کابل او مزار کې چاودنې؛ ۱۵ وژل شوي او تر دېرشو ډېر ژوبل دي

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مزار شریف ښار کې پرله پسې درې او په کابل کې په جومات کې یوه چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۵ تنه پکې وژل شوي او تر دېرشو ډېر ژوبل دي.
د رویټرز خبري اژانس په بلخ کې د طالبانو د یوه ویاند له قوله لیکلي چې د مزار شریف په چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
محمد اصف وزیري ویلي، دغه چاودنې په سورلۍ وړونکو ګاډو پورې د نښلولو شویو ماینونو چاودېدو سره رامنځ ته شوې دي.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، یوه چاودنه د "علي چوپان" په نوم سيمه کې د سورلیو په یوه موټر کې شوې ده.
په مزار شریف کې "ټونس" او "فلاینګکوچ" د سورلیو د لېږد رالېږد لپاره کارېدونکي ګاډي دي.
ځايي رسنۍ وايي چې طالبانو په بلخ کې لږ تر لږه د یوه برید پخلی کړی دی.
په پلازمېنه کابل کې هم په جومات کې یوه چاودنه شوې ده.
د پلازمېنې کابل ښار په څلورمه حوزه کې چې د ښار منځ دی، په یوه جومات کې چاودنه شوې.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه د ماښام د لمانځه پر مهال په حضرت ذکریا جومات کې شوې او ویلي یې دي، "د کابل ښار ترافیکو څلور لارې ته نږدې د ذکریا په نوم جومات کې زموږ ۱۸ تنه هېوادوال زخمیان شوي او شپږ نور شهیدان شوي دي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په کابل کې د اېمرجنسي روغتون په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې، پنځه مړي او ۲۲ ټپيان وروړل شوي دي.
ښاغلی ځدراڼ وايي، مسولان د پېښې پلټنه کوي.
تر اوسه د دغو چاودونو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون هم له کابله د یوې چاودنې رپوټونه ورکړل شوي وو.
د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، دغه چاودنه د کابل ښار په لوېديځ کې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند نقاش سیمه کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې وه.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته وویل، پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.









