تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي ځانمرګي برید کې وژل شوی
په افغانستان کې رپوټونه وايي، بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي چې دمګړۍ سرپرست والي هم و په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
پژواک خبري اژانس وايي، برید نن سه شنبه سهار شوی دی چې په کې د بدخشان مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
ځینو نورو رسنیو د طالب چارواکو له خولې ویلي، برید موټر بم و او هغه مهال شوی چې ښاغلی احمدي د دفتر په لور روان و.
پېښه د فیض اباد ښار په محکمې څلور لارې کې شوې ده.
د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی.
باختر اژانس هم ویلي چې مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي.
تېر کال نومبر کې هم بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څېرمه شوې وه.
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته هغه مهال ویلي و، پېښه کې د بدخشان امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
داعش ډلې د چاودنې مسووليت منلی و او د دغې پېښې ويډيو يې هم خپره کړې وه.
د روان کال مارچ کې مزار شریف کې هم یو ځانمرګي برید د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وژلي و. د هغه برید پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې وه.