داعش ډلې بدخشان کې د طالبانو مرستيال والي د فاتحې پر مراسمو د برید مسووليت منلی

په افغانستان کې د داعش ډلې په بدخشان کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مراسمو د برید مسؤولیت منلی دی.
برید د فیض آباد په نبوي جومات کې داسې مهال وشو چې طالب چارواکي، پخواني جهادي قوماندانان او نور خلک د بدخشان د مرستیال والي نثار احمد احمدي فاتحه کې د ګډون لپاره دغه جومات ته ورغلی وو.
د فیض اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته ویلي وو دې روغتون ته ۱۱ جنازې او ۳۳ ټپیان ور وړل شوي دي."
د دغې سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ یې روغتیايي حالت نازک وو او د الوتکې له لارې کابل ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د طالبانو ترڅنګ ولسۍ وګړو ته هم په دې برید کې مرګ ژوبله اوښتې وه، دوو سرچينو بي بي سي ته تائيد کړې، چې چاودنه کې د بغلان لپاره د طالبانو پخوانى امنيه قومندان صفي الله يفتلي، حاجي اکرم خان او د طالبانو یو سيمه ييزو چارواکی ضياالحق ابوذر وژل شوي دي.
نثار احمد احمدي د برید پر مهال چارسمبالی والي هم و. د بدخشان د والي مرستیال او موټر چلوونکی یې د تېرې سې شنبې په ورځ په فیض آباد ښار کې یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د هغه برید مسؤولیت هم داعش ډلې منلی و.

د عکس سرچینه، BBC/PERSIAN
د رویټرز خبرې اژانس د رپوټ له مخې د اعماق په نوم پر انټرنیټي پاڼه کې چې معمولا د داعش ډلې اړونده خبرونه خپروي، د جمعې پر ورځ یوه خپاره شوي بیان کې ادعا شوې چې د فاتحې پر مراسمو د دوی " وسله والو ځانمرګی" برید کړی.
د بدخشان لپاره د طالبانو والي دا برید د افغانستان د دښمنانو کار بللی وو، خو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې دا برید داعش ډلې کړی دی.
بدخشان کې د تېرې پنجشنبې خونړي برید مسؤولیت داسې مهال داعش ډله پر غاړه اخلي چې پاکستاني رسنیو په افغانستان کې د دغې ډلې د خراسان څانګې د مشر شهاب المهاجر د وژلو نا تایید شوي رپوټونه خپاره کړي دي.
طالبان وايي داعش ډله یې افغانستان کې ځپلې او د دوی له نظره کوم لوی امنیتي ګواښ نه شي رامنځته کولای.
د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو کې داعش ډلې ګڼ مرګوني بریدونه وکړل چې تر ډېره یې ولسي وګړي قربانیان وو، خو په تېرو څو میاشتو کې ظاهرا ښکاري چې هڅه کوي طالب چارواکي په نښه کړي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د بلخ والي محمد داود مزمل چې د طالبانو مشر ته نژدې کس بلل کېده د داعش ډلې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.










