د بدخشان څلورو ولسوالیو کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ جګړه؛ دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بدخشان ولایت په لږ تر لږه څلورو ولسوالیو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلوالو مخالفینو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
د رپوټونو له مخې دا نښتې په یفتل بالا، راغستان، کوهستان او کران و منجان ولسوالیو کې شوې او دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله هم اوښتې ده.
طالبانو پرته له دې چې د کومې ځانګړې مخالفې ډلې نوم واخلي، هلته د جګړې رپوټونه تائید کړي. خو ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا نښتې د طالبانو او د 'ملي مقاومت جبهې' په نامه د وسلوالو ترمنځ روانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې هلته د جګړې رپوټونه تائيد کړي او وایي، سیمه کې یې د 'دوښمن' پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.
نوموړی وایي: "د بدخشان دوه درې سیمو کې داسې شک و چې هلته دوښمن غواړي ځان ته یوه ځاله ګۍ پیدا کړي. د اسلامي امارت ځواکونه سیمې ته تللي او هلته یې عملیات ترسره کړي. دوه درې کسان د دوښمن وژل شوي او وسلې او مهمات یې نیول شوي. هغو ځایو کې تصفیوي عملیات شروع شوي".
د طالبانو د مخالفې ډلې قومندانانو ته نږدې سرچینو بیا بي بي سي ته ویلي چې نښتو کې یې طالبانو ته هم مرګژوبله ور اړولې ده. دوی له تېرې ورځې راهیسې لږ تر لږه د ۱۳ طالبانو د وژنې ادعا کوي.
له سیمې نه هم ځینو سرچینو بي بي سي ته د جګړې رپوټونه تائید کړي او مني چې مرګژوبله هم اوښتې، خو د وژل شویو یا ټپیانو کره شمېر نه دی مالوم.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، نښتې هله پیل شوې چې شمېر 'ناراضه' ځایي طالبان له خپلې ډلې جلا شول او د 'ملي مقاومت جبهې' په نامه سره یو ځای شول.
د سرچینې په وینا بدخشان کې د طالبانو د کشف آمر عبدالحمید له خپلو سلو تنو وسلوالو سره مخالف لوري ته اوښتی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د رپوټونو له مخې طالبانو د چورلکو په مرسته د بدخشان ځینو سیمو ته د جنګي اکمالاتو لېږدول هم پیل کړي دي.
ویل کېږي چې د طالبانو مخالفې ډلې هڅه کوي له تاجکستان سره پر پوله پرتې ولسوالۍ یا لږ تر لږه ځینې سیمې ونیسي، او په دې توګه ځان ته د تګ راتګ او اکمالاتو رسولو لاره پرانیزي.
که څه هم په تېر یوه کال کې د افغانستان ځینو سیمو کې د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو ترمنځ وسلوالې نښتې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د یوه ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم مهاله جګړه کېږي.
له دې وړاندې پنجشېر، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو او د دوی وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښتې شوې دي او دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله هم اوښتې.








