د بدخشان چاودنه کې ۱۱ وژل شوي، لسګونه ټپیان دي

د عکس سرچینه، BBC/Persian
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې روغتیايي چارواکو بي بي سي پښتو ته ویلي چې د طالبانو د مرستیال والي په فاتحه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې په یوه جومات کې شوې ده.
د فیض اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل "زموږ روغتون ته ۱۱ جنازې او ۳۳ ټپیان رواړول شوي دي."
د دغې سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ یې روغتیايي حالت نازک وو او د الوتکې له لارې کابل ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه چاودنه اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش کړې. خو خپله داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
چاودنه داسې مهال رامنځ ته شوې چې د طالبانو د مرستیال او سرپرست والي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم په نبوي جومات روان وو.
د بدخشان د والي مرستیال او موټر چلوونکی یې د سه شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د هغه برید مسوولیت منلی و.
په فاتحه کې یې ګڼو طالب چارواکو او ځايي خلکو برخه اخیستې وه.
دوو سرچينو بي بي سي ته تاييد کړې، چې په نننۍ چاودنه کې د بغلان د طالبانو پخوانى امنيه قومندان صفي الله يفتلي، حاجي اکرم خان او د طالبانو یو سيمه ييزو چارواکی ضياالحق ابوذر وژل شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله چې اوسمهال په کابل کې دی، دغه برید غندلی او پر خپله ټوټېر پاڼه یې لیکلي: "پر جوماتونو او مذهبي ځایونو برید د اسلام له احکامو او انساني اصولو سره په ټکر کې عمل دی. او هېڅ توجیه نه لري."
دغه راز ویل شوي چې په ټپیانو کې د طالبانو قومندان فیض الله اماج او بصیر خان خالد او د طالبانو د محاکمو مشر مولوي جمیل هم شامل دي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي.
تېر کال نومبر کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څېرمه شوې وه.










