مزار شریف کې چاودنه: په ټپیانو کې ۱۵ خبریالان دي

د بلخ په مزارشریف ښار کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنه شوې ده. ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شي.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه چاودنه نن سهار (شنبه) د مزارشريف ښار په دويمه امنيتي حوزه کې شوې ده.

بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند بي بي سي پښتو ته وویل چې دغه چاودنه کې د یاد مرکز یو ساتونکی وژل شوی.

محمد اصف وزیري وایي, په دغه چاودنه کې پنځلس خبریالان هم ټپیان شوي چې د پنځو ټپونه ژور بلل شوي دي او پاتې نور یې برسېرن ژوبل دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. په ټپیانو کې درې تنه یې ماشومان دي، چې تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

ښاغلی وزیري دا چې د بلخ ولایتي ادارې پرته دغه غونډه بلل شوې وه، د فرهنګي مرکز چلوونکی یې د لا سپیناوي لپاره نیول شوی دی.

"نه یې د استخباراتو حوزه په جریان کې کړې وه نه یې زموږ د دویمې امنیتي حوزې سرتېري په جریان کې کړي ‌وو. هغه کسان چې د دې غونډې جوړولو په رأس کې دي، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او پوښتنې او ګروېږنې ترې روانې دي".

د افغانستان د ازاداو خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مزار شریف ښار پېښه کې ۱۴ خبریالان ژوبلېدلي او په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.

دغې ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د پېښې کره پلټنه وکړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په مزارشریف کې پر خبریالانو برید له کرکې ډک او د نه منلو وړ پیښه بللې او غندلی یې دی. یوناما وايي تاوتریخوالی باید بند شي.

دوی زیاتوي باید د افغان خبريالانو ساتنه يې وشي او د قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

ویل شوي دغې غونډې ته یو شمېر خبريالان، ديني عالمان او ځینې سيمه ييز چارواکي ور بلل شوي وو.

شمشاد، طلوع تلویزیون او پژواک خبري اژانس منلې چې په دغه چاودنه کې د دوی ځايي خبریالان هم ټپیان شوې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی دی.

د خبریالانو د ملاتړ ډلو دغه برید د وینا پر ازادۍ برید بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ ادارې په یوه اعلامیه کې د خبریالانو له ملي او نړیوالو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې پر واکمنو فشار راوړي چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

تبیان د افغانستان په شمال کې د اهل تشیع یو فرهنګي مرکز دی.

د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ په همدې مزار ښار کې یو بل ځانمرګي برید چې ترسره کوونکی یې (داعش) خراسان څانګې خپل بریدګر وباله،‌ بلخ کې د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وواژه.

تازه د افغانستان له سوېلي ښاره کندهاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده خورا پلوال سړی بلل کېږي، د بلخ د ولایتي چارو سمبالښت لپاره د هېواد شمال کې دغه مهم ولایت ته رسېدلی دی.