ټرمپ د افغانستان، هایتي او ایران په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو امریکا ته د سفر بندیز لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې چې سپینې ماڼۍ ویلي د څو ورځې مخکې د یوه مصري سړي له لوري کلوراډو کې د یهودانو پر یوه غونډه د شوي برید په غبرګون کې صادر شوی، امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو پر وګړو جدي محدودیتونه وضع کړي دي.

د سي‌بي‌اس شبکې د راپور له مخې، چې د بي‌بي‌سي همکاره شبکه ده، دا د سفر بندیز د ځانګړو حالاتو لپاره لېرې کېدای شي.

د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونو اتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي.

په فرمان کې همداراز د اوو نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي دي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا، لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه بندیزونه به د راتلونکي دوشنبې - د جون ۹مه - عملي شي.

سپینه ماڼۍ وايي چې دا بندیزونه د امریکا دننه د "امنیتي ګواښونو د کچې د زیاتوالي" له امله لګول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ لا د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په پیل کې د شپږو مسلمان هېوادونو پر اتباعو امریکا د سفیر بندیز ولګاوه او وروسته د پراخو اعتراضونو په پایله کې یې د شمالي کوریا په څېر نور هېوادونه هم دې لیست ته ور زیات کړل. خو د شمالي کوریا نوم په نوي لیست کې نه لیدل کېږي.

د ټرمپ د سفر بندیز د فرمان مخالفین، په ځانګړي ډول دیموکراتان، دا اقدام یو ډول تبعیض او غیرقانوني بولي.

ابیګیل جکسن، چې د سپینې ماڼۍ ویانده ده، د چهارشنبې په ماښام (۱۴ د غبرګولي) د دغو بندیزونو د اعلان په اړه وویل: "ولسمشر ټرمپ پر خپله ژمنه ودرېد چې د امریکایانو د خونديتوب لپاره به له بهرنیو ګواښونو او هغو کسانو سره مبارزه کوي چې د زیان رسولو په نیت امریکا ته راځي".

هغې د امریکا سی‌بي‌اس شبکې ته وویل: "دا محدودیتونه چې له سالم عقل سره هم برابر دي، هغه مشخص هېوادونه هدف ګرځوي چې د خلکو د شالید د پلټنې او ارزونې مناسب سیستم نه لري، یا دا چې د دوی له خوا امریکا ته راغلي وګړي تر وېزې د ټاکلي وخت زیات پاتې شوي، یا هم دا هېوادونه د ګواښونو اړوند د هویت او معلوماتو شریکولو کې پاتې راغلي دي".

د دې اجرایي فرمان د جزئیاتو په بیان کې راغلي: "د ایران دولت د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ایران په دوامدار ډول له امریکا سره له همکارۍ سرغړونه کوي چې امنیتي ګواښونه و پېژندل وشي او دا هېواد د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ له مهمو ملاتړو دی.

همداراز، ایران پخوا له دې انکار کړی هغه اتباع ومني چې د ایستلو (اخراج) حکم لري. له همدې امله، د ایران د اتباعو لپاره د امریکا خاورې ته د کډوالو او غیرمهاجرو په توګه د ننوتلو اجازه ځنډول کېږي."

په فرمان کې د نورو هېوادونو لکه لیبیا، هایټي او نورو د اتباعو پر سفر بندیز لاملونه هم ذکر شوي دي.

د بندیز استثناوې کومې دي؟

لکه څنګه چې سپینې ماڼۍ ویلي، دا د سفر منع فرمان یو شمېر استثناوې لري که پوره شي، نو د یادو ۱۲ هېوادونو اتباعو ته د امریکا د ننوتلو اجازه ورکول کېدای شي. دغه استثناوې دا دي:

  • هغه کسان چې د امریکا دایمي استوګنه (ګرین کارډ) لري
  • هغه کسان چې د زوی‌ولۍ (اډپشن) له لارې منل شوي وي
  • دوه تابعیته کسان که د هغه هېواد پاسپورټ وکاروي چې بندیز پرې نه دی لګېدلی
  • مذهبي یا قومي اقلیتونه (په ځانګړي ډول په ایران کې) چې د کډوالئ وېزه (پناهندګي) یې ترلاسه کړې وي
  • د کورنۍ غړي (لومړۍ درجه)، که د کډوالۍ وېزه ولري
  • هغه افغانان چې د امریکا ځانګړې وېزه لري
  • هغه کسان چې د امریکا د دولت لپاره یې کار کړی او ځانګړې وېزه لري
  • هغه کسان چې د دیپلوماتیکې وېزې له لارې د ملګرو ملتونو یا ناټو لپاره امریکا ته سفر کوي
  • ورزشکاران، روزونکي (مربیان) او د ورزشي لوبډلو غړي چې د نړیوال جام، اولمپیک یا نورو نړیوالو سیالیو لپاره بلل شوي او بریالي شوي وي

غبرګونونه

ونزوېلا له هغو اوو هېوادونو یو دی چې پرې جزوي محدودیتونه لګول شوي دي.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو خبرداری ورکړی چې "په متحده ایالاتو کې حضور نه یوازې د وینزویلایایانو لپاره، بلکې د هر چا لپاره لوی خطر دی."

هغه زیاتوي: "هغه کسان چې د متحده ایالاتو د حکومت واګې په لاس کې لري بد خلک دي " دا فاشیزم دی، دوی ځانونه لوړ او د نړۍ مالکان ګڼي او زموږ خلک بې دلیله ځپي".

په ورته وخت کې، سومالیا چې اوس پرې بشپړ سفري بندیز لګول شوی، خپله ژمنتیا ښودلې چې له امریکا سره د امنیتي مسایلو په حل کې همکاري وکړي.

په یوه اعلامیه کې، د امریکا لپاره د سومالیا سفیر داهر حسن عبدي ویلي هېواد یې "له امریکا سره اوږدمهاله اړیکې ارزوي."

ځینې ډیموکراتانو ژر د سفر بندیز پر وړاندې خپله ناخوښي ښودلې.

پرېمیلا جایاپال، چې له واشنګټنه یوه کانګرسمنه ده، په یوه ټولنیز رسنیو پوسټ کې وایي: "دا بندیز به - چې د ټرمپ د لومړۍ دورې د مسلمانو پر بندیز پراخ شوی- یوازې موږ په نړیواله کچه نور هم جلا کړي."

هغې زیاته کړه: "د یوې ټولې ډلې خلک بندول یوازې ځکه چې د هغوی د حکومت جوړښت یا دندې سره موافق نه یاست ... تور لګول په ناسم ځای کېږي."

یو بل ډیموکرات کانګرسمن ډون بییر وایي ټرمپ د امریکا له بنسټګرو ارزښتونو سره "خیانت" کړی دی.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکي: "د ټرمپ د تعصب او نفرت کارول ترڅو خلک امریکا ته له ننوتلو منع کړي موږ نه خوندي کوي، بلکې یوازې موږ وېشي او زموږ نړیوالې مشرۍ ته زیان رسوي."