوي او دوی د تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان وګړي دي.
د جرمني دوچلې خبري چینل د معلوماتو له مخې جرمني کې د نیولو شویو اوو کسانو په ډله کې پنځه یې د تاجکستان وګړي دي.
لویې څارنوالي بیان کې راغلي چې پر اوکرایین د روسیې له جګړې لنډه موده وړاندې دوی جرمني ته راغلي او هلته یې یوه ترهګره ډلګۍ جوړه کړې وه. ویل شوي چې د دې ډلې په تړاو په نېدرلنډز (هالنډ) کې هم یو تن له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی.
د نېدرلنډز لویې څارنوالۍ له خوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې پر نیول شویو کسانو شک دی چې له اسلامي دولت ډلې داعش سره تړاو لري او ورته ویل شوي وو چې د یوه برید پلان جوړ کړی ، خو بیان زیاتوي دا کسان د برید د پلان له جوړولو وړاندې ونیول شول.
د جرمني لویې څارنوالۍ بیا ویلي جرمني کې نیول شویو کسانو د داعش ډلې له خراسان څانګې سره اړیکي لرلې. داعش ډله افغانستان او شاوخوا سیمې د خراسان ولایت بولي. د جرمني د لوې څارنوالۍ بیان کې راغلي، دې ډلې راتلونکې کې د بریدونو لپاره هدفونه هم ټاکلي وو ، ورپسې د وسلې د اخیستلو هڅه هم کړې ، خو لا یې د احتمالي بریدونو لپاره پلان نه وو جوړ کړی.
رویټرز خبري اژانس ویلي جرمني کې نیول شویو کسانو له تېره یوه کال راهیسې داعش لپاره پيسې ټولولې او له جرمني بهر د دغې ډلې کسانو ته یې استولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د داعش خراسان ډله له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې افغانستان او شاوخوا سیمو کې فعاله ده، دې ډلې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وړاندې او وروسته د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو مسؤولیت منلی. په دې بریدونو کې ولسي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
داعش ډلې دغه راز بلخ کې د طالبانو د والې داوو مزمل او بدخشان کې د مرستیال والي د وژلو مسؤولیت منلی. دا دواړه طالب چارواکي ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.
د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو څو ځل افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې ده، خو طالبان وايي دا ډله ځپل شوې او لوی امنیتي ګواښ نه دی.












