د هالنډ حکومت سربرېنیکا ته له استولو ځواکونو بښنه وغوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالنډ حکومت له خپلو سلګونو سرتېرو چې د بوسنیا جګړې پر مهال د سربرېنیکا دفاع ته استول شوي وو، بښنه غوښتې ده.
لومړي وزیر مارک روټې ویلي دغه سرتېري د ټولوژنې مخنیوي لپاره تجهیز نه وو نو یو "غېر ممکن ماموریت" ورترغاړې شوی و.
د ۱۹۹۵ کال جولای کې شاوخوا ۸۰۰۰ مسلمانان وروسته تر هغې په ډله ییز ډول ووژل شول چې د بوسنیا صرب ځواکونو هالنډ سرتیري لاندې کړل.
د هالنډ حکومت مخکې د پړې ګوته ملګرو ملتونو ته نیوه او ویل یې دغه سازمان ورته هوايي ملاتړ نه و برابر کړی.
خو تازه د هالنډ لومړي وزیر د دغه هېواد یوه پوځي اډه کې ویلي هغه مهال ددوی سوله ساتي ځواکونه ځکه له ستونزو سره مخامخ شول چې د دغه ماموریت لپاره له کافي اندازه تجهیزاتو او ملاتړه بې برخې وو.
هغه زیاته کړه "زه نن د هالنډ حکومت په استازولۍ د هالنډي ځواکونو د درېم کنډک له ټولو ښځو او سړیو بښنه غواړم. له تاسې ټولو چې دلته حاضر یئ - او همدا راز له هغو چې نن راسره نشته."
د حکومت پر دې رسمي بښنې سربېره د هالنډ دفاع وزارت سربرېنیکا ته استولو ځواکونو ته د زېړو د ویاړ مډال هم ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۹۵ کال جولای کې زرګونه مسلمانان د بوسنيا د صرب ځواکونو لخوا د دوی خلاف د پیل شوي کمپاین له وېرې د ملګرو ملتونو لخوا سربرېنیګا کې رامنځ ته شوې خوندي سیمې ته وتښتېدل.
دا خوندي سیمه د هالنډي ځواکونو لخوا ساتل کېده چې د صرب ځواکونو د پرمختګ پر وړاندې یې مقاومت ونشو کړی.
د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ دغو صرب ځواکونو د هالنډي سرتېرو تر تسلیمولو وروسته زرګونه مسلمان سړي او هلکان د دوی په وینا "څېړنو" لپاره بیل کړل.
خو دوی راتلونکو پنځو ورځو کې تر وژل کېدو وروسته په ډله ییزو قبرونو کې تر خاورو لاندې شول.
صربیا مني چې دا وژنې جنایت و خو دا یې تل رد کړې چې ګوندې دغه کسان دې د ټولوژنې کمپاین برخه کې وژل شوي وي.

د عکس سرچینه، Reuters
شاوخوا یو کال وړاندې یوه رپوټ کې راغلي و چې دغه ماموریت کې ګومارل شوي هالنډ ځواکونو تر جګړې وروسته له روحي فشاره کړېږي.
په ۲۰۱۹ کال کې یوې هالنډۍ محکمې ویلي و هالنډ ځواکونه له دې کبله د ۳۵۰ سړيو ډله ییزه وژنه کې تر یو ځایه ګرم دي چې د دوی له یوه پنډغالي بیول شوي وو او دوی پوهېدل چې هغوی د بوسنیا د صرب ځواکونو لخوا د ځورول کېدو او وژل کېدو خطر سره مخ کېدای شي.









