بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي ځانمرګي برید کې وژل شوی

بدخشان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، عکس آرشیف

په افغانستان کې رپوټونه وايي، بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي چې دمګړۍ سرپرست والي هم و په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

پژواک خبري اژانس وايي، برید نن سه شنبه سهار شوی دی چې په کې د بدخشان مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

ځینو نورو رسنیو د طالب چارواکو له خولې ویلي، برید موټر بم و او هغه مهال شوی چې ښاغلی احمدي د دفتر په لور روان و.

پېښه د فیض اباد ښار په محکمې څلور لارې کې شوې ده.

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی.

باختر اژانس هم ویلي چې مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي.

تېر کال نومبر کې هم بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څ‍ېرمه شوې وه.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي س‍ي پښتو پاڼې ته هغه مهال ویلي و، پېښه کې د بدخشان امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

داعش ډلې د چاودنې مسووليت منلی و او د دغې پېښې ويډيو يې هم خپره کړې وه.

د روان کال مارچ کې مزار شریف کې هم یو ځانمرګي برید د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وژلي و. د هغه برید پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې وه.