تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د مسلمانو هېوادونو مشرانو ته: سخت دریځي له خپلې سپېڅلې خاورې وباسئ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مسلمانو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د سخت دریځۍ پر وړاندې د مبارزې مخکښي وکړي.
ښاغلي ټرمپ په سعودي عربستان کې د مسلمانو هېوادونو ګڼو ولسمشرانو او پلازمېنه ریاض کې د غونډې ګډونوالو ته سخت دریځو ډلو ته په اشارې وویل:" دوی له دې نړۍ وباسئ، له خپلې سپېڅلې خاورې یې وباسئ".
ډونلډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ چې هلته یې تود هرکلی وشو.
ټرمپ په خپلې وینا کې څرګنده کړه چې ده ته د داعش پروړاندې مبارزه کې د اسلامي او عربي هېوادونو ملاتړ څومره مهم دی.
د ښاغلي ټرمپ د دغې وینا او د ټاکنیزو منډو ترړو د وینا ترمنځ یې چې پر مسلمانانو یې کلکې نیوکې کولې، ډېر توپیر لیدل کېږي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: " موږ به خپلې هغه تګلارې بدلې کړو چې اغېزمنې نه وې او نوې تګلارې به خپلې کړو "چې وکړی شو سخت دریځي وځپو.
د افغانستان په اړه ښاغلي ټرمپ وویل چې دغه هېواد "د ترهګرۍ قرباني دی" او امریکا به له افغانستانه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
ښاغلي ټرمپ د اسلامي هېوادونو مشرانو ته وویل، ستاسې د هېوادونو لپاره لومړۍ ازموینه دا ده چې سخت دریځې ډلې ستاسې خاوره کې د اوسېدو ځای ونه لري.
ښاغلي ټرمپ د دین په نوم تاوتریخوالی وغنده او ویې ویل، د دین او اسلام "په نوم انسان وژنه د ټولو هغو کسانو لپاره سپکاوی دی چې په خدای باور لری".
د امریکا ولسمشر پر ایران هم کلکې نیوکې وکړې او سیمه کې یې د ترهګرۍ په پاللو تورن کړ.
ښاغلي ټرمپ چې ایران د سنيانو او شیعه ګانو ترمنځ په نفاق اچولو تورن کړ وویل: "ایران ترهګرو ته ځای ځایګی، وسلې او پیسې ورکوي".
د ښاغلي ټرمپ او سعودي عربستان پاچا سلمان د خبرو ترمنځ همغږي لیدل کېده، ځکه سعودي عربستان پر ایران د یمن د حوثیانو د ملاتړ تور لګوي.
دغه شیعه یاغي ډله د سعودي عربستان په سوېل ختیځو پولو کې د سعودي له ځواکونو سره لاس او ګرېوان ده.
سعودي ته د ټرمپ د سفر په لړ کې امریکا له سعودي عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو تړونونه هم وکړل، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به عملي کېږي.
سعودي عربستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر که له یوې خوا له سیاسي پلوه ډېر مهم ګڼل کېږي له بلې خوا شوی قراردادونه هم د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی دي.
ټاکل شوې ده ښاغلی ټرمپ د سعودي عربستان له دورې وروسته اسراییلو ته هم سفر وکړي.