بدخشان کې د طالبانو امنیه قومندان چاودنه کې وژل شوی؛ داعش يې مسووليت منلی

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان امنیه قومندان یوې چاودنه کې وژل شوی دی. دغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څېرمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په دغه پېښه کې د بدخشان امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. خو په ځینو رپوټونه کې د مرګژوبلې شمېر لوړ ښودل شوی.
داعش ډلې د چاودنې مسووليت منلی او د دغې پېښې ويډيو يې هم خپره کړې ده.
د ښاغلي ټکور په وینا، پېښه په ځايي وخت سهار مهال په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي: "نن سهار د افغانستان د دوښمنانو له خوا په یوه تېز رفتار موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو د بدخشان امنیې قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه وکړه، له بده مرغه په دغه چاودنه کې د امنیې قوماندان مولوی عبدالحق ابو عمر په ګډون درې تنه شهیدان او دوه نور ټپیان شوي دي."
ښاغلی ټکور وايي، د طالبانو پولیسو د پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نیولي دي
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی په داسې یوه پېښه کې وژل کېږي.
دا وروستیو کې د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو او د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د جګړو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.










