د کابل ځانمرګي بريد کې ۶ تنه وژل شوي؛ مسوولیت یې داعش ومانه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د دوشنبې ورځې خونړي ځانمرګي برید مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

طالبانو دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي چې ځانمرګی بریدګر په ملک اصغر څلور لارې کې یوه امنيتي چيک پواينټ ته نږدې "موخې ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی دی".

هغه زیاته کړې وه چې د بريدګر د وژل کېدو پایله کې له هغه سره چاودېدونکي توکو چاودنه کړې چې له امله یې "تر ۶ پورې ملکي کسان شهیدان او یو شمېر ټپیان شوي.

ښاغلي ځدراڼ په دې پېښه کې د خپلو ۳ امنیتي کسانو ټپي کېدل هم تایید کړي.

له دې سره ‌په کابل کې اېمرجنسي روغتون هم ویلي، د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان او دوه مړي یې روغتون ته ور وړل شوي دي.

د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی.‌

دې ډلې په خپل اعماق خبري اژانس لیکلي چې په دغه برید کې یې تر ۲۰ پورې "دیپلوماتانو" ته مرګژوبله اړولې.

کابل

د عکس سرچینه، iS

خو د طالبانو حکومت دې پېښه کې د دوی بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د مرګژوبلې اوښتلو څه نه دي ویلي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې هم کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه ځانمرګي برید چې مسوولیت یې داعش منلی و، درنه مرګژوبله اړولې وه.

هغه مهال دوو سرچینو بي بي‌ سي پښتو پاڼې ته ویلي وو چې برید کې د ۱۴ دیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي.

په دوی کې داسې ‌ډیپلوماتان هم وو چې په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې یې تر ۱۵ کلونو ډېره کاري‌ تجربه لرله.

د یوې سرچینې په وینا "ځینې ډيپلوماتانو،‌ په جرمني،‌ یونان،‌ هنګري،‌ فرانسې او نورو هېوادونو کې کلونه کلونه کار کړی او بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ وو."

غبرګونونه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون په کور دننه او بهر ګڼو لورو کابل کې دا تازه برید غندلی دی.

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې "افغانانو کافي زیانونه ګاللي دي او ترهګري چې هر ځای د هر دلیل له مخې وي، د منلو نه ده."

ده د دغه برید له ټپیانو او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم ښودلې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ يوناما هم پر ټوټېر پاڼه دغه بريد غندلی دی او وايي دا د منلو وړ نه ده چې عادي افغانان دې د ورځني ژوند په اوږدو کې په نښه شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کابل په ملک اصغر څلور لاره کې چادونه په کلکو ټکو غندلې او دا يې بشري ضد جنايت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازو هم د دغه برید غندنه کړې او وايي "د ټولو افغانانو خوندیتوب باید ډاډمن شي."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، داعش ډلې د کابل، کندهار، کندوز او مزار شریف په څېر نورو ښارونو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

امریکا او ځینې نورو هېوادونو په افغانستان کې د داعش اورپکو په اړه اندېښنې بیا بیا په ډاګه کړي، خو د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې داعش ډله یې په دغه هېواد ځپلې ده.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

تازه د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست په بلخ کې د تېرو اونیو په عملیاتو کې د داعش د دریو لوړپوړو غړو د وژل کېدو خبر خپور کړی.

دغه ریاست ليکلي چې د بلخ په پنځمه، اتمه او لسمه حوزه کې په شوو عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې والي، د شورا غړی او د پوځي تمریناتو او بم جوړولو ماهر وژل شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ليکلي چې که دا تائید شي نو دا به د طالبانو هغه ژمنه وښيي چې امریکا ته يې د داعش د ځپلو په اړه ورکړې وه.