تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د کندهار والي بلخ ته د چارو سمبالښت لپاره استول شوی"
د طالبانو حکومت د بلخ د والي تر وژل کېدو وروسته، د کندهار والي محمد یوسف وفا د بلخ چارسمبالی والي ګومارلی دی او بلخ و لایت ته رسېدلی دی.
د بلخ پر والي محمد داود مزمل د برید مسوولیت د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې منلی چې د هغه تر څنګ پکې دوه نور کسان هم ووژل شول.
ښاغلی وفا د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر د نوي والي تر ورپېژندنې پورې د بلخ ولایت د چارو سمبالولو لپاره مزار شریف ته استول شوی دی.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د کندهار ولایت چارې به مرستیال والي مخ ته وړي.
ښاغلی وفا د بلخ د وژل شوي والي محمد داود مزمل په څېر د طالبانو مشر ته نژدې کس بلل کېږي.
داعش ډلې د اعماق خبري اژانس له لارې د بلخ والي محمد داود مزمل وژنې په هکله ویلي، د دوی یو ملګری د والي دفتر مخکې منتظر و او هلته د والي له رسېدو سره سم یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري ویلي و، په دې چاودنه کې یو شمېر نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې. د طالب چارواکو د مالوماتو له مخې، ځانمرګي هغه مهال ځانته ته چاودنه ورکړې چې ښاغلی مزمل د ولایت مقام دننه له کوره دفتر ته روان و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
دا په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د حکومت دوهم چارواکی دی چې په نښه کېږي.
له دې پېښې یوه ورځ دمخه د لوېدیځ هرات ولايت د اوبو رسونې رئيس انجنير محمد نادر کاکړ او دوه همکاران يې په هرات ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوی وو.
محمد داود مزمل د افغانستان له پخواني حکومت او په دغه هېواد کې له نړيوالو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې مهم قومندان بلل کېده.
وروسته له هغه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، ښاغلی مزمل د ننګرهار ولایت والي شو.
نوموړي هلته د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پر ضد د جګړې مشري کوله.
څه موده وروسته د طالبانو د مشر په امر د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو. خو پنځه میاشتې وړاندې یې مسوولیت بدل او د بلخ والي شو.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا په بلخ کې لومړی ځل و چې په دې کچه لوړ پوړی مقام یې په ځانمرګي برید کې وژل کېږي.